ادم (  صفت ا لله پېژنى )

اصلي نوم ئې ادم او قلمي نوم ئې صفت ا لله دی دفتح محمد زوی دمحمد حسين لمسی او دمحمد اخلاص کړوسی دی اصلي دفراه دخاک سفيد اوسيدونکي دي او صفت ا لله خپله دهلمند ولايت دسنګين دملک عبد الله خان په کلي کي په ۱۳۴۰هجري ش کال زيږيدلی په پنځه کلني کي دسنګين دهاشم سا رواني په ښوونځي کي شا مل سويدی تر نهم صنف پوري ئې پدغه ښوونځي کي درسونه ويلي صفت ا لله په نهم صنف کي دهغي مظا هري مشری کول چی دخپلومعلمانو دوهلو او ټکولو په خلا ف جوړه سوې وه چي په نتيجه کي ادم صفت ا لله  جبرا دښورکي منځني ښو ونځي ته سه پارچه سو ده نهم صنف د ښو رکي په ښوونځي  کي پای ته ور سوی او دهغه ځا يه ئې دګرمسيردزراعت دمسلکي ليسي د پاره دکا نکور په ازموينه کي برخه واخستل او په  ازموينه کي بر يالی سو ده دغه ليسه څلور مياشتي وويل  خو دکورني اقتصا دي مشکل له امله ځنی پا ته سوهوروسته دلښکر ګاه  په مر کزي ليسې کي شا مل سو تر دولسم صنف پوري ئې دغه ليسه وويل په ۱۳۵۸هجري ش کال داخواني په نا مه دوخت دحکومت لخوا بندي سو دهمدغه کال په اخير کي دزندان  څخه خوشی سو دا وخت  روسي فو ځونو پر افغانستان ير غل کړی ؤ ادم صفت ا لله چي کوم وخت دزندانه را ازاد سو نو پا کستان ته ولاړي او دهغه ځايه دروسی فوځونو په خلاف ئې خپل جهاد پيل کړي په ۱۳۶۰هجري ش کال په هلمند کي دخواجعلي په جبهه کي دتنظيم او دعوت دمر ستيال دنده ور دغاړي  سوه علاوه پردي ئې  دروسانو پر خلاف په عملي جهاد کي ئې هم بر خه و اخستل دوه ځلي ئې په هغو عملياتو کي دنورو مجاهدينو سره يو ځای بر خه وا خستل چي مجاهوينو دګرشک او دلا رام تر منځ دروسانو دکاروان مخه ونيول ددغه کال په سنبله کي چي کله دهلمند په شمال دټمبي په غره کي نوې جها دي جبهه پرا نستل سوه ادم صفت ا لله هم ور سره را غی اوددغه ځايه دنورو مجاهدينو سره يو ځای دروسانو سره جنګيدی دوه ځلي ئې په هغو عملياتو کي برخه واخستل چي روسانو غوښتل چي  دموسی کلا مرکز بيرته  دمجاهدينو څخه واخلي تر دغو عملياتو وروسته  ددغه کال دجدي په ميا شت کي  دجبهي دمشر تا به هيئت لخوا يو ګروپ دنا دعلي ولسوالي ته تشکيل سو ادم صفت ا لله ته ددغه ګروپ دمر ستيال دنده ور دغاړي سوه ادم صفت ا لله ددغه کال په حوت کي په هغو عملياتو کي برخه وا خستل چي دشپی له مخي دنا دعلي ولسوالي  دروسانو لخواد څلورو طرفوڅخه تر سختي محا صری لاندی را غله ادم صفت الله تر ۱۳۶۸ هجري ش کال پوري دروسانو سره په مخامخ جګړه کي۴۲ځلي بر خه واخستل صفت الله پر مسلحانه  جهادسر بيره په فکري سنګر کي هم خپل جهاد ته دوام ور کوی دشعر په ژبه يې  دروسانو ظلمونه دخپلو وطنوالو تر غوږو رسول  صفت الله دروسانو تر ورستي عسکر پوری دجهاد دتاوده سنګره ونه وتی.

کله چی روسان دهيواد څخه ووتل دروسانو دوتلو سره يو ځای صفت ا لله خپل توپک پر مځکه کښيښودی او ددهقانی ( بزګري ) په چارو بوخت سو .

پر بزګری علاوه ئې وديني علم ته ملا وتړل پر مولوي حاجي محمد ئې ديني زده کړی پيل کړي په پنځه کاله ئې بيله صرف او نحوي نور ټول ضروري علوم پر نو موړي جيد عا لم پای ته ورسول صفت ا لله په۱۴۲۰ هجري ق کال دطالبانو دحکومت په وخت کي دنا دعلی دابتدائيه محکمي د محرر په صفت په دولتي دنده پيل وکړی صفت ا لله دهغه وخت دولسوال سره دحزب اسلامي او حرکت انقلاب  اسلامی دموضوع پر سر اختلاف را پيدا سو  چي ددي اختلاف په نتيجه کي دولايت مقام او دمرا فعه محکمی رئس په ګډه دا تصميم ونيوي ادم صفت ا لله ئې دهلمند مرا فعه محکمي ته را تبديل کړی او دنا دعلی ولسوال ئې جبرا پدي نامه چي دمحکمي په چارو کي لاس وهنه وکړه با غران ته تبديل کړی صفت ا لله  دطا ليبانو دحکومت تر پايه  په مرا فعه محکمه کی خپل دندي ته دوام ورکړ ی .

کله چی دطالبانو حکومت له منځه ولاړی او مؤقته اداره را منځ ته سوه  ادم صفت ا لله  دنادعلي ولسوالی ته بيرته تبديل سو ، او هلته ئې خپلي دندي ته دوام ورکړي  صفت ا لله  په ۱۳۸۳ هجري شکال په کابل کی  دعلما ؤ دسوئې په ازموينه کي برخه واخستل اوپه هغه ازموينه کي دښو نمرو په اخستلو بر يا لی سو 

کله چي موقته اداره را منځته سوه  دژوند په  ټولو چاروکي بدلون را غي دمطبوعاتو دازادی قانون منځته را غي دا وخت په هيواد کي دفرهنګي انقلاب دپا ره ډير سخت ضرورت ؤ ځکه چي زموږ فرهنګ زموږ د همسا يه دولتواو نورو دولتو تر  سخت ير غل لاندی ؤنو صفت ا لله هم ددغه فر صت څخه په استفادي خپلي فر هنګي هلي ځلي چټکي کړې په ادبی غو نډو کي ئې برخه واخستل تر ډيره وخته ئې په ځا نګړي ډول ادبي هلي ځلی کولی خو په ۱۳۸۵کال دبست په فرهنګي ټولنه  کي رسما شا مل سو او دبست دفرهنګي ټولني په اونيزو ادبي غونډو کي ئې بلا نا غه برخه اخستل ادم صفت ا لله دهلمند ادبي بهير په جوړولوکي ديو فعال فرهنګ پال رول ولوبا وه تر څو په ۱۳۸۸ هجری ش کال په هلمند کي دټو لو فرهنګی کړيو په همږغی ادبي بهير منځته راغي  دبهير په تشکيلاتي جوړښت کي صفت ا لله دبهير دوياند په حيث وټا کل سو دصفت ا لله تر دا محاله يوه شعري ټولګه دزړه در دونه په غزل وا وښته دچاپه راوتلي او نور دغه نا چاپه کتا بونه ئې دچاپ لاره څاري 

۱، دلنډو کيسو مجموعه ،

۲دهلمند دجهاد تاريخ ،

۳دشعر لار ښودنه

۴او شعري ټولګه

  صفت ا لله اوس هم په ادبي هڅو بو خت دی او په لښکر ګاه کي اوسيږي