په پنځه څلوېښت ورځو کي يو قران کريم ليکلاى سم
له حاجي بخت جمال توخي سره مرکه
حاجي بخت جمال توخى جي په اصل کي د زابل ولايت اوسيدونکى دى اوس مهال په هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي اوسي ، يوازي يو زوى لري چي د ټرانسپورت په رياست کي دنده تر سره کوي د توخي په وينا چي د کورنۍ مسوليتونه يې د هغه غاړي ته اچولي دي. ښاغلى توخى دا مهال ٥٥ کاله عمر لري او له ډيري مودې راهيسي يې د قران کريم ليکلو ته مخه کړې او بلا خره په دې توانيدلى چي داسي قران شريف وليکلي چي د خلګو د پام وړ و ګرځي .
څه موده مخکي له ښاغلي توخي سره د بُست راديو د يوه شېبه لتا سره خپروني لپاره احمد شاه پاڅون د همدې قرانکريم په اړه يوه مرکه کړې وه او ښاغلي علم ګل راته په ليکلې بڼه واړول له ټولو په منني يې اوس دا دى په لښکرګاه بلاګ کي خپروو په دې هيله چي ستاسو د خوښۍ وړ و ګرځي
د لښکرګاه اداره
پوښتنه :حاجي صاحب ښه راغلا ست درته وايو؟
چي راغلا ست او زموږ بلنه مو و منله لومړى د اوريدونکو سره د زړه خواله وکړئ
ځواب: مننه بيسم الله الرحمان الرحيم زه ستاسو دراډيو له لاري ټولوهلمندي ورڼوته
چي زما ږغ اوري د زړه له كومې سلامونه اوښې هيلي وړاندي كوم دلوي خداى څخه ټول هلمندى ولس ته دالله په لاره كي نيكمرغه سوكاله او له خوشحالۍ نه ډك ژوند غواړم
پوښتنه: حاجي صاحب تاسو يوداسي كاركړى دى چي هغه رښتيا هم حيرانوونكى راته ويلاى سى چي دې کار ته مو څنګه سودا سوه ،ياني قران شريف چي موليكلى دى،
كه دا سي وكړى چي دلمړي سره څخه دغه ټوله كيسه راته وكړى چي ستاسو څنګه دي ته پام سو اوڅنګه مو راپيل كړ څومره تکليف اوڅومره خوارۍ مو ورباندي ګاللي څو شپې او څو مياشتي مو ورباندي اړولي دي؟
ځواب :مننه پاڅون صاحب تاته معلومه ده چي دكمونيستيا نو په وختوكي د ولس او دولت تر منځ فاصله را منځ ته سوه زما يو تعداد ملګرو زه دې ته تشويق كړم چي زه بايد قران شريف وليكم زه بيكاره وم ماخپله تعليم كړى دى په دې وخت كي بيكاره سوم ډيرى دوليتي مامورين ، استاذان او د قلم خاوندان بيكاره وو ، زه يو اطرافي سړى وم کار مي نه درلود دى بيا خپلو ملګرو ودې ته تشويق كړم چي زه بايد قران شريف وليكم نوبيا مي هڅه وكړه. يوجلدقران شريف مي وليكى داده قران شريف سره اشنايي که يې ليکل وي او که يې تلاوت وي ډير شوق لري .كله چي مي يوجلد قران شريف وليكى علاقه مي نوره پسي زياته سوه بلاخره داغسي پسي تلم بل مي شروع كړ بل مي شروع كى بل بل .. لس يولس جلده قران شريفان ماوليكل كله چي ما لس يولس جلده قران شريفان وليكل بيا داسي تصور راسره پيداسوچي زه بايد داسي قران شريف وليكم چي په جهان كي سارى ونلري نو پدې اړه مي ډيري شپې فكر ووهى بيامي داسي فيصله وكړه .
پوښتنه :تقريباً په دې اړه به مو څومره موده فکر کړى وي چي زه بايد داسي يوكاروكړم چي هغه تردااوسه چا نوي كړى ؟
ځواب : تقريباً يوهفته يا شپيږ ورځي به مي فكرپكښي كړى وي چي بيكاره به وم بيا مي نوداسي فيصله وكړه چي يوخوله جلده څخه كم وي قران شريفان خوتاته معلومه ده چي دجلده څخه ډيرغټ دي په اته سوه زر صفحو کي راغلي دي ما داسي فيصله وکړه چي دا بايد له جلده څخه کم وي او بل چي ١١٣ سورتونو په سر کي چي کوم بسم الله وي راغلي دي هغه بايد په مختليفو ډولو نو وليکل سي
قران شريف خو دالله كلا م دى خپله ښايسته دى هره جمله يې ښايسته ده هره كليمه يې ښايسته ده نودغه دبيسم الله توپير به نور هم ښکلى او نادر معلوم سي بل مي داسي پريکړه وکړه چي د ليکي د سر لپاره بايد داسي يو حرف و ټاکم چي هغه د قران کريم تر پايه په ټولو ليکو کي راسي
نو تاسوته معلومه ده چي په قران شريف كي دالف حرف ډير استعمال سوى دى نو بيا مي دالف حرف ورته انتخاب كړى ټولي بسم الله وي مي يوار راټولي كړي پسله هغه
مي شرع په وكړه چي قران شريف تكميل كړمه نوهغه وچي په شپو شپو باندي تقريباً ۸ اته ورځي ۱۰ ورځي به زه يوې سيپارې ته ناست وم حروفو ته به مي فكركوى چي دالف حرف دليكي وسرته راولم ليكي به مي ورته حساب كړې ۱۰ لس ۱۲ دولس ورځوكي به ما يوازي د ۱ يوې سپارې سنجس كوى پسله هغه به مي بياشروع كړه نو په ۱۱ يولسومياشتوكي الله زه په دي باندي كاميابه كړم چي قران شريف مي تكميل كړ.
پوښتنه : دغه ترتيب چي تاسو ورته سنجولى دى چي دهري ليكي په سركي بايد الف راسي
دي ته موڅنګه داسي ترتيب وركى دغه ترازوموڅنګه ورته جوړكړ دغه هندسي جوړښت موڅنګه وركړ؟
ځواب: مننه ما مخ كي عرض درته وكړى چي و هري سيپارې ته په زه څوشپې ناست وم اومابه فكركاوه ،ماچي داقران شريف ليكلى دى سپاره يي په ۱۳۸ ليكو کي راځي
بيا به مي دبل قران شريف ټولو ليكوته فكركوى چي دغه يوسلو اته دېرش ليكوكي به مي ځايولې نوداوجه وه چي وخت به مي هم ډيرپه ووتى
هلته به مي په پنسيل باندي په قران شريف كي نښاني كوله چي دلته الف برابريږي دلته الف برابريږي ترڅوچي به داموازينه برابره سوه بيا به مي پسله هغه څخه وليكل .
پوښتنه :حاجي صاحب تاسوويل چي پردغه باندي مو په شپوشپو وخت تيركړى دى اوفكرموكړى دى چي دا توري سره وتلى ويې ګورى چي دهري ليكي په سركي الف راسي دغه واقعاً ډيري حوصلي ته اړتيالري ډير زغم ته اړتيالري ډيركسان دي بېخي بي حوصلې سي دهغه كارڅخه پرشاه سي تاسو د داسي يو واقعي سره مخ سوي ياست چي ياد دې كاره څخه پرشاه سوي ياست يامو زړه ځندي تورسوى وي يا موزړه درته ويلي وي چي داډيرسخت كاردى نه كيږي اوبيا د وخت په تېرېدوسره بيرته رامخته سوي ياست ؟
جواب: مامخ كي عرض درته وكړى چي قران شريف خود الله كلام دى عظم كلام دى معتبركتاب دى قران شريف خستګي نلري
زه دا اطمنان ټولوخلګوته وركوم چي د قران کريم په تلاوت كولوكي ، ليكلوكي بلكل خستګي نلري ، دماغ د سړي تازه كيږي خوكمزوري او خسته ګي نلري دا يوه يو معجزه ده چي هيڅ خستګي نلري .
پوښتنه : حاجي صاحب كه دا راته وواياست هغه قران شريف چي تاسو په ۱۱ يوولسومياشتوكي وليكى ۱۱ يوولس مياشتي رشتيا هم ډيره موده هغه قران شريف څومره كاغزونوباندي وليکل سو څومره حجم او پاڼي يې لرلې ؟
ځواب: هغه قران شريف چي ما وليكى په ۱۸۵ يوسلوپنځه اتياصفوكي راغلى وو
او پر A3 كاغزمي ليكلى دى ايتري كاغزنسبت دغه قران شريف ته چي ماليكلى دى ډيركوچنى دى بيا هم وهغه A4 كاغزانوته بيا لږ لوى دى . داماراتوڅخه دغه كاغز ماته يوچا راوړى وو نوما بيا دغه قران شريف وليكى .
پوښتنه : دغه قران شريف چي دي وليكى بيا دي څه كړى چاته دي وركړى
ځواب : مننه دا قران شريف مي اول وار د ريس صاحب کرزي په معقته اداره كي چاپ كى
پسله هغه څخه مي ريس صاحب ته د داخله وزارت له خوا څخه ور رهي كړ زه خواصلي دزابل ولايت دشا جى ولسوالۍ اوسيدونكى يم ما دحقوقو په په څانګه كي كاركوى له دې لاري
ما دا قران شريف وزرات داخيله ته تسليم كړ
بله ورځ ناخبره په کور کي ناست وم دپنشنبې ورځ وه چي ماپسې حال راغى چي ريس صاحب دولت غوښتى يې بيا زه ورغلم دهغه سيمي ولسوال هم راسره ملګري وموږدواړه ورغلو بيايې ډيرشفقت هم راباندي وكړو ډير خوشحاله سو تقريباً ۴۵ پنځه څلوېښت دقيقې سره ناست و زه وم دى و اوهغه ولسوال و بيايې ماته وويل چي ما د ملي ارشيف مسول راوغوښتى او قران کريم مي هغه ته تسليم کړ ، او زياته يې کړه چي په ارشيف کي به ستا په نوم ثبت سي او په ملي راډيو تلويزون کي به هم اعلان سي
پوښتنه :تاسو چي قران کريم داخيله چارو رياست ته وراستوي هلته شناخته وو ملګري ووڅنګه وو ؟
ځواب :بلې د توخي حاجي والي صاحب په معرفت د منان خان په لاس ور وليږل سو هغه په وزارت داخله کي د استخباراتو په برخه کي کار کوي .
پوښتنه : که لږ دې ته راسو چي تاسو او ولسمشر کرزي پر کومه موضوع دا ٤٥ دقيقې خبري سره وکړې ؟
ځواب :ټول بحث دريس صاحب دولت دا وچي ز يې و دې ته تشويقولم چي ته بايد د قران شريف په برخه کي كاروكړې ،مقصد له دې وروسته هم لاس مه ترې اخله دا ډير ښه كاردى زه په تاباندي وياړم چي زموږ په ملك كي خداى داسي خلك پيداكړه چي يوبې سارى قران شريف وليكي دازما دپاره هم يوتعجب دى داد افتخارځاى دى دټول افغان اولس لپاره داكاركوه پريږده يې مه .
هغه د ريس صاحب دولت تشويق و چي بيا بيرته زه پسي راولاړسوم تردااوسه پوري قران شريفان ليكم ماډير قران شريفان ليكلي دي تقريباً دامي ۱۷ اولسم جلد دى چي ليكم يي ټوله مي يا دولتي اراكينوته وركړي دي اويامي په سيمه كي سپينږرو يا متقي عالمانوته وركړي دي
پوښتنه : بيا هم كرزي صاحب خبروته ورځم
ريس صاحب دولت تاسو ته داسي ونه ويل چي داسي زمينه به درته برابره کړي چي د کور ستونزي مو حل وي بل هيڅ کار ونه کړئ يوازې دا خپل کار په مخه واخلى ځکه په ارام ذهن ښه کاري کيږي ؟
ځواب: ريس صاحب دولت په هغه ورځ باندي دده مالي امير چي شيدامحمد نوميږي هغه ته يه وويل چي دده نوم نويشته كه اود ته مياشتنۍ معاش حواله كه اوهره مياشت به دى خپل معاش اخلي اوما ته يي پدغه ورځ ۱۰۰۰۰۰ يولك افغانۍ نغديجايزه هم راكړه نوبياما څه څه هڅه وكړه هغه امتياز چي ريس صاحب دولت لخوا راته ټاکل سوى وو تر لاسه کړم خو بريالى نه سوم ځکه ددريس صاحب دولت پرچاپيريال كي داسي خلك دي چي شكايت يې ندى ښه وروسته تر تير سوم .
پوښتنه : هغه مياشتنى معاش چي تاسوته مقررسوى هغه بياتاته ندى رسيديلى ؟
ځواب : يا يا ندي رارسيدل
پوښتنه : حاجي صاحب كه دې ته راسو تر هغه راورسته تاسوبيا يوداسي قران شريف ليكلى دى لږشېبه مخكي موږ اوتاسو وكتى چي خپل ډيرغټ دي اوډير تعجب وړ دى اوسړي ډير ورته حيرانيږي
هغه هم په ۱۸۵ يوسلوپينځه اتيا پاڼو كي راغلى دى او۷۵ پينځه اويا په ۵۵ پينځه پينځوس سانتۍ اوږد او برلري ماچي خپل وكتي رښتيا هم د ټولو کرښو په سركي الف را غلى دى د دغه قران شريف كاربه توپير هغه لومړي هغه ته اسان وو
ځواب : دغه قران شريف كار نصبت هغه بل ته اسانه و ځكه چي فوټو كاپي لرم چي له اصله هغه چاپ له ماسره سته ليكنه يي دومره تكليف نه راكوي كه څه هم داقران شريف تاته معلومه ده په ښه مشكي خته باندي ليكل سوى او ډير واضح دى ،ډيرغټ دى خوبيا هم ما په ۴ څلورو مياشتو كي تكمل كړ.
پوښتنه : هغه قران شريف چي تاسو مخكي ليكلي وو ،چي پر A3 ورقه ليكلي و هغه قران کريم هم دومره پاڼي لرلې ياني د هغه ليكنه به ډيره ميده راغلې وه نو هغه به خامخا يوڅه مشكلات درلو ده ددې ليكنه چي ماوليده ډيره غټه وه دا ډ ير غټ قران شريف بللاى سو؟
ځواب : بلې هو صاحب هغه مي په واړه قلم ليكلى وو دا خو دعربي اماراتوڅخه يادسعودي عربستانه څخه ماته زموږهغه وطنوال چي په هغه هيوادكي غريبي کوي هغوى ماته دامخصوص قلمان چي دعربي ژبي لپاره ياپه ځانګړې ډول د قران شريف لپاره استعماليږي
د هغه قلمانو څخه مي کوچني د هغه کوچني قران کريم لپاره غوره کړه
سوال- دغه اوسنى قران شريف چي تاسوليكلى دى د دې توري هم ډير غټ دي اوكاغزونه يې هم دامو په كوم قلم باندي ليكلى دى.
ځواب : دايوډول قلمان ماته داماراتو څخه راغلي دي ، ښپږ نوكان لري دايه دريم نمبر نوك دي
پوښتنه : حاجي صاحب كه دا راته وواياست چي تاسو نور قران شريفونه هم ليكلى دى اوخلكو ته مو ډالۍ كړي دي ، هغه مو په څومره موده کي ليکلي دي؟
ځواب: پاڅوصاحب د دوبي ورځي خوډيري غټي دي د جوزا مياشت ، يا د سرطان مياشت داخو ډيري غټي ورځي دي په دغوورځوكي چي به ما شروع وكړ ماتجريبه كړى په ۴۵ پينځه څلويښت يا ۴۶ شپوږ څلويښت ورځو کي به ما يو قران کريم وليكى
پوښتنه :حاجي صاحب د قران کريم تر څنګ مو نور کوم کارونه کړي په بله مانا نور مو څه شى ليکلي دي ؟
ځواب : د قران شريف په څنګ كي مي ۱۳ جلده دلايل خيرات ليكلي دي هغه ټول درودونه دي پر نبي علي صلاة وسلام باندي هغه دلايل خيرا شريف مي ځيني دولتي ما مورينوته يا په سيمه كي سپين ږرو متقي علماوو دينداره مسلمانانو ورڼوته ورکړي دي
پوښتنه : حاجي صاحب ولې داسې نه كوى چي دغه يوڅه وليكئ هغه بيا چاپ كړئ اوټول خلك بيا دهغه څخه ګټه واخلي؟
ځواب: مننه وروره داخو دانسان په مالي توان اړه لري زه پخپله توان نلرم دلته هلمند ولايت ته دوه كاله كيږي چي راغلى يم فعلاً دمختار په سيمه كي په يوكرائ سراكي كزاره كوم نو شکر الحمدالله شكايت نكوم ځکه چي دا د الله پيرزينه ده الله څخه راضي يم هغه دپټاټو ډوډۍ رسيږي په هغه باندي ماقناعت كړى دى دا ايراده دخداى ده مامنلې ده اوبل خلكو كي چا راته ويلي ندي چي زه يې چاپوم كه څوك وغواړي چي چاپ يې كړي زه ممانعت نكوم
پوښتنه :ياني ته په دې باندي خوشحاله يې داڅه كتابونه او قران شريفونه چي تاسو ليكلي داچاپ سي اوټول خلك د دغه څخه فايده واخلي ،ځكه چي داهم په دي دنيا كي ګټه ده اوهم په هغه دنياكي ګټه ده
ځواب: هو
پوښتنه : تاسوو ويل چي له مادي پلوه لوېدلي ياست ځواكمن نه ياست د شتمنو کسانو ، تجاراتو دولتي کسانو څخه څه هيله او ارزو لرئ چي ستاسو سره څه ډول مرسته وکړي .
ځواب: دقران شريف دچاپ په هكله كه څوك له ماسره همكاري وكړي هروخت زه ودې ته اماده يم چي قران شريف چاپ كړم ماچاته ويلي ندي داغه مي يواځينۍ ارزو ده چي خلك همكارې راسره وكړي دابي هم دنيايي خير وي اواخروي؟
پوښتنه :حاجي صاحب له دې څه پرته دغه څه چي تاسو ليکلي دي نور مو څه شى ليکلي دي او يا نور څه شى تر لاس لاندي دي ؟
ځواب : ماخوټول وخت دا قصد كړى دى ،ځان مي د الله د رضا لپاره وقف کړى دى او زه خو سپين ږيري يم اوريدنكي كه ما نه ويني له تاسره څنګ پرڅنګ ناست يم سپينږيرى سړى يم شپې او ورځي راباندي تيري سوي دي چي ترڅو پورې مي سترګي كاركوي اوګوتي مي كاركوي انشاًالله زه به دقران كريم دليكلو او د قرانكريم له دوستى څخه لاس وانه خلم
پوښتنه : كه دارته وواياست چي دغه ليكني تاسو كړي دي قران شريف موليكلى دى كومه ستونزه درته پيښه سوې ده يا ده مادي پلوه يا ده مالي پلوه او يا هم د روغيايي پلوه ځکه چي ډير وخت په يوكار اخته كيدل هم سترګو ته تاوان رسوي اوهم وجود كمزورى كوي ؟
ځواب: نه زه له ستونزو سره نه يم مخ سوى ځکه دقراني كريم وظيفه ياليكنه ډير شوق لري
ما مخ كي درته وويل چي دايومعجزه ده ستړيا نلري او دسترګو تكليف هم ندى راته پېښ
سوى
پوښتنه : حاجي صاحب دارا ته وواياست كه چيري تاسوته داسي يوه زمينه برابره سي چي تاسوهيچ ستونزه په مالي اړخ او نورو برخو کي ونلرى څه ډاډ وركوى خلكوته ،افغانانوته، چي تاسوڅومره كاركولاى سى هغوي ته څه ډاډ وكوى؟
ځواب: ماخپله په كوركي د اولاده سره دا خبره كړې ده كچېري زما اقتصادي مشكلا ت نه واى ، داتشويشونه زما سره نه واى مابه داسي كارونه كړي واى چي بلكل په ټوله نړۍ کي به لومړي وو زه داسي شوق اوعلاقه لرم په دې بخش كي
پوښتنه:حاجي صاحب په ورستيو كي كه کومه غوښتنه پا پوښتنه لرى مهرباندي وکړئ ؟
ځواب: مننه ماخومخكي تاته عرض وكړى چي داقران شريفان ما ډيرليكلي دي ۱۷ جلده مي ليكلي دي اوبيا مي هغه دولتي علي رتبه مامورينوته وركړي دي چي د هغوجملوڅخه يادونه كوم
دهلمند موجوده والي صاحب محمد ګلاب منګل ته مي يو قران شريف ورسپارلى دى سره ديوه دلايلا لخيرات شريف
۳ درې قران شريفان مي په زابل كي دوخت والايانو ته وركړي دي چي هغه توخي صاحب ، حسيني صاحب او رمان صاحب وويوقران شريف مي قانوي صاحب ته ورسپارلى دى
قانوني صاحب بيا په عيوض كي يوه چپنه او۵۰۰۰۰ پينځوس زره افغانۍ انعام راكړ دلايل شريف مي يودانه انجينرسباون ته چي مشاوير وزير دى هغه ته وركړى دى هغه هم ډير نازولى يم نورنو هلمندي ولس ته مي بس داپيغام دى چي ده قران اشنائ دي كوي د قران دوستي دي كوي وخت د فيتنودى قران ډيرښه كلا م دى ډير معجز كلا م دي اودانسان په اعمالو كي ډير غټ مثبت رول لري دا مي له ټولو هيله ده
نورنو مننه درڅخه كوم چي ماته مووخت راكړى ترڅو داستاسو په خپرونه كي برخه درسره واخلم
خبريال :بس په دې هيله چي شتمن خلك دولتي چارواكي په دغه برخه كي تاسوته پاملرنه وكړي اوتاسوته داسي زمينه برابره كړي چي دټولي نړۍ په کچه و ځليږى
مننه درڅخه کوو چي خپل ارزښت ناک وخت مو زموږ سره شريک کړ