دمېرمني حقوق اودهغوى ارزښت په اسلام كي
ليكوال:مفتي محمدتقي (عثماني)
ژباړونـــكى:عبدالهادي(عمري)
دكتاب پېژند نه
دكتاب نوم: دمېرمني حقوق اودهغوارزښت
ليكوال: مولانامفتي محمدتقي عثماني دامت فيوضاته
ژباړونكى: مولوي عبدالهادي(عمري)
كمپوز : سردارمحمد(صديقي)
ډيزاين : عمري
خپرندويه: بست فرهنګي ټولنه
چاپ چاري : غوث الله (مجروح)
دپښتۍ ډيزاين : رازمحمد (كاتب)
چاپ كال : ۱۳۸۹
چاپ شمېر : ۵۰۰ټوك
دژباړونكي خبري
خوشحاله يم چي دحضرت مولانامفتي محمدتقي عثماني ديوې ليكني كومه چي اسلامي بڼه لري پرژباړه بريالى سوم لكه څنګه چي حضرت تقي عثماني په نامه كي تقي دى داسي يې ليكنه دتقواپه معيارتنظيم اوښكلې ده.
زموږپښتون ټبردښځوپه هكله ډېرناخبره دى كوم چي حقوق،اعتبار،اوارزښت چي داسلام مبين دين ښځوته وركړى دى اودښځودعاجزي طبقې دقوت اوتسليت لپاره يې دهغوى درعايت خيال ساتلى دى اودايومثبت حقيقت دى چي اسلام مذهب دښځو دعفت اوعزت ساتندوى مذهب دى.
كه څه هم دمولاناتقي عثماني صاحب ليكنه دښځودحقوقواوارزښتونوپه بنسټ دايات اواحاديثوچي استحكام قوي ليكنه ده نه يواځي چي دښځودحقوقودبيان اوتشريح څرګندونه كوي بلكه په اړخ كي يې دطريقت ،اخلاقو،حلم اوخلګوته دهغوى دسمون لپاره لاري چاري هم په ډيرلنډاوخلص ډول تشريح سوي دي .
داليكنه په اردوژبه ده نوم يې وو(بيوي كي حقوق اوراسكي حيثيت)دى ماسرترپايه ولوستله له هغوټكو چي په اسلام كي يې دښځودحقوقو،حلم ،اخلاقواوطريقت په هكله زيات تفصيل درلودزړه راته وويل چي ډېربه ښه وي كه پښتون ټبرله همدې اسلامي اوشرعي معلوماتوخبرسي.
كه څه هم دوه كاله مخكي همدااردوكتاب ماپه پښتوژبه وژباړه خودكمپوز،سمون اوډېزاين توان يې اوس راپه برخه سوهيله منديم چي پښتانه وړونه به داكتاب په غورولولي اودعمل په ډګركي به ورڅخه سالمه ګټه پورته كړي خداى (ج) دي مولوي عبدالمنان (منيب )ته خيروركړي چي نوموړۍ اردو كتاب يې دډالۍ په ډول ماته راكړ.
دمحترم ورورمولوي حكمت الله (راغب) څخه هم يوه نړۍ مننه كوم چي ددې كتاب په ژباړه كي ئې زماسره نه ستړي كېدونكي هلي ځلي كړي دي
دپښتوژباړي نوم يې (دمېرمني حقوق اودهغوارزښت ) كښېښودل سو.
ګرانولوستونكوته وړانديزكوم چي په املايي غلطۍ ماګرم ونه ګڼي اوما ژباړونكي ته دايمان دښې خاتمې دعاوكړي
په درنښت
ستاسوورور عبدالهادي (عمري)
دمېرمني حقوق اودهغوارزښت
الحمدلله نحمده ونستعينه ونستغفره ونوءمن به ونتوکل عليه ونعوذبالله من شرورانفسناومن سيئت اعمالنامن يهده الله فلامضل له ومن يضلل فلاهادی له، ونشهدان لااله الاالله وحده لاشريک له ونشهدان سيدناوسندناونبيناومولانامحمداعبده ورسوله صلی الله عيله وسلم تسليما کثيرا.
امابعد:= فاعوذبالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
وعاشرواهن باالمعروف(سورة النسآء).
قال الله تعالی:= ولن تستطيعوا ان تعدلوابين النسآء ولوحرصتم فلاتميلواکل الميل فتذروها کالمعلقة وان تصلحوا وتتقوافان الله کان غفوراً رحيما.
وعن ابي هريرة (رض) قال: قال رسول الله صلی عليه وسلم استوصوا بالنسآء خيراً فان المراة خلقت من ضلع وان اعوج مافی الضلع اعلاه فان ذهبت تقيمه کسرته وان ترکة لم يزل اعوج فاستوصوا بالنسآء( صحيح بخاري کتاب النکاح باب المداراة مع النسآء حديث ۵۱۸۴).
دبندګانودحقوقوارزښت
ددغوقرآني ايات اونبوي حديث په رڼاكي علامه نووي رحمة الله عليه دبندګانودحقوقوبيان شروع كوي، يعني الله تعالى اودده پيغمبرنبي كريم صلى الله عليه وسلم چي دبندګانوكوم حقونه ضروري بللي دي، اودكومو دساتني حكم چي يې كړى دى، دهغوبيان ددې ځايه څخه شروع كوي.
دبنده ګانوحقونه (حقوق العباد) ددين ډيره مهمه برخه ده، اودا ځكه مهمه برخه ده چي دخداى حقوق(حقوق الله ) په توبه سره بخښل كيږي يعني خداى مكړه كه چيري په حقوق الله كي څه كمى دسړي څخه وسي، نو علاج يې ډير اسانه دى، چي انسان پښېماني وكړي ، دزړه داخلاصه توبه اواستغفاروكړي،پښېماني يې قبليږي ، ليكن دبندګانو حقونه داسي دي كه چيري په هغوكي دچاڅخه كمى راسي ، پرهغه پښيمانه سي ،پرهغه توبه اواستغفاروكړي، بياهم هغه ګناه نه بخښل كيږي ترڅوچي وحقدارته خپل حق ونه رسوي ،يايې
دحق څښتن ونه بخښي. نوځكه د بنده ګانود حقو نو (حقوق العباد)معامله ډيره درنه ده.
دبنده دحقونو څخه بې پروائي
څومره چي دبنده ګانو دحقونو(حقوق العباد)معامله مهمه ده، همدومره پكښي لاپروايي عامه ده ،موږ خودڅوعباداتونوم دين ايښى دى ،يعني لمونځ،روژه،حج،زكات،ذكر،تلاوت،تسبيح اوداسي نور.داشيان موږدين ګڼو، ليكن حقوق العباد(دبنده ګانوحقونه )موږله دين څخه ايستلي دي، دبنده ګانود حقوقو په نه وركولو مو ددين په تعمير كي نقصان محسوسيږي، په داسي حال كي چي بنده ته دغفلت په سبب د حقوقونه مراعاتول جرم هم نه معلوميږي.
((غيبت)) دبنده ګانو دحقوقو (حقوق العباد)په تلف كي شامل دى
ددې ساده مثال دادى چي :خداى مكړه يومسلمان دشراب څښلوعادت لري، نوهر مسلمان چي هغه لږهم له دين سره جوړوي ، دابده ګڼي، اوخپله شراب خور هم پرخپل كارپښيمانه سي، چي زه دګناه كاركوم، ليكن يوبل سړى دى چي دخلګوغيبت كوي، دغه غيبت كوونكى په ټولنه كي دشراب څښونكي په څيرنه ګڼل كيږي ،اونه غيبت كوونكى خپل ځان مجرم او ګناه كاربولي ، دګناه په اعتبارشراب څښل چي څومره غټه ګناه ده، غيبت كول هم دومره غټه ګناه ده، بلكه غيبت كول په دې لحاظ ترشرابوڅښلوډيرناوړه ګناه ده، په قران كريم كي الله پاك ددې داسي مثال وركړى دى ، فرمايلي ئې دي :دغيبت كولو والا داسي مثال دى: لكه دمړه ورور دغوښوخوړلو والا، ليكن ددې ناكاره والي سره سره په ټولنه كي داګناه عامه سوې ده، نه به وي داسي چي يومجلس ددې كارڅخه خالي وي، اوبيا لا بد هم نه ګڼل كيږي، ځيني بيا داسي هم وايي چي ددين دښه يابد مجلس سره هيڅ تعلق نسته .
احسان هروخت په كاردى
زموږشيخ حضرت ډاكټرعبدالحي صاحب قدس سره(الله تعالى دي دهغوى درجې ورلوړي كړي آمين)يوه ورځ يې وويل چي يو سړى وماته راغلى په ډيرفخراوخوشحالۍ سره يې وويل دالله شكردى چي وماته د(احسان) درجه حاصله سوه، (احسان) يوه لويه مرتبه ده چي دهغه په هكله په حديث شريف كي داسي راځي :=
ان تعبدالله كانك تراه فان لم تكن تراه فانه يراك (صحيح بخاري ،كتاب الايمان ،باب سوال جبريل حديث نمبر۵۰.
يعني دالله تعالى عبادت داسي وكړ ه لكه ته چي الله تعالى (ج) وينې ،اوكه دانه سي كيدلاى نولږترلږه په دې خيال سره عبادت وكړ ه چي الله تعالى تاويني، ودې مرتبې ته (احسان) ويل كيږي = هغه ښاغلي وحضرت ته وويل چي وماته داحسان درجه حاصله سوې ده.
حضرت ډاكټرصاحب و فرمايل : چي ماوهغه سړي ته مباركي وركړه اوورته ومي ويل چي الله پاك دې ستامبارك كي.، داخوډيرلوى نعمت دى، البته زه ستاڅخه يوه خبره پوښتم چي اياوتاته دغه داحسان مرتبه يوازي په لمانځه كي حاصليږي؟اوكه دخپل ښځي اوبچيانوسره دګذارې كولوپه وخت كي هم؟يعني دخپلي ښځي اوبچيانوسره دګذارې كولوپه وخت كي هم داخيال درته راځي چي الله پاك ماويني اوكه يا؟
هغه ښاغلي په جواب كي وويل چي په حديث كي خوداراغلي دي چي كله عبادت كوئ نوداسي عبادت وكړى چي ګوياالله پاك تاسو ويني ،احسان خويوازي په عبادت كي دى، موږدابلل چي د(احسان) تعلق يوازي دلمانځه سره دى دنوروشيانوسره داحسان تعلق نسته، حضرت ډاكټرصاحب ورته وويل: ماله دې وجهي ستاڅخه پوښتنه وكړه چي نن سباپه عامه توګه داډول غلطۍ ليدل كيږي چي احسان يوازي په لمانځه كي په كاردى ،ياپه ذكراوتلاوت كي په كاردى، اوحال داچي احسان په هركاركي په كاردى، دژوندپه هره مرحله اوبرخه كي په كاردى ،كه پردوكان باندي كښېنې تجارت كوې هلته هم احسان په كاردى، يعني په زړه كي به دي دايقين ثابت وي چي الله تعالى ماويني، چي كله ترلاس لاندي كسانوسره دنيا وي معاملات كوې داوخت هم احسان په كاردى، كله چي دخپل ښځي ،بچيانو،دوستانو،يارانواوهمسايه ګانوسره معاملات كوې داوخت هم بايددايقين پوخ وساتې چي الله تعالى ماويني، په حقيقت كي داحسان مرتبه داده ،.اويوازي ترلمانځه پوري تړلې نه ده.
هغه ښځه به دوزخ ته ځي
ښه پوه سى چي دنبي كريم (ص) ښوونه زموږدژوند دهري برخي سره تړلې ده، په يوه حديث كي راځي چي دحضوراقدس (ص) څخه ديوې ميرمني په هكله پوښتنه وسوه چي يا رسول الله! يوه ښځه ده شپه او ورځ په عبادت اخته ده، نفل لمونځونه،ذكراوتلاوت ډيركوي، هروخت په دغه كي مشغوله اوسيږي، ددې ښځي په هكله ستاڅه رايه ده چي ددې اخربه څنګه وي ؟نوده مبارك(ص) وپوښتل دهغه اصحابوكراموڅخه كوم چي ددغي ښڅي همسايه وه داسي چي ددغي ښځي ګذاره دخپلوهمسايه ګانوسره څنګه ده؟اصحابوكراموورته وويل دهمسايه ګانوسره ددې ګذاره ښه نه ده، دهمسايه ښځي ددې څخه خوشحاله نه دي .ده مبارك (ص) وفرمايل: چي دغه ښځه به دوزخ ته ځي .(الاداب الفْطروالبخاري ۴۸ رقم ۸۱۱ باب مايوْ ذي جاره)
هغه ښځه به جنت ته ځي
بيايې ديوې داسي ښځي په هكله دده مبارك څخه پوښتنه وكړه چي نفلي عبادتونه يې ډيرنه كوله، يوازي به يې په فرضونو، واجباتواو موكده سنتو بس والى كاوه، نوافل،ذكر،اوتلاوت ئې نه كاوه، مګردهمسايه ګانواونوروخلګوسره ددې ګذاره سمه وه ،ده مبارك (ص) وفرمايل دغه ښځه به جنت ته ځي.
مفلس څوك دى؟
په دغه حديث كي انحضرت (ص) داخبره روښانه كړې ده چي كه چيري څوك نفلي عبادت وكړي نوداډېره ښه خبره ده، اوكه چيري نفلي عبادت ونكړي نوپه اخرت كي سوال نه ورڅخه كيږي، يا په بله معنى نه ور څخه پوښتل كيږي چي تا نفلي عبادات ولي ونكړه؟ځكه دنفلومطلب همدغه دى چي څوك يې وكړي ثواب وركول كيږي اوكه يې ونكړي نوسوال هم نه ځيني كيږي ،ليكن دبنده ګانو حقونه( حقوق العباد)هغه شى دى چي ددې په هكله دقيامت په ورځ سوال كيږي، اوپردې باندي دجنت اودوږخ فيصله موقوفه ده، . په يو ه حديث كي راغلي دي حضوراقدس (ص) فرمايي: مفلس هغه څوك دى چي دقيامت په ورځ په ډېره لويه پيمانه سره يې لمونځونه اوروژې راوړي وي ليكن په دنياكي ئې ديوچاحق خوړلى وي ،ويوچاته يې بدويلي وي،ديوچازړه يې ازاركړى وي،دچازړه يې زهيركړى وي ،اوس يې نتيجه داسوه چي كم څه اعمال يې دځانه سره راوړي وه هغه يې ټوله نوروته وركړه اودنوروګناهونه پرده واچول سوه نوځكه دحقوق العباد(دبنده ګانو دحقونو ) باب دشريعت دډيرومهمو بابونوڅخه دى.
حقوق العباد(دبنده ګانو حقوق) د دين د څلوروحصوڅخه درې حصي دي
په (اسلامي فقه) كي دشريعت احكام بيانيږې داكه چيري پرڅلوروبرابروبرخوباندي ووېشل سي نوددې يو ه برخه دعباداتوپربيان باندي مشتمله ده ،پاته درې برخي يې دحقوق العباد(دبنده ګانو حقوق)په بيان كښي دي، يعني معاملات اومعاشرات يې بيان كړي دي .
دمثال په توګه تاسي دفقي مشهوركتاب (هدايه) وګورئ چي پرڅلوروبرخوباندي مشتمله ده، دهدايې په اول جلدكي دعباداتوبيان دى چي په هغه كي دپاكۍ،لمونځ،روژې ،اوحج احكام بيان سوي دي پاته درې جلدونه دمعاملاتو،معاشراتو،اودحقوق العبادسره اړه لري، له دې څخه اندازه كېدلاى سي چي حقوق العباد،ددين درې څلوردى نوځكه داډيرمهم باب ګڼل كېدونكى دى، الله تعالى دي په خپل رحمت سره، دعمل په جذبې سره دويلواو اورېدلوتوفيق راكړي، اودخپل رضااوخوښۍ سره دي موافق دحقوق العباد(دبنده ګانو دحقوقو )داداكولوتوفيق راكړي (آمين)
داسلام څخه وړاندي دښځي حالات
علامه نووي (رح) اول باب انتخاب كړى دى، (باب الوصية بالنسآ) يعني دهغونصيحتونو په هكله كوم چي حضوراقدس (ص) دښځودحقوقوپه اړوندويلي دي ،اوترټولويې د مخه داباب ځكه انتخاب كړى دى چي ترټولو ډېره بې انصافي اوترټولوډېر كمۍ په دغه حق كي كيږي.
مخكي تردې چي اسلام نه وو راغلى، نبي كريم (ص) ښودني نه وې كړي ،ترهغه وخته ښځه داسي مخلوق ګڼل كېده ،اوداسي فكركيدى چي ښځه معاذالله دانسانيت څخه وتلې ده، اوددې سره دپسونو اومېږوپه شان رويه كېدله ،ودې ته دحقوقودوركولوڅخه ډډه كېدله ،په هيڅ كاركي ددې دحق پروانه كيدل ،اوښځه داسي بلل كېدله، لكه يوچاچي په خپل كوركي مېږي اوپسونه روزلي وي، بلكل په همدغسي طريقه باندي به يې يوه ښځه كور ته راوستله، اوكښېنوله به يې ،دچال چلندپه اعتباركي به ددواړوپه منځ كي توپيرنه وو.
دښځوسره ښه چلندكول
حضورا قدس (ص) اول ځل پدې دنياكي كومه چي داسماني هدايت څخه ګرځېدلې وه دښځودحقوقواحساس وكړ،اوويل به يې چي دښځوسره ښه چلندكوئ.
علامه نووي(رح) ترټولودمخه دقرآن كريم يوآيت نقل كړ، چي په دې باب كي ترټولوجامع آيت دى فرمايي:(وعاشروهن بالمعروف)په دې ايت كي وټولومسلمانانوته خطاب دى چي تاسودښځوسره (معروف)يعني په نيكه رويه سره ژوندتيركړئ، اوله هغوى سره چي گذاره كوى ،نوهغوى ته تكليف مه رسوئ، داعام هدايت دى، داآيت ګوياددې باب متن اوعنوان دى. اوحضوراقدس (ص)ددې آيت
تشريح په خپلو اقوالو اوافعالو باندي وكړله، اودده مبارك سره دښځو دښه چلنددومره غم وو چي ده مبارك وويل:
(خياركم خياركم لنساء هم واناخياركم لنسائى)
ژباړه :په تاسوكي ترټولوغوره كسان هغه دي كوم چي دخپلوښځوسره ښه چلندكوي اوزه په تاسوكي دخپلوښځوسره ښه چلندكوونكى يم.
(ترمذي _ باب ماجاء في حق المراة على زوجها حديث نمبر۱۱۷۲)
انحضرت (ص) ته دښځودحق ساتلواوله هغوى سره دښه چلندكولودومره غم وو چي په بې حسابه حديثوكي ددې تشريح سوې ده، ځكه چي په اولني حديث كي دحضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى چي رسول الله(ص) ارشادكوي (استوصوابالنسآء خيراً)
ژباړه:زه وتاسوته دښځوپه هكله دښېګڼي نصيحت كوم.
قرآن كريم يوازي اصول بيانوي
له وړاندي تللو څخه مخكي زه دلته يوه خبره وړاندي كوم. په قرآن كريم كي تاسي وګورى چي په عام ډول قران كريم غټ غټ اصول بيانوي، تفصيلاتواوجزئياتوته نه ځي ،تردې چي لمونځ مهم ركن او ددين ستن ده، قران كريم (۷۳) ځايه حكم كړى دى ،چي لمونځ قايم كړئ.
ليكن لمونځ څنګه كيږي ؟ طريقه يې څنګه ده؟ ركعتونه يې څودي؟اوپه كوموشيانولمونځ فاسديږي؟په كوموشيانولمونځ نه فاسديږي؟داتفصيلات قران كريم نكړه بيان ،دايې درسول الله (ص) پرتعليماتوباندي وسپارل ،ده مبارك په خپل سنت سره وفرمايل .
دغه ډول دزكات حكم هم په قران كريم كي زيات وكم دومره واره راغلى دى .
دزكات نصاب څه شي دى؟پرچافرض كيږي؟څومره فرض كيږي ؟پركوموكوموشيانوفرض كيږي؟داتفصيلات قران كريم بيان نه كړه. ليكن دنبي كريم(ص) پرتفصيلاتويې وسپارل، دامعلومه سوه چي قران كريم په عام ډول سره اصول بيانوي تفصيلات اوجزيات نه بيانوي.
كورنى ژونددټول چاپېريال بنسټ دى
دنراوښځي كورني اړيكي داسي چي قرآن كريم يې باريك، باريك، جزئي، جزئي مسائل په صراحت سره بيان كړي دي ،نو يويوشى ئې خلاصه بيان كړى دى، اوبياوروسته نبي كريم صلى الله عليه وسلم دهغه تشريح فرمايلې ده ددې څه وجه ده ؟
ددې وجه داده چي: دنارينه اوښځي كمي اړيكي دي ،اودانسان چي كوم كورنى ژوند دى، دادټول چاپېريال بنسټ دى، اوپردې باندي دټول تهذيب اوانتظام ودانۍ ولاړه وي ،كچيري دنارينه اوښځي اړيكي ښې وې، اويودبله ئې خپل حقونه سره اداكول، نودهغه كورنظام برابريږي، اودكوردنظام دبرابروالي په وجه اولادسميږي ،اوداولاد دسموالى په وجه چاپيريال سميږي ،اوپردې باندي دټول چاپېريال وداني ولاړه ده، ليكن كچيري دكورنظام خراپ وي، دخاونداوښځي په منځ كي شپه اوورځ په ته !ته! كي تيريږي، نوددې اثرپراولاد لويږي، اودهغه داولادڅخه چي كوم قوم جوړيږي، ته څه فكركوې چي هغه به يوښايسته قوم وي ؟
له دې وجي دې ته عائلي احكام يعني دكوردرلودلواحكام ويل كيږي، ځكه قرآن كريم دهغواړيكوكوچني كوچني خبري هم بيان كړلې.
(دښځي دچپې پښتۍ څخه دپيداكېدلومعنى
ددې لپاره نبي صلى الله عليه وسلم ډېره ښه تشبيه بيان كړې ده، اوداداسي دزمانې نادره اوحكيمانه تشبيه ده، چي داسي تشبيه موندل مشكل كار دى.
فرمايي چي: ښځه دپښتۍ څخه پيداسوې ده، ځيني خلګوددې تشريح داسي كړې ده، چي الله تعالى ترهرڅه مخكي حضرت ادم عليه السلام پيداكۍ، دده څخه وروسته ئې حضرت هوا دده دپښتۍ څخه پيدا كړه ،اوځيني علماؤ ددې تشريح داسي كړې ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: دښځي مثال دپښتۍ غوندي دى، لكه څنګه چي پښتۍ په كتلوكي كږه معلوميږي ،داسي ددې ښائست اوددې صحت په كوږ والي كي دى، كچيري يوسړى وغواړي چي پښتۍ سيده كړي نونه سيده كيږي ،خو ماتيږي ،كچيري ئې ته بيرته جوړوې ديوه پلسترپه ذريعه سره بيرته به كږه جوړيږي
دغه ډول ئې په حديث شريف كي هم فرمايلي دي چي:
ان ذهبت تقيمها كسرت ها .ژباړه :كچيري ته داپښتۍ سيده كول وغواړې نوهغه به ماته سي.
وان استمتعت بهااستمتعت بها وفيها عوج.ژباړه: اوكچيري ددې څخه فايده اخيستل غواړې نوددې دكوږ والي سره به فايده ځني واخلې ،داډېره عجيبه اوناپېښه حكيمانه تشبيه ده چي نبي عليه السلام فرمايلې ده.
دادښځي ناسمتيا نه ده
ځيني خلګ داتشبيه دښځي په ناكاره والي كي استعمالوي، چي ښځه دكږې پښتۍ څخه پيداسوېده، لهذاددې اصل كوږوالى دى.وماته دخلګوزيات خطونه راځي ، په هغوكي ډيرخلګ داليكي چي ښځه خودكږې پښتۍ څخه پېداسوې ده ،ګوياچي دادبدوالي اوناكاره والي په ډول استعمالوي، حال داچي خپله دنبي كريم(ص) دوينامطلب هم دا نه دى.
دښځي كوږوالى يوپيدائشي ضرورت دى
خبره داده چي الله (ج) نارينه دڅه جلاصفتونواوښځه دنوروجلاصفتونوسره پيداكړي دي .ددوى دواړوپه پيدائښت كي فرق سته ،دهمدې فرق له امله نارينه دښځي په هكله داګمان كوي چي دازمادطبيعت اوفطرت څخه مخالفه ده ،حال داچي ښځه ستادطبيعت مخالفه كيدل يوعيب نه دى، ځكه چي دايې دپيدائښت ضرورت دى ، هغه بايدكږه اوسي، يوڅوك چي دپښتۍ په هكله داويل وكړي چي په پښتۍ كي كوم كوږوالى دى هغه ددې عيب دى ښكاره ده چي داعيب نه دى، بلكه دايې پيدائشي ضرورت دي ،چي كږه به وي نوځكه نبي كريم (ص) داارشادكوي:كه چيري په ښځه كي تاسوته داسي خبره په سترګو كېدل چي ستاسودطبيعت مخالفه وي اودهغه په وجهه تاسوهغه كږه بولى، نوددې په وجهه يې كمئ مه كوئ، بلكه داددې دفطرت تقاضاوبولئ، اوكه چيري تاسوهغه سيده كول وغواړى، نوهغه ماتيږي ،اوكه چيري ورځني فايده
اخيستل غواړى، نودكوږوالي سره هم ورڅخه فايده اخيستلاى سى.
ناخبرتيادښځي لپاره ښائست دى
دننني عصرحساب وكتاب چپه دى، نوځكه اندازې بدلي سوي دي ،فكرونه بدل سوي دي ،كه نه خبره خوداده چي كوم شى دنارينه په حق كي عيب وي هغه ډيرځله دښځي په هكله ښائست اوښه والى وي، كه چيري موږ قران كريم په غورسره ووايو،نودقران كريم څخه دامعلوميږي چي كوم شى دنارينه په حق كي عيب وي هغه شى يې دښځي په حق كي ښائست ګرځولى وي ،اوودې ته يې دنيكۍ اوښه والي خبره ويلې ده، مثلاً دنارينه په حق كي داخبره عيب ده چي هغه جاهل اوغافل وي ،ددنيادحالاتوخبرنه وي، له دې وجهي چي پرنارينه باندي الله پاك ددنيادكارذمه واري ايښې ده، نودده سره بايدعلم هم واوسي، اوخبرهم بايدوي، كه چيري خبرداره نه وي ،نودادنارينه په حق كښي عيب دى، ليكن قرآن كريم غفلت دښځي په هكله حسن بللى دى ،لكه چي په سورت نوركښي فرمايي:(ان الذين يرمون المحصنات الغافلات المومنات (سورت النور۳۲).
ژباړه:هغه خلګ چي پرداسي ښځوباندي تهمتونه وايي چي پاك لمنې وي اوناخبره وي يعني ساده وي ددنياد(چالاكيو)څخه ناخبره وي، نوددنياڅخه بې خبري يې دښځي لپاره يودحسن دصفت په ډول باندي قرآن كريم بيان كړه ،معلومه سوه چي ښځه كه چيري ددنيادفتنه پارولوڅخه ناخبره وي يوازي خپل فرائض پيژني، اوددنيادكاروبارسره دومره بلدتيانلري ،نودادښځي په حق كي عيب نه دى ،بلكه دايې دحسن صفت دى كوم چي قرانكريم دحسن دصفت په توګه ذكركړى دى.
په زورسره دسمولوكوښښ مه كوئ
له دې وجهي نه كوم شى چي دنارينه په حق كښي عيب دى دښځي په حق كښي عيب نه دى، اوكوم شى چي دنارينه په حق كښي عيب نه وي هغه كله ناكله دښځي په حق كښي عيب وي، نوځكه كه چيري تاسوله دوى څخه داسي شى وليدى كوم چي ستاسوپه حق كښي عيب وو،ليكن دښځي لپاره عيب نه وو،ددې په وجهه دښځي سره بده ګذاره مه كوئ ،ځكه چي دپښتۍ كېدومعنى داده چي هغه خپل دپيدائښت په اعتبارستاسوڅخه په طبيعت كي مخالفه ده، نواوس يې په زوره دسمولوكوښښ مه كوئ.
دټولو جنجالو ريښه
دادنبي كريم(ص) ارشاددى اودده مبارك څخه زيات دنارينه اوښځي په نفسانياتو باندي هيڅ څوك ډيرخبرېدلاى نسي، ځكه حضوراقدس (ص) دټولوجنجالوريښه راګيركړه چي ټول جنجالونه يوازي په دې وجهه كيږي ،چي نارينه داغواړي ، لكه څنګه چي زه خپله يم ښځه دي هم دغسي جوړه سي .
نووروره!داخودداسي جوړېدلوڅخه پاته ده ،كه چيري ته دغسي جوړول وغواړې نوماتيږي، له دې امله دافكر پرېږده. هوكې، كوم شى چي ددې په حق كي، ددې دحالاتوپه لحاظ سره، ددې دپيدائښت اوسرنوشت په لحاظ سره ،ددې لپاره عيب وي، دهغوداصلاح فكروكړه، اودهغواصلاح دنارينه ذمه واري ده، ليكن كه چيري ته داوغواړې چي هغه دي بالكل ستاسي دمزاج اوطبيعت موافق سي، نوداسي كېدلاى نسي.
ددې به يوعادت هم ښه وي
ددې باب دوهم حديث هم دحضرت ابوهريره (رض) څخه روايت سوى دى:
(عن ابي هريره (رض) قال :قال رسول الله (ص) لايفرك مومن مؤمنة ان كره منهاخلقارضى منهاآخر).(صحيح مسلم ،كتاب الرضاع،باب الوصية بالنسآء)
په دې حديث كي نبي كريم (ص) يوحكيمانه اصل بيان كړ، چي مومن نارينه به ديو ې مومني ښځي سره بالكل بغض نه كوي يعني دادي نه كوي چي داووايي: چي په دې كښي خوهيڅ ګټه نسته، كه چيري ددې يوخوى دچا ناخوښ وي نويوبل ښه خوى به هم ولري.
اول اصل نبي كريم (ص) داسي بيان كړى دى، چي كه چيري دوه انسانان يوځاى اوسيږي اويودبل يوه خبره ښه وي اوبله يې بده درته معلوميږي ،نوپه دې وجهه يې مطلق خراب مه بوله، بلكه داوخت دده دښه صفتونويادونه وكړه، آخرخوبه په ده كښي يوښه صفت هم موجودوي، بس ددې صفت په يادوني سره دالله شكرآداكړه چي دغه ښه والى په دې كي سته كه چيري ته دغه عمل اختياركړې كېدا ى سي چي كومي بدى چي په دې كي دي ستاپه زړه كي دهغودومره ارزښت پاته نه سي .
اصلي خبره داده چي انسان ناشكره دى چي يودوې درې خبري يې ناخوښي سوې اوبدي پرولګېدې هغه دځانه څخه واخلي چي هرځاى كښيني داوايي چي په دې كي دانواقص سته دښه والي وطرف ته يې فكرنسته نوله دې وجهي څخه هروخت په فريادګرځي اوهروخت ددې نواقص بيانوي او ددې په نتيجه كي دى بدچلندورسره كوي .
هرشى دخيراوشرڅخه خالي نه دى
په دنياكي هيخ شى داسي نسته چي په هغه كي يوبدي نه وي اويونيكي هم پكښي كې وي الله تعالى دادنياجوړه كړې ده اوپه دنياكي يې هرشى دخيراوشرڅخه خالي كړى نه دى هيڅ شى په دې كائناتوكي مطلق خيرنه دى اونه هيڅ يوشى شرمطلق دى په دې كي خيراوشرسره ګډېږي يوكافريامشرك يايوبدانسان كه چيري په ده كي څېړنه وسي چي نه وي خامخايوه ښېګڼه ضرورپيداكيږي
دانګريزي يومتل دى
– اوزموږدخوږنبي صلي عليه وسلم ارشادفرمايي چي دحکمت خبره دمومن ورک سامان دى چيري چي ئې و موندۍ هغه دي اخلي، لهذا دانګريزي متل کيدو څخه دالازمه نه ده چي هغه دي ضرورغلط وي ،خبره ډېره حکيمانه ده.
– يوچاويلي دي : ((هغه ساعت چي بندسوى وي هغه هم په ورځ اوشپه کښي دوه ځلي رښتياوايي ))مثلاً تاسوفرض کړئ چي پنځه بالادوولس بجي باندي بندسويدى، نوداخوښکاره ده چي هغه هروخت صحيح ټيم نه ښئي ،يودورځي پنځه بالادوولس بجې باندي اوبل ماښام پنځه بالادوولس بجې باندي، نودوه ځلي هغه خامخارښتياوايي .
که ښه تلاښ و کړې دروبه رسيږي
دمتل ويونکي مقصددادى چي: خواهش يي هرڅومره بيکاره وي، اويابدشى وي ،ليکن که په هغه کي د ښه والي لټون و سي، نو رسيږي ،دغه ډول په دنياکښي داسي شى نسته چي په هغه کي يونه يوښه والى موجود نه وي .
په الهي کارخانه کښي هيڅ شى خراب نسته :
زماقبله ګاه حضرت مفتي محمدشفيع صاحب قدس سره دعلامه اقبال يوشعرډيروايه :
نهي هې چيزنکمي کويي زماني مين
نه کويي برانهي قدرت کي کارخاني ميې
ژباړه : هيڅ يوشى په دنياکښي ناتمام نسته اوهيڅ شى په الهي کارخانه کښي خراب نسته.
مطلب دادى چي هرشى الله پاک پيدا کړى دى، په خپل حکمت اورضا يې پيداکړى دى، که چيري فکروکړل سي، نوپه هريوه شي کي حکمت اوفايده ليدل کيږي – ليکن كېداى سي چي سړى يوازي وکوم خراب شي ته و ګوري ،دښووطرفته خپل سترګي وانه ړ وي – په دې وجه بدګمانه سي ،دظلم اوناانصافۍ لارغوره کړي .
دښځي وښه خوي ته ګورى !
الله تعالي فرمايلي دي :
:فان کرهتموهن فعسى ان تکرهواشياًويجعل الله فيه خيراً کثيراً (سوره النسآ)
ژباړه: کچيري وتاسوته هغه ښځي خوښي نه وي کومي چي ستاسو په نکاح کي راغلي دي نوکه څه هم هغه ستاسو ناخوښه وي ليکن کيداى سي چي الله تعالي په هغې ښځي کي ډېرخيرايښى وي .
ځکه حکم دادى چي دښځي دښه خوى وطرفته کتل کوئ په دې سره ستاسودزړه تسلي هم کيږي – اودبدچلند لاري به هم بندي سي .
ديوه بزګ درس ښودونکي قصه :
حکيم الامت حضرت مولنااشرف علي تهانوي رحمت الله عليه ديو ه بزرګ قصه ليکلې ده چي: دهغه ميرمن ډيره بې شرمه وه ، څنګه به چي هغه کورته راتلى، بس ورسره دعوه به يې سول –يوچا وهغه بزرګ ته وويل چي شپه او ورځ دي ولي پرځان باندي جنګ اوجنجال جوړکړى دى؟ بس طلاق ورکړه، داقصه ختمه کړه، نوهغه بزرګ داسي جواب ورکړ چي: وروره! طلاق ورکول خواسانه دي، کله چي مي زړه وغواړي وربه يې کړم : خبره په اصل کښي داده چي په دې ښځه کښي نوري ډيري نيمګرتياوي هم ليدل کيږي – ليکن په دې کښې يوصفت داسي دى چي دهغه په وجه زه داهيڅكله نسم پريښوولاى، اوهيڅ کله طلاق نه ورکوم، هغه داچي په دې کښې الله تعالى دوفادارۍ داسي صفت ايښى دى، که چيري فرضاً زه بندي سم اوپنځوس کاله زه په محبس کښي واوسم نوزمايقين دى چي زه داپه کوم کنج کښي کښينوم ځني ولاړسم په هغه کنج کښي به ناسته وي اودبل چاوخواته به يوه سترګه لاهم نه کړي ورلوړه، اودا دوفادارۍ داسي صفت دى چي ددې صفت هيڅ قيمت نسته ،خوهغه بزرګ په حقيقت کښي په دې حديث باندي عمل کول وښودل – ((ان کره منها خلقاً رضي منها آخرا)).ژباړه: که چيري يې يوخوى ناخوښه وي ددې ښځي يوبل خوى به يې دخوښۍ هم وي.
دهغه ښه خوى وخواته ئې فکراوخيال وکړه ،په نتيجه کښي يې ورسره ښه چلندوکړه، ټولي خرابۍ دهمدغه ځاى څخه شروع کيږي چي يوازي پربدوخويونوباندي مو پام وي اودښوخويونووخواته مو فکرنه وي –
((حضرت مرزامظهرجان جانان رح اونرم طبيعتي))
دحضرت مرزامظهرجان جانان رحمته الله عليه نوم به مواورېدلى وي، لوى ولي الله تيرسوى دى، داسي پاک نفس اونرم طبيعته بزرګ وو چي کچيري چا پرګډوې باندي ګيلاس – کوږ ايښى واى، نوچي هغه يې كوږ کوږليدلى واى پرسريې درد کيدله، داسي نرم طبيعته سړى وو چي پربسترې لږګونجي راغلي واى پرسربه يې درد سوه .
ليکن دده چي کومه ښځه په نصيب سوه هغه ډيره بدچلنده ،بدخويه اود بدي ژبي خاونده وه، چي هروخت به يې څه نا څه ورته ويله ،الله تعالى خپل نيک بنده ګان په عجيبه عجيبه طريقوسره ازمايي ،اودهغوى درجې ورلوړوي ،دادالله تعالى دطرف څخه يوازمايش وو، ليکن هغه مبارك ټول عمردهغې سره ښه تيرکۍ – اوويل به يي : کيداى سي چي الله تعالى زماګناهونه دغه ډول معاف کړي .
زموږدټولني ميرمني ددنياحوري دي
حضرت حکيم الامت قدس سره و فرمايل : چي زموږ دټولني ميرمني ددنياحوري دي اوددي وجه به يي داسي بيانوله چي په دوى کښې دوفادارۍ صفت پروت دى، څه وخت چي دغربي تهذيب مصيبت راغلى دى، دهغه وخت څخه کرارکرارداصفت هم ختميدونکى دى – ليکن الله تعالى په دوى کي دوفادارۍ داسي صفت ايښى دى که هرڅه کيږي خوداخپل پرخاوندباندي ځان قربانولو ته تياره وي، اودهغې سترګي وبل چاته نه وراوړي .
ميرمن وهل بداخلاقي ده
ددې باب دريم حديث دى
((عن عبدالله بن زمعه رضي الله عنه انه سمع النبي صلى الله عليه وسلم يخطب ثم ذکرالنسآء فوعظ فيهن فقال يعمدکم فيجلدامراته جلد العبد فلعله يضاجعهامن اخريومه ))
صحيح بخاري، کتاب النکاح، باب مايکره من ضرب النساء
يوځل آنحضرت صلى الله عليه وسلم يوه خطبه ارشاد وفرمايل اوپه دې خطبه کښي ئې ډيرخبري ارشادوفرمايلې، ليکن په دې خطبه کي چي دښځي په باب ئې کومي خبري ارشادوفرمايلې هغه دادي چي وئې فرمايل : دابده خبره ده چي له تاسونه يوکس خپل ميرمن داسي وهي لکه بادارچي خپل مريى وهي ،اوله بلي خوا دهغې څخه خپل جنسي خواهش هم پوره کوي، داڅومره دبداخلاقۍ اوبې غيرتۍ خبره ده چي سړى خپله ښځه داسي وهي لکه مريى چي وهي .
دميرمني د اصلاح درې درجې
څنګه چي مامخکي وويل چي قرآن کريم دخاونداوميرمني داړيکودکوچنيو کوچنيو جزئياتواومسايلودبيانولواهتمام هم کړى دى –
دخاوند اوښځي دجنګ اوله مرحله ددې ځاى څخه شروع کيږي چي وخاوندته دمېرمني يوه خبره ناخوښه سول، نوودي ګوري چي په ميرمني کي بله دخوښۍ خبره به هم وي، اوبياهم که ميړه فکرکوي چي په ميرمني کي ځيني خبري داسي دي چي دزغمولو وړ ندي بلکي داصلاح وړدي ،ښکاره ده چي نارينه ددې خبري مکلف ګرځول سوى دى چي کچيري هغه په ښځه کي يوه خبره داصلاح وړاوبده وويني نوداصلاح فکردي وکړي ،ليکن داصلاح طريقه به يې څه وي ؟ هغه طريقه قرآنکريم ښودلې ده :
(واللتي تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن في المضاجع واضربوهن ) سوره النسآء ايه نمبر۳۴)
ترټولواول خوورته په نرمۍ ،خوش اخلاقۍ اومحبت سره نصيحت وکړئ ، داد اصلاح اوله درجه ده ، کچيري په نصيحت سره هغه منع سي نوبس ، اوس وړاندي قدم مه اخلئ ، اوکچيري دوعظ اونصيت اثرنوي، نوبياداصلاح دوهمه درجه داده چي ګډخوب مه ورسره کوئ ، بسترجلاکړئ، کچيري لږفکراوپوهه پکښي وي نواوس به رامنع سي، (دبسترې جلاکولو تفصيل به مخته دځانګړي حديث لاندي راځي)
دميرمني دوهلو اندازه
اوکچيري داصلاح دوهمه درجه هم فايده رسوونکې ثابته نه سوه، نوبيادريمه درجه غوره کړئ، هغه دي ووهل سي ،ليکن وهل څنګه کيدل پکاردي ؟ اوڅومره اندازه وي ؟ ددې په هکله دحجة الوداع پرموقع باندي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وامت ته کوم اخيري نصيحت وفرمايه ، هغه دانصيحت هم وفرمايه چي ((واضر بوهن ضرباً غيرمبرج)) يعني اول خوبايددوهلوحاجت پيدانسي كچيري بياهم پيدا سي نوداصورت هغه وخت استعمال کيدلاى سي چي کله دوهلو څخه ماسيوا بله لاردخلاصون نه وي ځکه چي وهل بالکل دکاراخيري حل دى، اوپه وهلو کي ئې دا قيدولګاوه چي وهل به تکليف ورکولو والانوي ، يعني په وهلوسره به تکليف ورکول مقصد نه وي، بلکي ادب ورکول به مقصدوي ،اصلاح به مقصدوي، نوځکه تکليف ورکوونکي وهل رواندي داسي چي زخم جوړکړي .(تفصيل يې مخته راروان دى.
دميرمنوسره دده مبارک صلي الله عليه وسلم چلند
نبي کريم صلى الله عليه وسلم چي څه وخت ددنياڅخه رحلت وکړ، داوخت نه ۹_بي بي ګاني مباركاني دده په نکاح کي وې، اوهغه ازواج مطهرات داسمان څخه رانازل کړل سوي فرشتې نوې، هغوى هم ددې معاشرې غړي وې، اوددوى په منځ کي هغه خبري هم راتلې کومي چي ددووبنوپه خپلوکي پيښيږي ،اوهغه پيښي راڅرګنديدلې، کومي چي بعضي وختونه دميړه اوميرمني ترمنځ پيښيږي، ليکن حضرت عايشه رضي الله تعالى عنها فرمايي چي: ټول عمريوازي دانه چي ده مبارک صلى الله عليه وسلم پريو ې ښځي باندي لاس نکړ پورته ،بلکه هروخت چي به څنګه وکورته راداخل سو نوپرمخ مبارک باندي به ئې خنده رويي وه (ورين والى وو ).
دده مبارک صلي عليه وسلم سنت
ددواړوجهانودسرداردغه سنت دى چي پرميرمن دي لاس نسي پورته ،دوهلو اجازه سته ،وهل په ناچاره حالاتوکښې دي، په عامو حالاتوکښي خودوهلواجازه نسته، اودنبي کريم صلى عليه وسلم سنت هم نه دى، سنت يې هغه دي چي حضرت عايشې رضي الله تعالى عنها فرمايي : دانحضرت صلى الله عليه وسلم پرمخ به ورين والى وو .
دحضرت ډاکټرصاحب کرامت
دحضرت ډاکټرعبدالحي صاحب قدس سره (الله تعالى دي ددوى درجې ورلوړي کړي )
وموږته به يې هم کله کله دتعليم په ډول فرمايله چي اوس زمادنکاح پنځه پنځوس (۵۵)کاله کيږي ،ليکن الحمد لله هيڅ کله په دې پنځه پنځوس کاله زمانه کي مادخبروطرزلانه دى بدل کړى )).
زه وايم چي خلګ داوبوپرسرتګ اوپه هواکي الوتل کرامت بولي ،اصل کرامت خودادى چي څوك پنځه پنځوس کاله دښځي سره تيرکړي ،اودااړيکي داسي دي چي يقيناً دچادخواناچپ تياوي به ضرورپيداکيږي، داخبره ناممکنه ده چي ناخوښي به نسي پيښه، ليکن فرمايي چي الحمدلله مادخبروطرزلانه دى بدل کړى، اوتردې لانورزيات دده کوروالا هم فرمايي : ټول عمريې ماته دا ونه ويل چي ((وماته اوبه راکړه )) يعني دخپل طرف څخه يي ديوکارحکم ندى راته کړى، چي داکاروکه، ماخپل په شوق اوجذبې سره خپل دځان دنيکبختۍ لپاره دده خيال ساتۍ، اودده کارمي کاوه، ليکن
ټول عمريې په ژبه وماته ديوه شي حکم نه دى کړى
طريقت بېله دخلګودخدمت څخه بل څه.نه دى
حضرت ډاکټرعبدالحي صاحب رح به فرمايله چي ((ماخوخپل ځان داسي ګڼلى دى، اوپردغه باندي عقيده لرم، پردغه باندي خاتمه غواړم، چي زه خوخادم يم، الله تعالى ج دخدمت لپاره راستولى يم ، دڅومره کسانوچي زماسره اړيکه سته دهغوى خدمت زماپرغاړه دى، زه مخدوم راستول سوى نه يم چي نورکسان دي زماخدمت وکړي، دخپلي ميرمني هم خادم يم، دخپلوزامنوهم خادم يم، دخپلو مريدانو هم خادم يم، اودخپلو علاقمندوکسانوهم خادم يم، ځکه چي وبنده ته دخادميت مرتبه ښه ده، نوځکه زه خادم يم )).
فرمايلي ئې دي:
زتسبح وسجاده ودلق نيست
طريقت بجزخدمت خلق نيست
طريقت په حقيقت کي دمخلوق دخدمت نوم دى، حضرت به و فرمايل : کله زه په دې پوه سوم چي زه خادم يم، مخدوم نه يم، نوپدې هم پوه سوم چي خادم پرنورو څنګه امرکوي چي داکاروکړۀ – ټول عمرداسي راباندي تيرسو چي څنګه به ضرورت راته پيښ سو خپله به مي کارکاوه، چاته مي نه ويل.
داد دنبي کريم صلى الله عليه وسلم دسنت پيروي په ښکاره شيانوکي ده، موږدسنت پيروي کوو ليکن په اخلاقو،معاملاتو،معاشرت اودژوندتيرولوپه طريقوکي هم دسنت پيروي کول پکارده .
يوازي دعوى بس نه دي
دسنت پيروي ډيرګټورشى دى، دانسان دنياهم سموي ،اواخيرت يې هم سموي، ژونديې هم سموي، ليکن دايوازي په دعوه کولوسره نه ترلاسه کيږي .
(وکل يدعي حبا لليلى
وليلى لاتقرلهم بذاک )
ژباړه : يعني دليلا سره دمحبت دعوې خوهريوکوي، ليکن په خپله ليلا ددوى ددعوې اقرارنه کوي ).
داکيفيت يوازي په عمل باندي نه حاصليږي ،چي سړى په خپلو اخلاقو، خپلو کړو وړو کي ،اوپه خپل عمل سره هغه شى خپل کړي كوم چي دهغه سره يې لږاړيکه بسته سوې هم وي ،اوورته دخپل ذات څخه څه لږ تکليف هم ونه رسوي.
لنډه داچي قرآن کريم دميرمني داصلاح لپاره دريم مقام ښودلى دى، دښځي دمقام تشريح نبي کريم صلي الله عليه وسلم په خپل عمل سره داسي فرمايلې ده چي ټوله عمر يې پرخپلي ښځي دقهرلاس نکړ پورته .
ښايي چي هرڅومره ناخوښي وي وهغو خلګوته چي خپل پر ښځوباندي دقهر لاسونه پورته کوي ،ځكه دحديث مفهوم هغوى بد اوډيرناکاره خلګ وبلل –
(عن عمربن الاحوصي الجشي رضي الله عنه انه سمع النبي صلى الله عليه وسلم في حجةالوداع يقول: بعداًن احمدالله تعالى، واثنى عليه، وذکر، ووعظ، ثم قال : الاواستوصوابالنساء خيرًا،فانماهن عوان عندکم، ليس تملکون منهن شياً غيرذالک، الاان ياتين بفاحشة مبينه \الخ ))
(ترمذي کتاب التفسير باب ومن سوره التوبه ، حديث نمبر۳۰۸)
دحجه الوداع خطبه
په دې پورتني حديث کي دنبي کريم صلى الله عليه وسلم داخري خطبې يوه برخه بيان سوې ده، داخطبه ده مبارک صلى الله عليه وسلم په خپل اخرني حج كي دحجةالوداع دتوصيوپه ځاى اومهال باندي ويلې وه، په دې خطبه کښي ښکاره ده، ده مبارک عليه السلام دافرمايلي دي چي :ښايي چي ددې کال څخه وروسته زه تاسوونه وينم ،نوده مبارك چي پدې خطبه کښي هغه خبري راچڼ کړي او فرمايلي دي، هغه دامت دښوئيدلواوګمراه کيدلودويري څخه وې، ددې لپاره چي ترقيامت پوري دا خطبه يوه تګ لاره اويوه لارښودنه په مخ راسي – اودامت دګمراهي چي څومره لاري دي په دې خطبه کښي ئې دهغودبندولوکوښښ وکړ –
داخطبه خوډيره اوږده ده ، ددې خطبې مختلفي برخي پرمختلفوځايونوباندي بيان سوي دي، اوداهم ددې خطبې يوه برخه ده، چي دنارينه اوښځويودبل حقوق يې په کښي بيان کړي دي، بياپه خاصه توګه ونارينه ته دښځودحقوقودپيژندني ټينګاريې فرمايلى دى، اوس تاسودهغوحقوقوداهميت اندازه ددې خبري څخه کولاى سى، داحقوق ده مبارک صلى الله عليه وسلم دحجة الوداع په خطبه کښي په داسي ځاى کښي بيان فرمايلي دي چي دافکرلاهم نه ووكوم چي په راتلونکي کال کښي به بيادټولوخلګومخته دخبروموقع نسي پيدا، نونبي کريم صلى الله عليه وسلم ددنياڅخه درخصتيدوپر حال هغه شيان دويلولپاره منتخب کړي دي دکوموخبرواهميت چي ده مبارک صلى الله عليه وسلم محسوس کړى وو ، امت ته په هرحال کښي ددې خبروخيال ساتل په کاردي په هغوى کښي، دنارينه اوښځوپه منځ کښي ،يودبل حقوق هم داخل دي .
دخاونداومېرمني داړيكوارزښت
له پورته تشريح څخه معلومه سول چي دخاونداوښځي په منځ کښي اړيکه څومره ارزښت لري اوخپله صاحب دشريعت عليه السلام ددې اړيكو څومره ارزښت فرمايلى دى، که چيري خاونداوښځه خپل حقوق سم اداء نکړي ،اوخپل په منځ کښي دحق په پايمالولوباندي ملاوتړي، نوددې په وجه يوازي ددوى دوؤ حقوق نه ضايع کيږي بلکي اخيري ددې اثرددواړوپرکورنۍ باندي لويږي، پراولادباندي ددوى اثرلويږي اوپه دې وجه اولادخرا بيږي ،اولکه څنګه چي دټول چاپيريال بنسټ کورنۍ اوکور دى ، ددې په نتيجه کښي ټول چاپيريال خرابيږي، ځکه نبي کريم صلى الله عليه وسلم په ډيراهميت سره دميړه اوميرمني ترمنځ دحقوقوپرمراعت ټينګاروفرمايه –
ښځي ستاسوسره په قيدكي دي
لکه څنګه چي حضرت عمربن الحوصي جشمي رح فرمايي چي په دې خطبه کښي ده مبارک عليه السلام دالله تعالى حمدوثناء بيان کړه – وعظ اونصيحت يې وکړ، اوبيايې وويل ښه واورئ، چي زه وتاسوته دښځوسره دښيګڼي نصيحت کوم، داهغه جمله ده کوم چي په تيرسوي حديث کښي راغلې وه ،اوپه مخکنۍ جمله كي يې داارشادوفرمايه: ((فانماهن عوان عندکم )) هغه ميرمني ستاسوسره ستاسوپه ودانيوکي بندي اوسيږي، نبي کريم صلى الله عليه وسلم دميرمني يوداسي وصف بيان کړى دى، که چيري نارينه فکروکړي نووده ته هيڅکله دهغې سره دبدچلندفکرهم نه راځي .
ديوې ناپوهي انجلۍ څخه سبق واخلئ
حضرت حکيم الامت قدس الله سره به فرمايله چي ديوناپوهي اوبې تعليمه انجلۍ څخه سبق واخلئ، چي يوازي ئې په ددؤ۲_خبروکولوسره ديوه خاوندسره اړيکي پيداسوې ،يوه وويل چي مانکاح درسره وکړل، هغه بل وويل چي ماقبوله کړل، نودې انجلۍ ددغو دوؤ خبرو(لوزو)داسي خيال وساته، چي خپل موريې پريښودله ، پلاريې پريښودى ، خوندي اووروڼه يې پريښوول، خپله کورنۍ يې پريښودله ، خپل ټول قوم يې پريښودۍ، اودخپل خاوندسوله – دده سره راغلل بندي سوه ،ددې دوؤ خبرو(لوزو)دې ناپوهي انجلۍ دومره خيال وساتى، اودومره وفاداري يې وکړل نوحضرت تهانوي رح به فرمايله چي يوه ناپوه انجلۍ خوددې دوؤخبروداسي خيال ساتي چي ټول پريږدي، ديوه کيږي، ليکن تاسو داونكړه چي تاسودادوې خبري (لوزه) :لااله الاالله محمدرسو ل الله ط وواياست، دهغه الله ج سى چي دهغه لپاره دادوې خبري (لوزه) واياست، ترتاسوخوهغه ناپوه انجلۍ ښه ده چي دوه لوزه يي وويل ددې يې دومره خيال وساتى، تاسوخودومره خيال ونه ساتى چي ديوه الله ج سى .
ښځوستاسولپاره څومره زيارايستلى دى
په دې حديث کښې حضوراقدس صلى الله عليه وسلم فرمايي : چي وګورئ ښځي ستاسولپاره څومره زيارايستلى دى، که چيري باالفرض داکارپرعکس واى – اووتاسوته داويل سوي واى چي ستاسوواده خوبه کيږي ليکن خپل کورنۍ به پريږدئ، خپل موراوپلاربه پريږدئ، نودابه ستاسولپاره څومره مشکل کارواى، په نابلده کور،نابلده ماحول، اونابلده سړي سره دټول ژونددتيرولو لپاره ښځه مقيده اوسيږي، له دې وجي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي چي اياتاسودښځي د زيارلحاظ