دهلمندولايت چاپي اثاروته لنډه كتنه

ليكوال :الحاج محمداسمعيل (شريعت يار)

كه دلښكرګاه مجله دديولسمي ګڼي دچاپېدوجوګه سوې ده زه ځكه خوشحاله يم چي په فرهنګي لاسته راوړنوكي ورځ تربلي زياتوالى ،ښكلااوپرمختياوينم .

ډېردشكرځاى دى چي په هلمندكي دپخوا په نسبت ډېروخلګوقلم ترګوتوكړى دى دنقد،شعر،مضمون،اونوروپه شكل يوڅه ليكي مفهوم هم لري خلګوته ئې وړاندي كوي .

راسئ چي درته په ګوته يې كړم په لومړى ځل د

الحاج شاه محمددرويش (خوندي)د(خط وخال جمال)كتاب دبست فرهنګي ټولني په دوهم ځل مشاعره كي ماته ډالۍ سو اوس درويش (خوندى)(دباچااودروېش)(دميني راز)په نومونونوري دوې غزليزي ټولګي هم لري درې واړه ټولګي يې غزليزي دي جالبه لاداده ډېروغزلوته ئې دهنرمندانودهوسايني لپاره دطرزاولهجې بڼه هم په ګوته كړې ده .

ورپسې لاهويادونه زماكتاب ؤچي غزلي اوشعرونوياترانې پكښي رايوځاى سوي وې له نېكه بخته دلاهويادونوكتاب عبدالواحدرنځوريارصاحب  نوموړى كتاب هغه وخت راورساوه چي دبست فرهنګي ټولني لخواپه لومړي ځل دهلمندسيندمشاعرې تابياسوې وه اوجهاني شاعرښاغلى (جهاني صاحب) پكښي ګډونوال ؤپه لومړي ځل زمادكتاب وېش په هغه مشاعره كي وسو

اوس مثبت قدم پراصله لاره تصوفي لارښودپه هلمندكي ټوكېدلي ګلونه اوزوړافق نوې رڼامي نورتاليفات دي چي په هلمندكي دادبي ډګرمحصولات دي .

الحاج ملامحمدحنفي چي دبابا لقب لري دجهادله شپوڅخه په شعراوشاعرۍ لاس پوري كړى ؤدمهاجرت په شپوكي ئې دجهادچغه او(   دخوږمن زړه پيغام )له چاپه راووتلي وه كله چي بېرته خپل هيوادته راستون سو

دادبي هڅوپه منظوردبست فرهنګي ټولني غړى سواوس ادبي بهيرته هم ورځي (دفكرسنګر)(دځوانۍ پيغام)(دقلم اتل)(هداية الرحمن في تجويدالقرآن) ئې نورله چاپه راوتلي كتابونه دي .

مولوي عبدالهادي(عمري)هم درسول الله په مينه مست دنعتونومستوڅپوته ځان وركړډېرنعت خوانان ئې دښكلونعتونوسره زياته مينه لري نعتونوته يې دترنم ښكلاوربخښي د(نعتيه پلوشو)په نوم ئې نعتيه ټولګه په لومړي ځل له چاپه راووتل اوپه لومړي ځل ئې درسول الله صلى الله عليه وسلم په هغه مېلادغونډه كي وويشل چي دابوهاشم سارواني دټولني لخوجوړه سوې وه.

(دمېرمني حقوق اودهغوشرعي ارزښت) ئې هغه ژباړه ده چي دمفتي محمدتقي عثماني صاحب رساله ئې له اردوڅخه پښتوته راژباړلې ده  

ښاغلي سردارمحمد(صديقي)هم دشعرپرډګرخپله اتلولي په فرهنګيانومنلې ده اودهغوۍ په اصرارئې يوه شعري ټولګه له چاپه راووتل څومره ښائسته نوم ئې ورته انتخاب كړى دى په نوم كي يې فرهنګيان ښكلي بللي دي اودهغوۍ دابادۍ دوعائې كړې ده نوم ئې دى (خدايه ودان لرې دښكلوكلى)دبلادي هيرسي عبدالودود(هجران)دريادوم دانتظارپه نوم ئې څومره ښه شعري ټولګه له چاپه راويستل هجران اوس يوتكړه ژورناليست دى

سترمفكردابوهاشم زيدسارواني وطندارښاغلى

 انجينرمحمداسمعيل (سارواني)دمتلوپه نامه يوكتاب له چاپه راويست داكتاب ئې دالف وباپه ترتيب سره جوړكړي دي متلونه ئې هم په فولكلوريك شكل جوړكړي دي .

ښاغلي ادم صفت الله هم شعري ټولګه له چاپه راويستل دجهادپه سنګرونوكي دروسي ښكېلاك يرغلونوپه صورت اوفكرسخت ځپلى ؤ دخپلي شعري ټولګي نوم ئې (دزړه دردونه په غزل واوښتل)كښېښود.

ښاغلى عبدالوهاب مينه يارهم (دخيال دپسرلي )په نوم غرليزه ټولګه له چاپه راويستل اودهلمندادبي بهيرديوې غونډي په ترڅ كي دوېش جوګه سوه

شلېدلي ځنځيرونه داهغه شعري ټولګه ده چي هلمندمېشت خبريال ښاغلي بريالي (رحيمي)چاپ كړې ده دشعرونومفهوم ئې دپښتني غروروڅخه استازيتوب كوي .

ښاغلى دلاورپردېس هم ګيله مني سترګي كتاب

 لر ي

داكتاب هم اكثره غزليزه بڼه لري دنوموړي ډېرشعرونه دلوستونكوپرژبه خوندوراوشيرين دي .

(معصومه څېره)هم هغه كتاب دى چي دهلمندولايت دبېلابيلوشاعرانوشعرونه ئې دځنځيركړۍ تشكيلوي پدې كتاب كي دهلمندڅخه بهردنوروولايتونواوهم دهيوادڅخه دباندي شاعرانوخپل شعرونه ورزيات كړي دي داكتاب ټوله دمرثيوبڼه لري ځكه ټوله اشعارئې دښاغلي معصوم شهيدعبدالصمد(روحاني)په يادكي ويل سوي دي اوراټولونكى ئې ښاغلى

 دروېش (خوندى) دى

بست فرهنګي ټولنه هم دبګړۍ خپلواكه درې مياشتنۍ مجله لري چي په پرلپسې ډول ئې ۱۲ګڼي له چاپه راوتلي دي اوس دځينودلايلوله مخي نوموړې په مهالنۍ واوښته لښكرګاه جريده هم دښاغلي عبدالهادي (عمري) په پرلپسې ډول اته گڼي له چاپه راووتل اوس هغه جريدې پرمخ تګ وكړۍ په مجلې واوښتل دادى تاسوئې ددوهمي ګڼي لوستونكي ياست

په هلمندكي د(بست) په نامه يوه جريده چاپېدل چي داد

غلام سخي نوريوال لخواپه كندهاركي چاپېدل اودلته راوړل كېدل پدې ورستيوكي ئې دمسْوليت چاري احمدشاه پاڅون ته ورسپارل سوي دي اوترپنځه څلوېښت ګڼوپوري چاپ سوې ده

 

همداراز

صفت الله زاهدي اوډاكټرمحمداشرف نادري په خپل زيارسره دهيلي په نوم جريده له چاپه راويستل څوګڼي ئې په پرلپسې توګه خپرې سوې بيا دڅه مودې لپاره چاپ نسوه خواوس بيائې پنځمه ګڼه له چاپه راوتلې ده

(شمله مجله) دامجله دوه مياشتنۍ ده اودابوهاشم سارواني دټولني لخواچاپيږي دچاپ كيفيت ئې ډېرښه اومضامين ئې په زړه پوري دي اودهلمنداولس غوښتني پكښي انځورسوي دي

(صفارمجله) دامجله ادبي بهيرله چاپه راويستل دډيزاين كمپوزاودمضامينواوډل اونورهرڅه ئې دبست فرهنګي ټولني دبګړۍ مجلې ادارې وكړل پدې مجله كي دصفاردتاريخي موقيعيت ياداښتونه هم راوړل سوي دي

(څراغ جريده )دګرشك ولسوالۍ دفرهنګيانوپه زيار له چاپه راوتلې ده داجريده ترډېره حده دګرشك دشاعرانواوفرهنګپالودښوهڅواستازيتوب كوي خوندئې لاپدې كي دى چي دڅراغ دنوم سره په جريده كي دڅراغ پخوانى سيمه يزانځورهم رسم سوى دى .

همداراز(هلمنداخبار)چي دډيروخت لپاره يومياشتنى ؤاوس په اونيزډول له چاپه راوزي دپخوا په نسبت ئې دچاپ كيفيت څه ناڅه ښه سوى دى

خوښي څرګندوم چي په هلمندولايت كي فرهنګي اوخپرنيزي يامطبوعاتي هڅي  مخ په ډيريدواومستېدودي داپړاودهلمندپه تاريخ كي دپرمختياپه درشل كي ترټولوځواكمن اوخوشبخته پړاودى په هلمندكي دفرهنګي هڅودلاپراختيااوسمسورتياپه هيله