ستاسوديني پوښتني اوزموږ ځوبونه
په ولاړه اودس جايزدى
پوښتنه:څه فرمايي علماددين پدې مسله کي چي په اوس زمانه کي بعضي ځايونه ياتشنابونه داسي جوړسوي وي چي هلته په ناسته اودس نه کيږي خلګ هلته په ولاړه اودس کوي اياپه ولاړه اودس جائزدى
ځواب : اودس جايزدى البته خلاف ادب دي وفى الکبير ومن الادب ان يحبس المتوضي مستقبل القبلة عندالغسل سائرالاعضاء ومن الادب ان يکون جلوسه على مکان مرتفع وهوالموفق غنية المصلي شرح منية المصلي ٣٠ باب اداب الوضوءفتاوى فريديه ج٢ص٤٢
دمسواک سره اودس کول
پوښتنه څه فرمائي علماء دشرع متين پدې مسله کي چي که چيري مسواک په اوداسه کي استعمال سي څه فضيلت لري اوبېله مسواکه څه نقصان لري (بينواتوجرو)
ځواب : دمسواک سره اودس کول اوياواره ترهغه اوداسه چي مسواك نه وي پکښې په لمانځه کي فضيلت لري
عن عائشة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تفضل الصلاة التي يستاک لهاعلى الصلاة التى لايستاک لها سبعين ضعفا رواه البيهقي في شعب الايمان مشکواة المصابيح ص٤٥ج باب السواک فتاواى فريديه ج٢ص٦٠