: غزل
برېښناليکپته: n.umars@yahoo.com
شاعرادم صفت الله
شبنم پر شګوفو ؤ له بارانه سره ولاړ
زموږهر قدم په اوښكو له ګريوانه سره ولاړ
هجران مو له ازله په تندى كي دي ليكلي
په وير ككړ اميد مو له ارمانه سره ولاړ
په طمه دسبا مو تورو شپو ته غيږه وركړه
غماز ويښ تر سهاره دازانه سره ولاړ
زموږ پر هوسونو را چا پير سوه چپا ونه
زموږ هر سړى اسير ؤ له زندانه سره ولاړ
په تورو تاريكو كي بې مزله خو ځيدلي
په ستړو قدمونوله كاروانه سره ولاړ
ادم (صفت ا لله ) داسلام لار ورته نيولې
دتوحيد پر كليمه دخپل ايمانه سره ولاړ
19.01.2012
- لښکرګاه
غزل برېښناليکپته: sardar.sadiqe@gmail.com هرساعت اوهرګړی مي زړه کي اوسيديوچاديادغمی مي زړه کي اوسيپه رقيب رقيب ماحول کي موژوندون دیچاته نه وايم چي دی مي زړه کي اوسيدنظرپه پسرلوکي مي لوی کړیيودګل په شان سړی مي زړه کي اوسيداچي ځان سره ګډېږمه ملګرونه يم يوشی خويوشى مي زړه كي اوسي
ماته مه وايه چي هير يې کړه مورجاني!صدیقي غوندي زلمی مي زړه کي اوسي...
21.01.2012
- لښکرګاه
په پښتوادب کښي د(نقد)ياکره کتني اړتيا
ادبي کره کتنه دادب پوهني يوه ستره برخه ده چي ځانته ټاکلي اصول اوقوانين لري له بده مرغه موږيوازی دانتقاد په معنی اخيستي ده اصلي هدف يې دادی چي ديواثرښه اوبددواړه وڅيړل سي که څه هم په پښتوادب کښي کره کتنه له پخوانه دودسوې ده خوبيايې هم په پښتو ادب کي لاره نده پيدا کړي دايو ډېراوږدبحث دی
غواړوچي لږڅه پرې وږغيږوکره کتنه به هنري اومعياري ادب کښي ډير مهم رول لري ځين...