هلمنددتاريخ په اوږدوكي ليكوال الحاج محمداسمعيل شريعت يار لومړى څپركى
قدرمنولوستونكوپه بخښني سره مخكي مودرته دوهمه اودريمه برخه درته خپره كړه دادۍ اوس مويې لومړۍ برخه هم لاس ته راغله انشاء الله دابه په مسلسل ډول نور درته خپريږي په درنښت دلښكرګاه ويبلاګ اداره
هلمندولايت دافغانستاپه جنوب اوجنوب لويديځوسيمو پوري اړه لري ۱۰۰۴ متره دسمندرداوبودسطحي څخه يې دمځكي سطحه لوړه ده په نسبي ډول معتدله هوا لري داوړي ګرمي يې ډېره سخته نه وي ځيني سيمي يې سخت اوسوړژمى لري دغرنۍ اوهمواروسيموسره سره بيابانونه ،دغرونوسلسلې ،لوى سيندونه ،لوۍ ويالې اوډيري پراخه كرهڼيزه سيمي لري دقومونواوقبايلو لوى لوى بهيرونه پكښي اوسيږي هلمندولايت ګڼ شمېرتاريخي كلاوي اولرغوني ځايونه لري .
دهلمندولايت اوسنى جغرفياوي موقعيت په پخوانيووختونوكي په پرمختللوسيموپوري تړاو درلودپه بله معنااوسنى جغرفياوي ترسيم يې دتجزيې سره مخامخ ؤ اودتجزيې حالت يې هم په ډول ډول حالاتوكي بدلون درلود
راځى هلمندولايت به دتاريخ په اوږدوكي وڅېړودهراوښتون اوحالاتوهمدارنګه دمختلفولرغونوسيموڅخه چي اوس يې نومونوه پرپخواني حال پاته اويابدل سوي دي معلومات لاس ته راوړو.
۱ هلمندولايت ترمېلادڅوزره كاله مخكي په ټولنيزوچاروكي ديوه لوى انقلاب شاهده سيمه وه .
دنادعلي په سيمه كي زړې كنډوالې ديوې طبقاتي ټولني پروجودشاهدي وركوي پدې وخت كي نوموړي سيمي دسيستان په حوزه پوري تړلي وې چي ددې حوزې مركزنادعلى اوس نادعلى دهلمندولايت يوه ولسوالي ده چي مركزته نژدې ده .
۲ ترمېلاد يوزركاله مخكي ديوه شخص په واسطه په (اويستا)نومي كتاب كي شائع سوي دي چي دافغانستان ځمكنى وېش پر۱۶ برخووېشل سوې وه چي بخدي يااوسنى بلخ راغايااوسنى بدخشان مورويااوسنى مروهريويااوسنى هرات هراويتي يااوسنى هلمندهيتومنت يااوسنى ارغنداب هيپته هندويااوسنى سيندحوزه سفديان يا اوسنۍ ماوراء النهر اوداسي نور دغوسيموته داويستا دكتاب له نظره داريا خاوره ويل كېدل ويلاى سوچي دهلمندنوم دمېلاد څخه يوزركاله پخواهم وجوددرلود
۳ كروش نومي واكمن دباختريانوسره ۵۳۹ق م څخه تر۵۴۵ق م پوري په افغانستان كي جنګېدلى دى دجنګ موده يې شپږ كاله وه كروش دكرمان پارتياباختر،هزاره جات،سيستان،بلوچستان،اوګندهارايااوسنى كندهاردى پدې وخت كي اوسنى هلمندهم دكروش دواكمنۍ برخه وه .
0 په ۳۱۱ق م كي كله چي سكندرمقدوني مړسو هلمنددهرات اوسيستان دوالي اوكندهاردبلوچستان دوالي په تصرف كي ؤ
1 ۵ ايوتيديم چي ديونان اوباختري دورې يوډېرواكمن بادشاه ؤبلوچستان يې په ۲۰۶ ق م كي په افغانستان پوري ونښلاوه اوسنى هلمندپدې وخت كي دايوتيديم دواكمنۍ داخله سيمه وه
۶ په ۶۵۵كي مېلادي كي دعبدالرحمن بن سمره په مشرۍ يولښكردسيستان دلاري افغانستان ته راغى لومړى زرنج اوبياداوسني هلمندسيموته ورسېدل داسلام ددين لپاره په بلنه بوخت سوه بتځايونه اوعبادت ځايونه يې دګندهاراپه مربوطاتو(زمين داور)كي ماتي كړې زمينداورپه اوسني هلمندكي كجكي دولسوالۍ يوه پراخه سيمه ده
۷ دهلمنديوه لويه سيمه چي په سيستان پوري تړلې وه مركزيې دزرنج ښاربلل كېدى دعربوديولوى جنګي محازاستوګنځى ؤ
۸ (۶۶۷)كي داوسني هلمنددسيموڅخه چي په بلوچستان اوسيستان پوري تړلي وې دامويانوحاكم ربيع بن حارث له دې سيموڅخه دكابل ډېرلوى لښكرورسره ؤ دكابل دواكمن رتبيل شاه سره مخامخ سو څه يې ترلاسه نه كړل
۹ (۶۷۱)كي (عباد)چي دعربوحاكم اودسيستان څخه چي داوني هلمنديوه لويه ياجزګڼل كېده دكابل پرخوادعربولښكروكړخوپه كندهاركي يې درتبيل شاه له خوا مخه ونيول سوه .
۱۰ (۶۹۱م)كي دعربوحاكم عبدالله دكابل دواكمنوسره دجنګ په نيت دكابل پرخواروان سواوبست ته راورسېدى خودكابل واكمن كابل شاه هغه داوسني هلمندپه يوه غرنۍ سيمه كي محاصره كړاوژوندي يې ونيوبست نومي ځاى اوس دهلمندولايت لښكرګاه په ښارپوري يوه تړلې سيمه ده
۱۱ (۶۹۷)كي حجاج دعراق مشهوروالي عبيدالله دفتح سوي افغانستان قوماندان وسيستان ته واستاوه اودړكابل په نيولويې امر ورته وكړعبيدالله چي كله بست ته ورسېددجنګ تابيه يې وكړه اودكابل پرخوايې حركت وكړخوكابل شاه يې په مخنيوي لاس پور كړ عبيدالله مجبوره سواوقهرېدلي بېرته بست ته راستون سو اولاهم دبست څخه دباندي ووت كابل شاه دحالاتودڅارلولپاره څه موده په بست كي پاته سو
۱۲ (۶۴۲)څخه تر(۶۴۶)پوري دافغانستان دخلكوقيام دامويانوپرخلاف شروع سواوداسلام دين هم دهلمندسيندترهامون چي ورته دسيستان هامون ويل كېدل ورسېد
۱۳ دبست په نوم سيمه داسلام څخه دمخه هم موجوده وه چي په فردوسي شاهنامه كي هم دبست ذكراويادونه سوې ده چي داسلام څخه مخكي وه كله چي اسلامي لښكرودافغانستان جنوبي سيمي فتح كړې نودكابل دواكمنوسره دجنګ په نيت بست ته هم راغلى دى اوپه ۳۶ لمريزكي چي ۶۵۶ كال سره سمون لري دبست دلاري يې هم دكابل دواكمنوسره ډيري جګړې كړي دي .
۱۴ نيم پرسخ دبست څخه دغزني پرخوايوړوكى ښارموجودؤچي د(العسكر)ياغزنوي عصردلښكرګاه اوياداوسني عصرلښكربازارپه نوم ياديږي اويايادېده
۱۵ دبست په سيمه رتبېل شاه دعمرليث صفاري سره جنګېدل په پورته ډول سره دهلمنداوبست بيان په تيروختونواومختلفوجګړوكي ذكر سوځكه نودا پايله وركوي چي هلمنديابست چي په اوسني هلمندكي يوه پراخه سيمه ده يوډېره لرغونې سيمه ده اوپخوانى تاريخ لري