په پښتوادب کښي د(نقد)ياکره کتني اړتيا
ادبي کره کتنه دادب پوهني يوه ستره برخه ده چي ځانته ټاکلي اصول اوقوانين لري له بده مرغه موږيوازی دانتقاد په معنی اخيستي ده اصلي هدف يې دادی چي ديواثرښه اوبددواړه وڅيړل سي که څه هم په پښتوادب کښي کره کتنه له پخوانه دودسوې ده خوبيايې هم په پښتو ادب کي لاره نده پيدا کړي دايو ډېراوږدبحث دی
غواړوچي لږڅه پرې وږغيږوکره کتنه به هنري اومعياري ادب کښي ډير مهم رول لري ځينوادب پوهانوکره کتنه علم بللی دي اودهغوي دليل دادی چي کره کتنه دټاکلومعيارونواوموازينوپه زريعه دتخليقي اثاروښيګڼي اونيمګړتياوي څرګندوي ، ځيني بيادانظرردوي اووايې چي درياضياتويايافزيک دعلموپه خلاف چي په هغه کي داحساساتوددخالت دورکولوامکانات نسته ادبي کتنه بايد په ډېره اسانۍ دذوق اوسليقي سره ګډيږي له دې امله ادب پوهان دې پایلي ته ر سيدلي چي وايی ادبي کره کتنه دعلم اوهنرترمنځ منځنۍ موقف غوره کړی دی نقاد لره پکار ده چي دپاک نيت اواخلاصه برخورداره وي دی بايد دلوړي مطالعي خاوند وي پرادب سربيره ښه نقاد په فلسفه ښکلاپيژندنه سآينس ،ټولنپوهنه ، اقتصادپوهنه ،ارواپوهنه علموکي لاس و لري اودنړيوال ادب په برخه کي هم معلومات ولري
زموږ چي زياتره وخت کره کتنه کيږي ددې پرځای چي ګټه موکړی ي په زيان موتماميږي ځکه چي موږهمشه په کره کتنه کي ومنفي اړخ ته ژرګوته نيسي اومثبت اړخ له پامه غورځوي داپخپله داختلاف يوسبب دی ياهغه نوي کس چي دادب ميدان ته راغلی وي اوډېرمهارت نلری دونه يې تهديد کړوچي دهغه بيازړه تورسي داخپله دنوي نسل دپاره يوګذاردی اوبله خبره داده چي ځیني وخت موږله خصوصياتونه کاراخلوهغه داچي کله کله موږددوستی ياملګري په وجه سالم نقدنه کوودنقدياکره کتني به اړه دپوهانومختلف نظرونه دي
(ايمرسن)ويلي دي کوم څوک چي په شعرويلوکي پاته راسي نودخپلي ناکامي دغچ اخيستلوله پاره ځان کره کتونکي جوړکړي اوپرشاعرانوتيوکي کوي
(ګويټي)کره کتونکي ته په ډېره بده سترګه کتلي دي اوتل به يې ويل چي کره کتونکي دوژلووړدي
پوه وګړي هغه کره کتنه نه خوښوي چي يوازي عيب لټوی لکه چي يومهال (ويلټرپر) (شکسپسير) باندي نيوکي کولي اوپرځوان شاعر(ګيټس) باندي دهغه ځيني هم مهاله داسي نيوکي وکړي چي هغه يې ددک په ناروغی اخته اومړسو او(رحمان بابا) اوبايزیدروښان غوندي شخصيتونه باندی بي ځايه نيوکي سوي دي
(ريجريټس) ويلي دي کره کتونکي له ادب سره هغه کارکوي چي ډاکتريې له ناروغ سره کوي يعني دهغه دروغتياپالنه کوي اوځيني ځايونه کي بياکره کتونکي دبڼوال سره ورته بللی دي بڼوال دګلبڼ څخه واښه لي کوي ګلان اونيالګي روزي په پای کي داويلي سوکه کره کتنه په سالم په سالم ډول وسي په ادبي ډګرکي سمون رامنځته کولای سي
ليكوال :سردارمحمد(همدرد)