دګران وروريوسف يوسفي صاحب دپوښتنوځوابونه
۱ پوښتنه : كلمه دلااله الالله محمدرسول الله خالقي ده كه مخلوقي ده
ځواب كلمه دلااله الالله محمدرسول الله چي كلمه طيبه هم ورته ويل كيږي په قرآن كريم كي په مختلفوځايونوكي ذكرسوې ده خوپه پوره ډول نه بلكه جزدايات ده
اولنۍ حصه يې يعني لااله الالله دقران كريم په ۲۳سېپاره سورة صافات ۳۵ ايات كي ذكرسوې ده
اومحمدرسول الله دحم ۲۶ سېپاره سورة محمدپه ۱۹ ايات كي ذكرسوې ده
اوس نوچي داخبره ثابته سوه چي كلمه طيبه قران يعني دالله كلام دى
نودقران لپاره دوه اعتباره دي
۱_ قران مجيدچي عوام هغه ته قران شريف وايي ياپه عربي مصحف چي پركاغذيابل شي ليكل سوى وي دايقينا مخلوق اوحادث دى اوهغه قران كريم چي موږ خپل په ژبه وايواوزموږ دالفاظوڅخه دهغه عبارت جوړيږي داهم مخلوق اوحادث دى
۲- ترهغه لوړ چي دهغه معنا اومقصددى چي هغه ته موږ دخداۍ كلام وايويعني داكلام الله ازلي كلام دى هغه ته كلام نفسي ويل كيږي هغه مخلوق ندى بلكه دالله جل جلاله صفت دى نوداكلام په ذات كي نه خالق دى اونه مخلوق دى بلكه دالله جل جلاله ذاتي صفت دى
اوس داخبره ثابته سوه چي كلمه طيبه هم دوه اعتباره لري په يوه اعتبار سره مخلوق ده اوپه بل اعتبار سره نه خالق ده اونه مخلوق بلكه دالله جل جلاله ذاتي صفت ده خالق يوازي دالله ذات دى بل خالق نسته
فتاوامحموديه ج۱ ص ۱۷۹ كفايت المفتي ج ۱ ص ۱۳۲
۲ پوښتنه :كه ديوسړي څخه په لسهاوياپه سلهاولمنځونه قضاسوي وي ددې لمنځونوداګرځولوطريقه څنګه ده
ځواب: هغه څوك چي دترتيب خاوندوي يعني دشپږلمنځونوڅخه يې زيات لمنځونه قضاسوي نه وي هغه به خپل قضالمونځ دوختي لمانځه څخه دمخه كوي
اوكچيري خاونددترتيب نه وي يعني دشپږولمنځونوڅخه ئې ډېرلمنځونه قضاكړي وي پرهغه باندي په قضاراوړلوكي څه ترتيب نسته په هروخت كي چي څومره لمنځونه كولاى سي ادادي يې كړي كه داسي كوي چي له هروختي فرض سره دهغه وخت لمونځ راوګرځوي مثلادماپښين دلمانځه مخكي ياوروسته ديوه ماپښين قضاراوګرځوي اويادي دډېرقضاراوګرځوي
فتاواي دارالعلوم ديوبندج ۴ ص ۲۴۰
پوښتنه دښځي عورت دكومه ځايه څخه تركومه ځايه دى يعني ښځه دكوم ځايونوستردنارينه څخه كوي اونربه دكوموځايونوستردښځي څخه كوي اوښځه به دښځئ څخه دكوموځايونوستركوي ؟
ځواب : كه چيري ښځه خپله مېرمن وي نودخاونددپاره دښځي ټول بدن ته كتل روا دي حتي اندام مخصوص ته هم
۲ كچيري ښځه دمحرماتوڅخه وه لكه خور،خاله اوداسي نورنودنارينه لپاره يې مخ سردواړه ساقين يعني دزنګانه څخه ترپښوپوري اودواړه لاسونه يعني دلاس دګوتوڅخه تراوږوپوري كتل روا دي نوبدن ته يې كتل رواندي
۳ كچيري بېګانه ښځه وي نودهغې صرف مخ اوپښې عورته ندي خوپه هغه وخت كي چي فتنه ددې څخه نه پېښېږي كچيري دفتنې بېره وه نوهغه هم رواندي البته زموږ په زمانه كي يې مخ ته كتل هم حرام دي ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي العينان تزنيان وزناهماالنظر يعني سترګي هم زناكوي زنايې بدنظري ده دضرورت وختون ځني مستثنى دي لكه ډاكترياشاهدي وركول
۴—نظردښځي ونارينه ته ددې حكم دادى لكه په مخكي درې حالاتوكي دنارينه كتل ښځوته
يعني كه مېړه وي ټول بدن ته يې كتل جايزدي
اوكچير محرم وي نودهغه بدن ته كتل جايزدي عورت ته يې كتل حرام دي
اوكچيربېګانه سړى وي نوكه دشهوت فتنه نه وه موجوده نوبدن يې كتل جائزدي اوعورت حرام دى ترزنګانه بياترنامه پوري دنرعورت دى
دنارينه ونارينه ته كتل
په اتفاق سره دټولومذاهبوداراودى چي نارينه دنارينه نورټول بدن ته وګوري ماسوا دعورت څخه
البته لغړزنوهلكانوته دشهوت په نظركتل حرام دي
دښځوخپل په منځ كي يوله بله پرده كول
ښځه دښځي سره په پرده كولوكي داسي ده لكه يونارينه دبل نارينه سره يعني دنامه څخه كښته بيا ترزنګنوپوري ديوې بلي ته كتل رواندي اوبې ضرورته نورعورت ته كتل رواندي الفقه الاسلاميه ج ۴صـ ۲۶۵۰
ستاسوددوعامحتاج عبدالهادي عمري