ازادي   عطا محمدسېلاب لښکرګاه

شکردۍ خاونده زموږپه برخه آزادي سوله
ځوبه په پتلون کي ببرسرديمکراسي سوله

چوک پرچوک مومخته ږمنځ هنداره پيکی اړو
بس دډيره کريمه موچهره دپنجاپي سوله
کور زړو وړودتلويزون ټيکه وهلي ده
ګرانه حجاڼۍ هم دهندي فلموشوکي سوله

شيخ صاحب به نوم دتلويزونه څومره کرکه کړه
اوس رموټ په لاس وايې خوږه څومره تولسي سوله

څومره به ښونځۍ څومره به قدرداستازکيدۍ
اوس خو په والله تياره سمه بدماشي سوله
هرڅه پرمخ ولاړه خوافسوس يوکارمونه سوښه
خونددشلومبوولاړي چي غړکه هنډلي سوله
نوربه خاليګاه داستادطنزپه بوټونه ولم
ټول وايې سېلابه ستاڅه جوړه بی بی سی سوله