قانونیت

ليكوال نعمت الله اسحاق  زی      د هرات لرغونی ښار

 

 

په هیواد کی دملی ژوند دبرابرولواوپرمختگ دښه والی لپاره ده قانونیت له لاری ملی حاکمیت  اوولسواکی  ته ډیره

اړتیاده.ده ټولنی هریو وگړی باید دقانون اوقانونیت پلوی وی اوپه ټولنه کی دقانون پلی کول خپله ملی دنده وبولی چی هرڅوک باید هرڅه دقانون له حکمونو سره سم ترسره کړی

,دولتی چارواکی له قانون سره سمه باید دخلگوسره چلند وکړی اوهمدارنگه خلگ باید وضع شوی قانون ته درناوی وکړی اوخپل ټول ملی ژوند دټولنی په گټوکی برابر ولټوی آفغانستان ته دکورنیواوباندینیوتاریخی اوسیاسی دښمنیو له کبله داسی وروسته پاتی والی ورپه غاړه شو چی له یوه خوای دهیواد په ټولوملی چاروکی دیوی مدنی ټولنی په خیراوگټی چاری ترسره نکړای شوی اوله بلی خوا جور شوی قوانین لکه څنگه چی شایی تطبیق نه کړای شول داځکه په هیواد کی قانونی ذهنیت هم ټینگ نشو اوپه دی برخه کی ډیریوحاکمیتونوپاملرنه نده کړی  اویاهم په چارواکو کی دغه سیاسی شعورله مخکی کمی لری او یا قوانین هم په بشپړه توگه حاکم ندی .نه دولتونه لکه څنگه چی ښایی قانونی ذهنیت درلوداونه خلگودقانون په ځواک باوردرلود.ډیره ځله له خلگو خخه دکارونوپه کولوکی دا خبری اوریدل شوی دی چی وایی قانون څه اوکاریی څه,ته په خپله قانون یی که ته وغواړی زما کارترسره کولی سی) داډول ذهنیت په هیواد کی ده ناوړوحالاتو,واسطو,کاغذباذیواوپه ټولنه کی دقانونی ذهنیت او حاکمیت نشتوالی له کبله رامنځ ته شوی اوتر دم گړی په خپل حالت پاته اوحتی ورځ په ورځ دناخوالی په لوری درومی . باید ووایم په داسی ټولنه اوهیواد کی چی دخپلواکی د (1919) زیږدیزکال راهیسی یی څوځله اساسی قانون,ملی بیرغ اوملی سرود بدل شودی او دهررژیم لومړی کارداوچی دتیرورواکمنیو کارونه باطل اولاسته راوړنی یی بی باوره کړی

اوخپله خبره اوتگلاره پر څوکی کښی نوی چی داخپله دبی قانونه ذهنیت دلاپراختیا په لوری یومرستندویه سترلامل او هغه ته وده ورکول دی .همدارنگه دولتی چارواکی  له

پورته څخه ترښکته پوری دخلکوپه غوښتنلیکونواوهرلیک کی داسی لیکی چه پلانی کاردی ده قانون د اصولوسره سم ترسره سی .کوم قانون؟څه شی چی ډیر عام اوخلگ زیات تری بیزاراوخواشینه دی هغه ده دولتی چارواکواومقاماتو له خوا   ده قانون

اوقانونیت څخه ده بی خایه ملاتړچیغی وهل دی اوپه هره غونډه اومرکی کی چی لیدل کیږیږی داصولواومقراتوپه ویلوسره خپله غولونکی وینا پرانیزی اولدی څخه په گټه اخیستنی خپل ځان دقانون پلوی اوقانون مندپه توگه شکاره کوی, سره لدی چی دبی قانونیت سوی چیغی شاید له ده له کوراواداری څخه دمخکی پورته سوی وی. چی دانتها پت ,غزت اود قانون او قانونیت څخه ملا ټرندی بلکه دځان اوملت په وړاندی یو ستره خیانت اوملی تیر وتنه ده. ده پرمخه تللو ملتونواوقوانینوتجربوداښودلی چی په هر هغه هیواد اوټولنه کی چی دهغه دولتی چارواکو اووگرورسره دقانون ذهنیت اوملی قانون ته درناوی فضا مینځ ته نه وی راغلی هغه ملت اودولت به هیڅ کله د ناخوالواودرغلیو او پردیولاس وهنی څخه په امن کی نه وی او تل به دپردیوتر سیوری لاندی ژوند کوی نولدی امله په کارده چی ملی حاکمیت ته درسیدلو په خاطراوپه ټولنه کی دقانون دپلی کولودلاښه ودی په خاطر په خلگوکی د قانون ذهنیت مینځ ته راسی اودعامه ځواک له خوایی دتطبیق بشپړه ملاتړوسۍ .