ليکوال:الحاج محمداسمعيل٭شريعت يار٭                      هلمنددتاريخ په اوږدوكې                        

پرله پسې څلورم څپركى

 

دهلمندپه ولايت كې به دتيرواقعواوپيښولړۍ به نوره هم پسي وغزووترڅولوستونكي وكولاى سي په اسانۍ سره دمهموپېښوڅخه نورهم خبراولازيات معلومات ترګوتو

كړي.

۱-دعربودواكمنۍ په وخت كې په هلمند كې د(۸۰۲)م كلنوپه شااوخواكې پرټولنيزوچارواونوروپرمختګونوبرسيره كرهڼيزوچاروته هم زياته اوټينګه پاملرنه سوې ده چې په لړكې يې

دكرهڼيزوځمكودابادۍ په موخه دهلمندسيندڅخه ويالې اوكانالونه جوړسوه چې ځيني يې اوس هم دلږونښوپه درلودلوسره پرخپل حال پاته دي.

۲-كله چې دطاهري دولت واكمن عبدالله بن طاهرپه(۸۴۴)م كال مړسوزوى يې(دوهم طاهر)دواك پركمبله كښينستۍ اوتر(۸۷۲)م پورې يې حكمراني وكړه دداخلي نظام په ادري جوړښت اوسمبالتياكې پاته راغلى،ډيركمزوري وه دسيستان اوبُست(هلمند)دخلګودپاڅون په نتيجه كې يې واك يوه قوي اوتازه دمه دولت ته پريښود،دادفغانستان صفاري دولت وو.

۳-يعقوب ليث صفاري_يعقوب دليث زوى دمعدل لمسى و،دسيستان دقرنين دكلي اوسيدونكى وودابومسلم په ډول يې دټولنيزوحلقواوكړيوڅخه دتجريبواخستنه كړې وه دزرنج ښارته راغلى

اوديوه مسګر سره شاګردو،مسګربه ورته دهري ورځي دمزدورۍ په بدل كې نيم درهم اجره وركول وروسته ديوې ټولۍ سره چې عياران يې بلل يوځاى شو په لږوخت كې يې دعيارانو

په ډله كې پوره شهرت اوځاى ومونده-صالح-چې ده مطوعه نومي ډلي مشرووپه دې سبب چې ديعقوب په شمول دعيارانوډلي ورسره دبُست دحاكم احمدپه مقابل كې په جګړوكې مرسته كړې

يعقوب ته دبُست(هلمند)حكمراني وركړه وروسته صالح اويعقوب سره مخالف شول يعقوب وتوانيدچې صالح ته په جګړوكې ماته وركړي اودبُست څخه يې تيښتي ته اړكړي-په(۸۵۸)م كال كې

درهم بن نصرسيستاني چې دمطوعه ډلي اودصالح دپوځي افسرانوڅخه ودسيستان اميروټاكل شواويعقوب هم دخپل نفوذاوتاثيرله مخي دبُست پرحكمرانۍ سربيره دسيستان سپه سالاروټاكل شو

دوه كاله وروسته په(۸۶۰)م كال كې يعقوب وكولاى سوه چې درهم بن نصردسيستان عمارت څخه ګوښه اوخپل ځان داميرپه توګه ونوموي.

۴ـاميراحمد چي داسمعيل زوی ؤ دساماني دولت يوتکړه اوبهادره قومندان (بولندوی)ؤپه (۹۱۰)ميلادي کال کي يې بست اوسيستان دصفاري دولت څخه ونيوه دبست نيول په هغه وختونوکي ان تراوسه هم لويه سوبه ګڼل کيږي په (۹۱۳م)کال کي دی خپله هم ددربار دخادمانو لخواووژل سو.

۵ـپه ساماني دوره کي سياسي ،فرهنګي ټولنيز عالمان اوپ،هان روزل کيدل تکړه اوپوه عالمان يې درلودل چي دديني احکامو اوتدريس دندي يې سرته رسولې دديني  چارو دسرته رسولولپاره چي ثقه اومشهورديني عالمان وه زيات يې په هلمند کي اوسيدلي دي ابوسليمان بُستي اوابوهاشم بُستي يې غوره مثالونه يادولای سو.

۶ـسبکتګين جديد الاسلام دالفتګين زوم اوپوزي افسرؤ واکمنۍ ته په (۹۷۷م)کال کي ورسيدی سبتګين دغزنوي دولت موسس اوباکفايت سړی ؤدخراسان دامير لقب يې ځان ته غوره کی په ډير لږوخت کي يې دبايتوز نومي حکمران څخه دبست (هلمند) سمسوره ايالت ونيوی مشهور عالم اوادبي څيره يعني(ابوالفتح بُستي) يې خپل مشاور وټاکه اوابولفتح بُستي دبُست (لښکرګاه) اوسيدونکی وو.

۷ـ مودودبن سلطان مسعود دواکمنۍ دکمزوري کيدو له امله وه چي دواکمنۍ دټغرپه هرکونج کي اولسي غورځنګونه جوړ سوه ددې غورځنګونو دکړيو لومړني غورځنګيان سلجوقيان وه چي په (۱۰۱۴م)کال کي يې دبست پرولايت يرغل وکړ اودجګړولړۍ ورڅخه ونښليدل.

۸ـ دغزنويانو په دوره کي ټولنپزو علمي،ادبي اوهنري ارزښتونوته خاصه پاملرن راواوښته حکاکي،نقاشي ډيره وده وکړه چي دلښکري بازار دنقاشې اودبُست دکلادشيشک معماري (ودانونه) دصنعت دلوړوالي شاهدي ورکوي لښکري بازار اوس دهلوند ولايت  دلښکرګاه ښار (بُست) وشمال اوختيځ پلوته پروت دی اوشمالي اړخ ته يې شمالي اوختيځ اړخ ته يې شرقي لښکربازار ويل کيږي.

۹ـ اخوان الصفاء يوه توندروه يعني بنيادګره ډله وه چي دلسم قرن په منځنيو وختونوکي په بصره اوبغداد کي موجوده وه دخپل وخت دبيلابيلو فنونو په هکله نوموړي ډلي (۵۰)جلده رسالې ليکلي وي (بدون نام ونشان)يې يوه نمونه ده چي ددايرةالمعارف په ډول يې ليکنه سوې ده ددغو ټولګو ا ورسالو دليکونکو څخه يوهم دافغانستان دهلمند اوسيدونکی عالم اباسليمان محمد بن معشر بُستي وو چي په المقدسي سره يې شهرت درلود.

۱۰ـڅه وخت چي دسلطان محمودزوی مسعود واکمن وو اوپه بُست کي اوسيدی يوماشوم چي بلوغ ته نژدې وو په يوه منځنۍ ښوونځۍ کي دقرآن دعلومو په زده کړه بوخت وو ،عبدالغفار نوميدی ډير هوشياراوتنکی وسلطان محمود غوښتل چي عبدالغفار دخپلو درباريانو په ډله کي ورګډ کړي اديب اوفاضل عالم يې دهغه دروزني دپاره وټاکه هلمند په هرپړاو اووخت کي تکړه پوهان درلوده چي تاريخ په بيلا بيل ډول ورڅخه يادونه اوستاينه کوي.

(نوربيا...)