غــــــــــــــــــــزل
دخيال پرمځكه وي رهي ساده ئې پل پاته سي
نظردسترګومي داستادتصويرمل پاته سي
پرلوړكنډومي خپلي سترګي دي اوډلي درته
داڅراغان دي دسېلۍ په جنګ كي بل پاته سي
ګرځنده بادكي دبېلتون داسي راګيرسمه زه
لكه سهارچي سي دكلي منځ كي غل پاته سي
دعاطفې خاوره كي ږدمه دزړګي يوزڼى
دابه دميني په ګلشن كي ستايوګل پاته سي
دسترګوكاڼي دليموپه سوان وسولم
پردنګه غاړه به دانې زماغزل پاته سي
چي دواړي خواوي خنجرونه كړي يوبل ته سيده
دسترګوجنګ كي دي زمانظراتل پاته سي
دزړه پرسردېوال راوليكه دميني كيسه
دابه په يادد(بشارت)راسره مل پاته سي
30.01.2012
- لښکرګاه
قانونیت
ليكوال نعمت الله اسحاق زی د هرات لرغونی ښار
په هیواد کی دملی ژوند دبرابرولواوپرمختگ دښه والی لپاره ده قانونیت له لاری ملی حاکمیت اوولسواکی ته ډیره
اړتیاده.ده ټولنی هریو وگړی باید دقانون اوقانونیت پلوی وی اوپه ټولنه کی دقانون پلی کول خپله ملی دنده وبولی چی...
01.02.2012
- لښکرګاه
ستاسوديني پوښتني اوزموږ ځوبونه
په ولاړه اودس جايزدى
پوښتنه:څه فرمايي علماددين پدې مسله کي چي په اوس زمانه کي بعضي ځايونه ياتشنابونه داسي جوړسوي وي چي هلته په ناسته اودس نه کيږي خلګ هلته په ولاړه اودس کوي اياپه ولاړه اودس جائزدى
ځواب : اودس جايزدى البته خلاف ادب دي وفى الکبير ومن الادب ان يحبس المتوضي مستقبل القبلة عندالغسل سائرالاعضاء ومن الادب ان يکون جلوسه على مکان مرتفع وهوالموفق غنية...