غزل
برېښناليکپته: sardar.sadiqe@gmail.com


هرساعت اوهرګړی مي زړه کي اوسي
ديوچاديادغمی مي زړه کي اوسي
په رقيب رقيب ماحول کي موژوندون دی
چاته نه وايم چي دی مي زړه کي اوسي
دنظرپه پسرلوکي مي لوی کړی
يودګل په شان سړی مي زړه کي اوسي
داچي ځان سره ګډېږمه ملګرو
نه يم يوشی خويوشى مي زړه كي اوسي

 ماته مه وايه چي هير يې کړه مورجاني!
صدیقي غوندي زلمی مي زړه کي اوسي