ژوندون

موږخوويل څنګه آرمان سي ژوندون؟

ولي ستومان سي ولي ګران سي ژوندون؟

جانانه ته په دې خبر هم نه يې

ستاپه كتوڅومره اسان سي ژوندون

نن چي زماپه ژوندون لوبي كوې

يوورځ به تاباندي تاوان سي ژوندون

نن كه ماشوم دى هيڅ پروانه كوي

ياره يووخت به درته ځوان سي ژوندون

ژوندونه! نن جانان خواږه وكتل

سبابه ټول جانان جانان سي ژوندون