بسم الله الرحمن الرحيم ط

د۱۳۹۰ هجري لمريزكال ددلوې پر۷ نېټه دهلمندادبي بهيرپه تالاركي دجمعې مباركي په ورځ ادبې غونډه وسوه دغونډي دكوربه توب چاري دخداى رحم (صحرايي)پرغاړه وې غونډه دقاري مظهري لخوا دقران مجيدپه مباركواياتونوپرانستل سوه داغونډه دتېرپه شان ددروبرخودلودونكې نه وه بلكه دې غونډي دوې برخي درلودې چي لومړۍ برخه دويناؤاودوهمه برخه ومشاعرې ته ځانګړې سوې وه

غونډه دوينا وپه برخه پيل سوه  دغونډي لومړى ويناوال دبهيرمشرښاغلى سيدمحمدحيرت ؤده دهلمندي فرهنګپالوپريوه ټغرپه راټولېدوسره خوښي وښودل اودبعضوتشوچي په بهيركي موجودي وې ددې نوروملګروپه راتګ سره يې دهغودډكېدوهيله وكړه ددې ارمان دپوره كېدولپاره يې ځوان شاعراوليكوال ښاغلى عبدالهادي عمري په فرهنګي اونشراتي چاروكي دبهيردمرستيال حيث اعلان كړاودبهير دټولوغړوڅخه يې دده سره دهمكارۍ غوښتنه وكړه تردې وروسته دوېنانوبت ماادم صفت الله ته راورسيدى ماهم دبهير دمشر دپرېكړي ملاتړوكړ ترماوروسته دويناوبرخه پاى ته ورسېده اوغونډي دمشاعرې رنګ خپل كړ په مشاعره كي لومړى شاعر چي دريځ ته راوبلل سوښاغلى محمداغابېقرارؤچي خپل شعريې پدې مطلع پيل كړ

په نيمه شپه كي ستايادونه زړه ته غلي راسي

لكه ماشوم چي وخپل مورته پرخپړي راسي

دده په شعركي دراتلونكولپاره دهيلوغوټيووپسرلي ته شېبې شمېرلې ترنوموړي وروسته ښاغلي عبدالهادي عمري ته بلنه وركړل سوه ده خپل شعرپدې بيت سره پيل كړ

ستاصفت دقدروړدى ستامقام دقدروړدى

ترګبين خوږه جانانه ستاكلام دقدروړدى

عمري صاحب په شعركي دالله ذاتي اوفعلي صفتونه كول ترده وروسته ودريځ ته دراولاړېدووياړومستري عبدالحكيم صاحب ته ورپه برخه سومستري صاحب هم مناجات پدې مصريوپيل كړل

ياالهي زموږوطن راته ګلزاركړې

دښمنان يې په غضب ټول ګرفتاركړې

نوموړي دخپل زړه دردپه ډېرساده اووطني الفاظوبيان كړ ترده وروسته ښاغلى معلم محمدموسى يوسفزى  ته ددريځ بلنه وركړل سوه يوسفزي صاحب هم خپل غزل پدې بيت راپيل كړه سترګي دذاته ښايستې دي سترګي مه توروه

ستادواړي سترګي فتانې دي سترګي مه توروه

معلم صاحب كه څه ۴۸ څلوېښت كلن دى خوزړه يې اتلس كلن دى دى هم دښايستوسترګوخبرسوى دى ترده وروسته صحرايي صاحب وياسين الله حيران ته بلنه وركړل ده هم خپله غزل پدې مطلع پيل كړه كله چي زړه مي راته تنګ سي نويوشعروليكم

چي راپيادستاښكلى څنګ سي نويوشعروليكم

ده دښكلوونيلي ته دسپرلۍ لېوالتياوښودل ترده وروسته ښاغلي رحمت الله خبرصاحب ته بلنه وركړل سوه ده دالله جل جلاله دعظيم ذات صفت پدې بيت سره پيل كړ

بې مثاله بې زواله بې مكانه

اى كريمه اى رحيمه اورحمانه

خبرصاحب دبهيرتصوفي شاعردى چي همېشه بهيرته صوفيانه شعرونه راوړي ترخبروروسته نوبت عصمت الله افغان ته ورسېدى افغان هم دنوروشاعرانوپه شان دكندهاردطنزي شاعربېباني صاحب يوطنزي شعرولوست 

پښتون سړى چي په پردوپوري وي

لكه مستي چي په برېتوپوري وي

ددې شعرپه اورېدوغونډه والوڅولحظې وخندل ترنوموړي وروسته نوبت ښاغلي لالاخان خروټي ته ورسېدى خروټي صاحب هم خپل شعرپدې بيت سره پيل كړ

ستاخولګۍ ده په خولوكي ګوړه ګوړه

راته ښكاري په زبېښوكي ګوړه ګوړه

خروټي صاحب په غزل كي څه شوخي هم ورګډه كړې وه ترده وروسته نوبت خوږ اوازه نعت ويونكي ښاغلي محمدعالم مجبورصاحب ته ورسېدى مجبورصاحب دښاغلي عبدالهادي عمري صاحب يوحمدپه خپل خوږاوززمزمه كړترنوموړي وروسته محمدنعيم ملګرى دريځ ته راولاړسوده هم خپل غزل شعرپدې بيت پيل كړ

دلته نسته يارته ورته چي يې ګل رخسارته ورته

لونګين يې كړم په غاړه بل به نه وي هارته ورته

دملګري صاحب اصلي ژبه بلوڅي ده خودى اكثره شعرونه په پښتوليكي ترده وروسته صلاح الدين مخلص دريځ ته راولاړسوده هم خپل پدې مصريوراپيل كړ

ابليس چي وباباادم ته كړې سجده واى

نوولي په قيامت كي به دده مېنه سپېره وا

ترده وروسته تكړه شاعرښاغلى عطامحمدسېلاب دريځ ته راغى ده خپله غزل پدې بيت پيل كړه

خلك ماښام ځي دياركورته ته سهارپاته سې

نصيبه ولي داسي هروختي پرلارپاته سې

ترده وروسته قاري كارياب ته بلنه وركړل سوه چي يونعتيه كلام يې په ترنم كي ولوست ترده وروسته ښاغلي صحرايي صاحب زمري بستي ته بلنه وركړه ده هم خپله غزل پدې بيت سره پيل كړه

هغه ښكلى ښه ماښام چي سي ماښام

راته سي دخيال امام چي سي ماښام

ترنوموړي وروسته ښاغلي محمدنعيم بهيرصاحب ته بلنه وركړل سوه ده هم په ترنم كي يوترانه زمزمه كړه ترده وروسته مظهري صاحب خپله غزل پدې بيت سره پرانستل

په كلي داغياركي دي جانانه لټوم

په څاڅكوڅاڅكواوښكودي ګرېوانه لټوم

ترنوموړي وروسته امين صاحب دريځ ته راغى ده هم خپل شعرپدې مطلع پيل كړ

زه بې علمه نابينايم زندګۍ كي

زه ژوندى يم لكه مړى په نړۍ كي

پښتون يارصاحب هم هغه څوك ؤچي ترامين صاحب وروسته دشعرويلولپاره راوبلل سوده هم يوغزل شعرولوست ترده وروسته رفيقي صاحب دخپل نوبت شېبې شمېرلې ترڅوچي ده ته هم وارورسيددريځ ته دورتلوبلنه وركړه سوه ده خپل غزل پدې مصريوپيل كړ

خدايه ظالم ته وس دزورورنكړې

سترګې ړندې كړې پكښي شورورنكړې

ترده وروسته ښاغلي عبدالقادركمين صاحب دريځ ته راغى اوخپل شعريې پدې بيت دغونډي برخوالوته واوروى

چي په سينه كي مي هغه داورانګارپاته دى

ملګرووګورى لستوڼي كي مي مارپاته دى

دكمين صاحب ترشعرويلووروسته نوبت فيض محمدته ورسيدى ده هم ده يوغزل شعرولوست

اجل تړلي دي ترشازماداغبرګ لاسونه

رارسېدلي دي ترمادغه ستاغبرګ لاسونه

دامهال د مشاعرې شېبې هم دپاى خواته نژدې سوي وې مشاعره دمعمول سره سم دوروستي شاعرترشعرويلوپوري پرانستې وه چي ښاغلي عزيزاحمدهنرته بلنه وركړل سوه ده دپسرلي په زيري دغه ډالى راوړي وې

جانانه راغى پسرلى نوته به كله راځې

په انتظاردي سم لوګى نوته به كله راځې

ترده وروسته ښاغلى نعيمي صاحب دريځ ته راوبلل سوده اوامين الفت يويوشعرولوست چي دمشاعرې وروستي شاعران همدوى وه

وروسته دغونډي دارزيابۍ لپاره ښاغلى عطامحمدسېلاب دريځ ته راوبلل سوده دغونډي ارزيابي وكړل اوداونى غوره شعريې اعلان كړچي دښاغلي مخلص صاحب شعرؤ

مشاعره دلومړي سرڅخه بيا ترپايه پوري په چكچكوبدرګه سول

په دوعايه ويناپاى ته ورسېدل