غزل     شاعراحمدزى سجادهلمند

دلته ژوندواومړوټولوكلمه ويلې

زموږدهيواد زوكړوټولوكلمه ويلې

خدايه زمازړه كي نابيناخلګ ژوندنسي كواى

ددې جهان وګړوټولوكلمه ويلې

دلته بې پښوخلك ځان وړي دقناعت پرامسا

دلته په تن نيمګړوټولوكلمه ويلې

چي دجانان رخساريې ښكل كړلوپرپرېوتلې

دطايف ګرزاودوړوټولوكلمه ويلې

(سجاده) ټوله پاشل سوي ملغلري ښكاري

داچي پرمځكه لغړي ټولوكلمه ويلې