الحاج حنفي بابا دهلمند يوتكړه شاعر اوليكوال

دهلمندي شاعرانودپېژندګلوى پدې لړى كي درته دهلمندولايت يوسپين ږري  استادشاعراوليكوال چي په فرهنګپالوكي يې دبابا لقب ګټلى درپېژنو

الحاج مولوي محمد حنيفي دمولوي امين الله صاحب زوى دامان الله لمسى په قوم نورزائي داروزګان ولايت ددهراودولسوالى په تجرى نومي كلي كي په (۱۳۲۹ ) هجري لمريزكال زېږيدلى  نوموړي ابتدائي ديني زده كړي دخپل پلارڅخه كړيدي اونوري ديني زدكړي ئي پرمختليفو علماؤ ترسره كړيدي ښاغلي په ( ۱۳۴۲ ) هجري لمريزكال دخپلي كورنى سره دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالى ته داوسيدو لپاره راغلي كله چي په كابل كي په (۱۳۵۷ ) هجري لمريزكال دغوائي پراوومه نيټه كودتاه وسوه

روسانوافغانستان اشغال كړښاغلي حنيفي صاحب هم لومړى دوطنه هجرت وكړ اوسمدستي ئي په جهاد لاس پوري كړنه داچي نوموړي يوازي دجسمي سنګرمجاهدؤبلكي په فكرى سنګركي ئي هم دګوتونه دى لويدلى ځكه دجهادپه

سنګركي ئي شعرونه اوليكني هم كولې چي په هغه وخت كي ئي دا درې شعري ټولګي لكه دخوږ من زړه پيغام ، اول او دوهم ټوك اودمجاهدچغه دچاپه راوتلي خونوموړي ځني نوركتابونه هم دفارسي اوعربي ژبو څخه په پښتو ژباړلي دي  لكه :زنجاني ،صرف مير،صرف بهائي ،ميزان صرف،تجويد هدايت الرحمن،دقران لوست اوداسي نور اونوري شعري ټولګي اويوه ژباړه لكه :دفكرسنګر،دځوانى پيغام ،دقلم اتل نعتيه وږمې .ښكلي ملغلري دسل حديثونوژباړه ئي په داورستيوكي دچاپه راوتلي اوځيني ناچاپه شعري ټولګي هم لري لكه :دميني كاروان ، ،دقلم اوښكه ،ملي ګلذاردڅلوريزومجموعه ،دميني ريحان .

خوبايدووايم چي خوشبختانه ښاغلى حنيفي صاحب تردې دمه دهلمندآدبي بهير سره ديوتكړه غړي په صفت ملګرى دى

 هلمند ادبى بهيرپه داسي نومياليووياړي