اسلام اقتصادي نظام پيژندنه:
چمتو کوونکی: فرهاد (داوري) لښکرګاه
اسلام دانسانانودژوندتيرولومکمل نظام لري اوانسان ته دژوندتيرولوطريقه اومقصدښايي اسلام دفردي،اجتماعي،اقتصادي،سياسي،تعليمي،کلتوري،قانوني،اخلاقي اونورو ډيرومسايلوپه اړوندروښانه هدايت وړاندي کړى.
تعريف : داسلام اقتصادي نظام دداسي يوسيستم څخه عبارت دى چي په دوه ګوني ملکيت ( فردي ملکيت او عامه ملکيت ) ولاړوي اوټول اقتصادي فعاليتونه پکښي داسلامي شريعت په چوکاټ کي ترسره کيږي .
داسلامي اقتصادي نظام ځانګړتياوي
داسلامي اقتصادي نظام ځيني مهم خصوصيات او ځانګړ تياوي په لاندي ډول دي:
(١) د حلالو اوحرامو ترمينځ فرق:
اسلام خپلو پيراوانو ته د پانګي اوعايد په ګټلو کي پوره ازادي نه ده ورکړي بلکه د حلالي ګټي د لاس ته راوړلو په هکله ورته هدايت ورکړي سوى دى او د حرامي ګټي دلاس ته راوړلو څخه يي نه يوازي منع کوي بلکه په هغي باندي جزاهم ورکوي.
دټولو هغه اشياوو او اجناسو توليد او د ګټو د لاسته راوړلو هغه لاري چاري چي دانفرادي او ټولنیز ژوند لپاره ضرري وي اسلام حرامي کړي دي لکه دشرابو جوړول ، اخستل خيانت ، غلا ، جواري ، شرط لګول ، ددوکي کاروبار احتکار (( د ضرورت وړاشيااو اجناس د قيمتۍ لپاره ساتل )) په مارکيټ او توليد ي و سايلو باندي انحصار چي نورو خلکو ته د لاس ته راوړلو دايره تنګه سي د يتيم مال خوړل ، تول کي کمي ، د فحشاِپه واسطه پيسي ترلاسه کول ،د بتانو کاروبار ، د پال ليدو کاروبار سود او داسي نور چي ددي فعاليتونو څخه ګټه لاس ته راوړل حرام دي )
(٢) دوه ګوني اقتصادي ملکيت :
دملکيت مسله د اسلام د اقتصادي نظام د څرګند و نښانو څخه دي چي داسلام اقتصادي سيستم د نورواقتصادي سيستمونو څخه جلا کوي اوپه هره ټولنه کي د اقتصادي فعاليتونو محور تشکيلوي له همدي امله اسلام د شتمنې ملکيت اوهمدارنګه د شتمني دودي او ګټي لاسته راوړلو لارو چارو هدايت وړاندي کوي نو لازمه بولو چي په دوه ګوني ملکيت رڼا واچوو.
١- : عامه ملکيت:
دهغه ملکيت څخه عبارت دى چي ګټي يي داسلامي دولت ټولو اوسيدونکو ته وي برابره خبره ده که مسلمان وي اوکه غيرمسلمان وي داسلامي هيوادچارواکي يي چي په شرعي اعتبارعامه مصلحت وي ساتنه کوي دعامه ملکيت په دايره کي بيت المال او دبيت المال موارد هم شامل دي .
دعامه ملکيت د مينځته راتلو څخه اسلامي شريعت پراخه اهداف لري چي مقصديي داسلامي عامه ښيګڼو لحاظ ساتل دي .
په عامه مشترکه شتمني ( ملکيت) کي ټولو خلکوته د هغوي د ضرورتونو د پوره کولو حق ورکول او په عامو مسلمانانو سوکالي او پراختيا راوستل دي اسلام د عامه ملکيت په ضمن کي دشخصي ګټو اخستلو حق باطل ګر ځولى دى لکه لاري ، بندونه ، څړځايونه اوداسي نور. له همدي امله رسول کريم فرمايلي دي( المسلمون شرکاء فى ثلاث فى الماء والکلا ء والنار )
ژباړه : مسلمانان په دري شيانو کي شريک دي په اوبو ، څړځاى او اور کي اوپه بل روايت کي مالګه راغلي ده.
پيغمبر دغه دټولو خلکوشتمني بللي ده هرکله چي يوشي پوري ټولينز ي اړيکي پيداشي نو و شخصي ته يي ګرځول رواندي لکه تيل . غاز ، د ډبرو سکاره او داسي نور
دولت خپل حکومتي لګښتواو عامه ضرورتونه لکه دهيواددفاع ، دداخلي امنيت ټينګښت او عامه خدمتونه لکه ښوونه او روزنه روغتيا ، مواصلات ، د برق او او بو بندونه د طبيعي او بشري موادو داستخدام مصارف دعامه ملکيت دلاري پوره کوي ترڅوټولينز ژوندنيکمرغه او سوکاله سي.
٢: فردي ملکيت :
داپه يوشخص پوري ديوشي ځانګړتياده چي په شرعي توګه يي لاسته ړاوړي وي داصولي او قانوني موانعو پرته له خپل ملکيت څخه اصالة اونيابة داستفادي اوتصرف حق لري دهمدي امله اسلام هرچاته اجازه ورکوي چي د حلالو او حراموپه نظرکي نيولو سره هرڅومره رواتوليدات ،رواتجارت اواقتصادي فعاليتونه چي وغواړي ترسره کولاى يي سي تر څوګټه اوملکيت لاسته راوړي.
(٣): دپانګي عادلانه ويش:
اسلام اقتصادي سيستم دپانګي دمساوي ويش پرځاى دپانګي عادلانه ويش غواړي، ددى مفهوم دادى چي سرمايه دارډيرزيات سرمايه دار اوغريب ډير زيات غريب نسي چي دپانګي دعادلانه ويش سره دسرمايه دار او غريب ترمينځ اقتصادي ګډوډي ډيره د مينځه ځي چي دادانسان دفطري غوښتني مطابق ده او هغه داچي الله تعالى ټول انسانان يو برابر ندي پيداکړي
لکه چي الله فرمايي :اهم يقسمون رحمه ربک نحن قسمنا بينهم معيشتهم في الحيوه الدنيا ورفعنا بعضهم فوق بعض درجات ليتخذبعضهم سخريا ورحمت ربک خيره مما يجمعون (الايه)
ژباړه::ايا ستا رب درحمت (نبوت) ويش ددوى کوي ؟ ددوى ددنياوي ژوندانه وسايل خو موږ ددوى تر مينځ ويشلي دي او ددوى ځينو نوروته په ځينو نورو باندى په درجو سره پورته والى ورکړى ترڅوچي دوي يو بل استخدام کړي ستا درب رحمت (نبوت)د هغي شتمني څخه ډير غوره دي چي دوي يي راغونډوي.
دپانګي دارتکاز دمخنيوي لپاره دقرانکريم داحکاماتو په رڼا کي لاندي احکامات وړاندي کړي دي
سودحرام کړل سوى دى.
زکات فرض کړل سوى دى.
دغنيمت دمالونوڅخه پنځمه برخى اخستلو حکم سويدى.
دنفلي صدقاتو په واسطه دغريبانو،يتيمانو ،مسکينانو اوحاجتمندوسره دمرستي کولو ترغيب او تاکيد سوى دى.
دمختلفو کفاراتو په داسي صورت کي وړاندي کول چي په هغي سره دپانګي مخ دټولني غريبي طبقي خوا ته وګرځي.
دميراث داسي قانون جوړ سوى دى چي دهرشخص دمرګ څخه وروسته دده څخه پاتي سوي پانګه اوشتمني په پراخه دايره کي لويږي پدي نظام کي بخل اخلاقي جرم او ګناه ګڼل سوى دى.
احتکار(دزياتي ګټي دلاسته راوړلو لپاره دضرورت وړ اشياءذخيره کول ) منع کړل سوى دي.
داشياو او اجناسوپه عرضه کولو کي مکمل کنټرول دمارکيټ دانحصارپه خاطر منع کړل سوى دي.
پورتني ذکر سوي هدايات دپانګي دارتکازمخنيوى کوي چي د هغى په نتيجه کي پانګه په ګرده ټولنه کى ګردش او دوران کوي اودټولني ټول وګړي تري استفاده کوي چي همداداسلام اقتصادي نظام غوښتنه ده.
(٤) دلګښت اصول :
په اسلامي اقتصادي نظام کى دنورو اقتصادي نظامونو په څيرپه خپله خوښه دخواهشاتو په پوره کولو کي دپانګى مصرفولو اجازه نسته بلکه داسلامي اصولومطابق افرادپخپله لاس ته رواړي عايد يوازى دجايزو ضرورتونو دپوره کولو اجازه لري.
همدارنګه پدي سيستم کى دشتمنۍپه استعمال کى داسراف اوبخل څخه کار اخستل اخلاقي جرم ګڼل سوى دى.
پدى اړه پرورګارعالم داسى فرمايلى دي :کلو واشربو ولا تسرفو انه لا يحب المسرفين(الايه).
ژباړه :يعنى خورۍ او څښۍ او اسراف مه کوۍ بيشکه الله تعالى اسراف کونکى نه خوښوي.
په جايزو کارونوکي دپانگي په مصرفولو کي دحد څخه تجاوز کولوته اسراف ويل کيږي مگر په ناجايزو کارونوکي دشتمنيۍ مصرفولوته تبذير ويل کيږي.
همدارنګه بخل څخه هدف دوه لاندينۍ خبري دي .
1په خپل ځان او کورنۍ دخپل وس مطابق پانگه نه مصرفول
2.دالله تعالى په لاره کي په نيکواوښو کارونوکي دپانگي اوشتمني نه مصرفول په اسلام کي دشتمني اوپانگي لگښت يوازي دضرورت پوري محدودنه دي بلکه اسلام غواړي چي دانسان ژوندسوکاله اوارام وه اوسيږي.
(٥): د محتاجوخلکولپاره فلاح اوسوکالي:
د اسلام اقتصادي سيستم دسرمايه داري اقتصادي سيستم په څيرافراديواځي دمحرکي ګټي دلاس ته راوړلولپاره ازاد نه پريزدي بلکه دهغوي په ګټو کي يي دټولني دنادارواومحتاجوافرادولپاره حق قايم کړي دي او هغه دا چي په شتمي طبقي باندي لازم دي چي د هغوي د زکات ،عشر ، خيرات اوداسي نورو په شکل دخپلو مفلسو او غريبووړونو کفالت وکړي.
(٦):په اقتصادي چارو کي ددولت رول :
داسلام په اقتصادي نظام کي داقتصادي توازن او دهغى دبقا لپاره دولت مهمى ذمه وارۍ په غاړه لري دغه ذمه وارۍ اکثره دنظم جوړولو په شکل وي داسلام داقتصادي نظام ذمه وارۍ په لاندى ډول دي:
(١): هره نوعه اقتصادي اواخلاقي بدوالى يا جرم لکه دشرابو اخستل،خرڅول ،احتکار،قاچاق ،په اقتصادي فعاليتونو کي يوبل ته دوکه ورکول...او داسى نورو سخت مخنيوى سوى دى او مجرمينو ته دمرتب کيدو په صورت کى سزا ورکول کيږي
(٢): مزدورانو او مستهلکينو ته دکار فرمايانودناوړه استفادى څخه دبچ کيدوپه خاطرداسلام په رڼا کى قوانين وضع کول.
(٣): دپانګى دعادلانه ويش لپاره اقدامات کول اودضرورت پيښيدو په صورت کي حکومت دا حق لري چي دعايد دعادلانه ويش په خاطر مداخله وکړي .
(4): داقتصادي انکشاف او اقتصادي توازن په خاطر په مختلفو اقتصادي سکتورونو کي پانګي اچوني ته تشويق او دهغي ملاتړ او اقتصادي پاليسي جوړول .
(5): وګړو ته دژوند اساسي ضرورتونه دمثال په توګه ډوډۍ، جامي ، کور ، صحت او تعليم پوره کول او په خاص ډول په غريبانو اقتصادي سوکالي رامنځته کول.
(6): دټولني ټولو افرادو ته دهغوي داستعدادونو مطابق دکاروبار دکولو وظيفي لاسته راوړلو او په اقتصادي لحاظ دانکشاف لپاره ټولو وګړو ته يو شان زمينه برابرول او پدي لړ کي دخصوصي مراعت او سپارښت مخنوي کول.
(7): هر هغه چا سره محاسبه کول چي دخپلو وظايفو څخه يي ناجايزه استفاده کړي وي.
(8): دوزګاروخلکو دحالاتو څخه ځان خبرول او ددوي دوضعيت څخه ډاډ تر لاسه کول.
(9):داسلامي حکومت لخوا کارګرو ته دکار دالاتو او اسبابو برابرول سنت دي.