چي پښتودوزخي بولي

 

ليكونكي : محمداقبال (خيبر)

 

نږدې پنځه زره كاله كيږي چي پښتانه يو او شاوخوا څوارلس سوه كاله وشول چي مسلمانان يو هغه مهال چي عربو داسلام د مبارك دين دخپراوي په موخه په پښتني سيمو پراخ درانه بريدونه پيل كړل نو پښتنو هم دغليم په سترګه  ورسره كلكه مبارزه  وكړه ځكه پښتانه په يو داسي شوخي خاوري مستي هوا او څپانده سيـندونو روزل شوي  چي هيڅكله يي پرديو ته په خپله خاوره د  واكدارۍ اجازه نه ده وركړې نو له همدې امله عرب له سخت غبرګون سره مخ شوي وه همداوجه وه چي  عربو پښتنو سره دعناد له مخي ددوى ژبه  دوږخي بلله  لكه چي د غزل بابا حمزه خان شينوارى وايي:                                                   

وايي اغيار چي ددوزخ ژبه ده

زه به جنت ته له پښتو سره ځم

داسلام له راتګ سره عربي ژبه هم دمذهبي ژبي په توګه د منبر ژبه وګرځيده لكه چي با چا خان وايي: زموږ دين په عربي ژبه دى او دهندوانو دين په سانسګريټي ژبه دى نو ځكه مو په واقيعت نه دى درك كړى دميخانيكي لوست په ځيرمو عادتي عبادت كړى چي په دې ډول د نورو ژبو د مداخلې لاره هواره شوې  ددريځ ژبه ګرځيدلې د نصيحت ژبه ګرځيدلې دعربۍ ژبې تر څنګ  فارسۍ هم تكتيك وهلى شايد په پيل كي دمخنوي په موخه  دوخت اديبانو هلې ځلې  كړي وي  اما بيلګه يي تر څلورمي هجري پيړۍ پوري نه لرو خو خوشال بابا بيا راوروسته  داسې كسانو ته چي په خپلو ساده پښتنو يي پردۍ ژبه او پردي لغتونه تپل چي نه يي په معنى څوك پوهيدل اونه يي موضوع درك كولاى شواى  ويل :

ته چي ماته عربــي خبري وايې

دعربوژبه څــــه زد ه عجـمـــــــــي

دعربوژبه څــــه زد ه عجـمـــــــــي

ځيني خلكودمغلو له تاثيره د چاپړوسۍ په ډول په خپلو خبرو كښي تر كي كليمې كارولې چي په  دې ډول يي په كلي اوبانډو كي هم داسي كليمو ته رواج وركاوه اودوياړ په ډول به يي ځان له نورو څخه بر ګاڼه چي خوشال داسي كسانو ته څه داسي ويل:

 

چـي په خـپلــــه ا فغانـي ژبه نادا ن د ي

په تركـي خبري څه ووايـې ا فغا ن ته

كه په رښتوني ډول  په رڼو سترګو وګورو دا ډيره اړينه ده دژوند او دقام دپرمختګ په موخه چي نوري ژبي زده كړو لكه وزيرمحمد ګل خان مومند چي وايي                                                    

دنورو ژبو زد ه كو ل كـه لو ى كما ل دى

دخپلـي ژبـي هيرو ل بـې كمالــي ده

همداسي ده  بايد نوري ژبي زده كړو داسي نه چي  خپله مورنۍ ژبه تر پښو لاندي كړو هغه ژبه چي موږ يي د خپلي ميني په غيږ كي پاللي يو د للو په وزمينو زمزمويي دخوب حسينو څپو ته سپارلي يو هغه ژبه چي موږ په هغه خوب وينو هغه ژبه چي موږ يي دژوند په هدف پوه كړي يو دا به ډير زياتى وي  هغې ژبي چي دوجود په رګ رګ كي  يي ځاى نيولى يوه پردۍ ژبه پرې واكمنه كړو يو ځلي چي غفار خان په زندان كي بندي و يو څوك يي دليدو په موخه د بري پښتونخوا څخه راغلى و كله چي له باچا خان سره مخ شو هغه پوښتنه ځني وكړه                                                                                                                        

څوك يي؟                                                                                                                                     

افغان يم                                                                                                                                      

په خټه څوك يي ؟                                                                                                                       

پلانى پښتون يم                                                                                                                       

پښتودي ولي نه ده زده؟                                                                                                          

په غير پښتنو كي مې كور دى ځكه مي پښتو نه ده زده  باچا خان وايي څوك چي له خپلي ژبي سره وفا نه شي كولاى  له خپلو سره به څنګه وفا وكړي  نو باچا خان ورته وويل : ورشه پښتو زده كړه بيا راشه كنې  بل وار رانه شې هغه سړى ولاړ بل وار چي راغى نو پښتو يي زده كړې وه  نو لازمه داده چي اول خپله ژبه زده كړو  بيا نورې لكه  خوشال بابا چي وايي :                                                                                                                                     

پـا ر ســـــــي شـــعر مـــي زد ه د ى سـليقه لـــر م د دواړو

پـښتو  شعر مـي خو ښ شو هر څوك خپل ګڼـي ښـاغلـي

 

كه حقيقت ووايو موږ خپلي ژبي ته دومره كار نه دى كړى لكه نورو ژبو ته مو چي كړى اوكه  څوك هم پيدا شوى چي بنسټيز كار يي كړي وي هغه مو خپله توهين كړى  له لاسه مو خنډ ورته جوړ كړى  ددربار ژبه مو پردۍ ژبه ګرځولې  پرديو ژبو ته مو دومره كار كړى چي خپله مو بيخي هيره كړې لكه  خوشال بابا چي وايي :                                                        

كـــه تــــازي ژبه هر ګوره ښـــــــــه ده       

      پـــارسي هم ډيره په خونــد خوږ    ده

چايــــي پـــــــــلو له جما ل پورته نه كړ

پـښــــــــــتو لا هســــــي بكـره پـرتــه

نولازمه داده چي د خپلي لرغوني ژبي  چوپړ ته كلكه ملا وتړو او پري نږدو چي څوك زموږ ژبي ته زيان  ورسوي  تر هر څه وړاندي لازمه ده چي  دپښتون ټبر  اداري ژبه  پښتو وګرځوو  تر څو مو خپل حق تر لاسه كړى وي هغه مبارزه چي صمد خان  وزير محمد ګل خان  مومند باچا خان اوداسي نورو كړې تعقيب كړو  او ددې ژبي دښمنان خپل شوم مرام ته پري نږدو او ثابته كړو چي :                                                                                                    

خــتمو ل دپـښتنو څــه ا ســــا ن  نه د ى

هرد ښمن مو سر خوړلـى د ى برباد دى

پنجا بيا ن او و ها بيا ن د ي خبر دار شــي

هـر سنـګر دپـښتونخـوا جـلا ل آ بـاد دى

داوخت موږ له ډير غټ ژبني بحران سره مخ يو په تېر كي مو په ميليونونو پښتانه په هند كي له لاسه وركړل هغه وګړي چي خپله ژبه له لاسه وركړي هغه نور دمړو حيثيت لري لكه حمزه بابا چي وايي :                                                                                                                       

را شه پو ه د ي چـي په راز د مرګ اوژوند كړم

چــي مــړه نه شي خپله ژبه ژوندو ن دادى

په دي ډول په هند  كي پاتو پښتنو دسيميزو تاثراتو په وجه اود دولت له لوري دحق نه وركولو په وجه خپله مورنۍ ژبه پښتو له لاسه وركړه يوازي دغصې په وخت كي درټلو توري يي پښتانه پاته دي چي دوى ته نور پـښتانه نه شو ويلاى په همدي ترتيب دډيورنډ له جابرانه او ظالمانه پريكون څخه وروسته د مقبوضه پښتون افغان هم دغه حال دى دموجوده دولتونو له خوا ورته حق نه دى وركړل شوى چي  ماشومان يي په خپله مورنۍژبه لوست تر لاسه كړي د

مورنۍ ژبي دزده كړي دلومړيتوب  په اړه حمزه باباوايي

بويـه چــي تعليـم  يـي و ي او ل په خپـله ژبه

ځـكه چي تعليـم خو و ي افضل په خپله ژبه

 

هغه ماشوم چي په خپله مورنۍ ژبه لوست تر لاسه نه كړي او د پردۍ ژبې تر سيوري لاندي را لوى شي نو له هغه سره به دخپلي ژبي دچوپړ په موخه څه احساس پاتي وي  په داسي روان حالت كي په داسي كورنيو كي دپښتو ويونكي   موده     پس  دنړۍ دنظام له مخي مري دغه په پردۍ ژبه رالوى شوي پاته ځوانانو څخه  دخپلې  ژبي د خدمت څه توقع نشته چي دا حالت جبراً د پښتو اوپښتنو دوركولو په موخه دي باچا خان په خپل كتاب زما ژوند او جدوجهد كي  ليكي موږ په ۱۹۲۱كال كي ددوستانو په امداد په اتمانزو كي داذاد سكول بنياد كيښود چي دمدرسې تر څنګ موږ دپښتنو دغلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح كولو د تشدد نه دمنع كولو او پكې دقامولي  دميني اومحبت دپيدا كولو په غرض د اصلاح الافاغنه په نامه يو انجمن جوړ كړى و              

زمونږپه سكول كي استادان كم وه نوما خپله هلكانو ته درس وركولو بله داچي مونږ دومره روپۍ نه درلودې چي استادانو ته مو ډبل تنخوا ي وركړي واى د پير نګيانوزمونږ مدرسه نه خوښيده چي كوم استادان به چي راتلو اول به يي يرولو كه به په يره ونه شو بيا به يي   دډيرې تنخوا لالچ وركړو اودغسي يي مونږ ته استاد نه پريښوده مقصود جان اتمانزو ته راتلو پوليسانوډير كړولى وو موږ دخلكو دپوهولو او دقامي مدرسو دمرستي دحاصلولو په غرض كلي په كلي كور په كور مو دورې شروع كړې او په خلكو كي موږ ژوند او احساس راپيدا كړزما د دورو نه د پيرنګي سره ويره  پيدا شوله سرهملټن  ګرانټ زمونږ دصوبې چيف كمشنر وو هغه زما پلار ځان ته وغوښت ورته يي وويل :چي دا زوى دي لګيا دى مدرسې جوړوي اودورې كوي زمونږ په خلاف خلك لمسوي ټول خلك غلي ناست  دي منع يي كړه دده سكرتر سعد الله خان مي بابا ته وويل :چي ته ګوره چيف كمشنر ستا څومره احترام كوي څومره چي ستا مني هغومره د بل چا نه مني ته دده دخوشالولو لپاره خپل زوى منع قدري كولاى نه شې بابا مي راغى  زه يي كښينولم راته يي وويل :چي زويه! ددې كارونونه لاس واخله ىځان دې په مصيبت مه اخته كوه  سركار هم خپه كيږي چي نور يي نه كوي ته يي څه كوي ماورته وويل چي ته وايي مه كوه  نه يي كوم ډيرو خلكو خو لمونځ  پريښى دى زه به يي هم  پريږدم خو ته به بيا نه راته وايې چي ولي

لمونځ  نه كوي بابا مي راته وويل : چي لمونځ خو فرض دى ما ورته وويل : چي دا علم هم فرض دى بابا مي وويل : ښه نو ځه كوه يي او بيا يي چيف ته وويل : چي موږ خو ستاسو د خوشالولو لپاره خپل دين نه شو پريښودلاى            باچاخان دپښتنو او دپښتو د ژوندۍ ساتلو لپاره په هغسي سختو تنګو وحشي حالاتو كي د خپل ژوند پروا ونه كړه او  دسر په بيه يي  دپښتنو او پښتو دبقا په موخه چوپړ وكړپه همدې ترتيب صمد خان  په ډيرو تنګو حالاتو كي د خپلي ژبي دودي اوبډاينې لپاره هغه كتابو نه چي په د پښتونخوا وطن په جوماتونو كي لوستل كيدل او اغيز يي په   په اولس ډير و هغه يي پښتو ته وژباړل د بيلګي په توګه ترجمان القرآن دمولانا ابو كلام  آذاد اردو تفسير   كمياوي سعادت  دحضرت امام غزالي (رح) كتاب   سيرة النبي دعلامه شبلي نعماني كتاب  د اذادۍ پاى د چارلټ او ډايسن كارټر كتاب اوګڼ شمير نور كتابونه  ژباړلي دي صمد خان يو بل ځاىوايي’’ چي اوس نو د ژوند مرام هم پښتو ده’’ او باور لرم كه پښتانه نورهيڅ هم ونه كړي يوازي پښتو خپله كړي او خپل ټول سركاري كارونه په پښتو وكړي پښتو ولولي پښتو وليكي او پښتو ووايي نو دوي به  په سل كي كه نور نه وي  اتيا كار كړى وي هم به يي خپله ورورولي خوږه شي او هم به دنورو دهيلي اوجنجاله وخيږي او دهغو سره به يي ورورولي پخه شي  تر هر څه مهمه داده چي د ژبي دبقا  په خاطر او د تل پاتي ژوند په موخه افتخاري كار وكړو داسي زيار چي خلك ورته ګوته په غاښ شي  لكه حميد بابا چي وايي :                                                               

فار سي  با نو د حير ت ګوتي په خولې كړ ې

چــــــــــي حميد  سـخـن ســــــا ز ي كا په  پـښـتو        

 اودا خبره ياد ساتي  چي د رنځ په وخت كي مو تسكين او ټكورونه په پښتو سره ده  لكه حمزه بابا د پښتو  غزل سالا ر چي وايي :                                                                                    

ته انګريز ي وايې كه ته بها شا* وايې

خــــو ښه دي خپــــلـه  هغــه كه د ا وايې

خوچــي رنځور شې نو پـــه پـښتــو كي

                         وۍ!   زما مــور ې     وۍ!    بــابـــا وايې

اودا بايد ثابته كړو لكه  ارواښاد كبير ستورى چي وايي:                                                        

چي پښتو دوزخي بولي مخ يي توردى

په پښتو باندي حـرام د دوزخ اور دى

دوزخيا ن يي په ويلو جنتيا ن شــــــي

دپښتــو ژبي جـنـت كي كلـى كـــــور دى

ماخذونه :

شينوارى حمزه  ،كليات باچا خان،   زما ژوند اوجدو جهد،

مومند عبدالحميد  كليات خټك خوشال خان كليات