سپين ږرى شاعرعبدالحكيم مستري درپېژنو

عبدالحكيم مستردعبدالله زوى داروزګان ولايت ددهراودولسوالۍ دعمرانزوپه كلي كي په ۱۳۳۰ل ل كال دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي نوموړى وايي چي شاعري خومي دښونځى ددوهمي ټولګۍ څخه كوله په ۱۳۵۸ كال كي هلمندولايت ته راغلم اودګرمسيرپه ولسوالۍ كي مي لس جريبه ځمكه په ناقليت سره ونيول  اواوس هم په هلمندولايت ګرمسېرولسوالۍ كي مېشت دى اوپه لښكرګاه ښاركي هم دوكانداري كوي

دايې هم يونعتيه كلام دى

چي پيدا يې ستاله رويه كړه دنيا

بېله شكه چي ته دوست يې دالله

سختي ورځي دمېزان ته وارخطايم

درب دوسته بل څوك نلرم بېتا

كوم عمل اوكوم كردارمي دانسان دى

سې مي مل په سخته ورځ دحشرګاه

شفاعت مي ستانصيب كې په مېزان كي

له خپل ځانه چي مي نكړې ته  جدا

مستري عبدالحكيم امتي ستايم

يووصال مي دي نصيب كي الله ستا