ستاسو ديني پوښتني اوزموږځوابونه عبدالهادي عمري
دغاښ ډکول مانع دغسل ندي
پوښتنه: څه فرمائي علماء کرام ددين پدې مسله کي چي غاښ ډکول دغسل مانع دي که ندي ؟
ځواب ::هرکله چي دغاښ سورى دهغه موادوچي ډاکترانوورته انتخاب کړي دي ډک سي دغه ډکېد ل دغاښ مانع دجنابت دغسل نه دي دپاره ددفع دتكليف
فتاواى فريديه ج٢ص ٧٤
دښځودپاره دپزي اوغوږونوسوري کول
پوښتنه : څه فرمائي علماء ددين متين پدې مسله کي چي اکثره ښځي غوږونه اوپزي سورۍ کوي اياشرعاغوږاوپزه سوري کول جائزدي اواياداتغيرالخلق نه دى بينواتوجرو؟
ځواب : په غوږوکي غوږواليان اچول دنبي عليه السلام په زمانه کښي هم رواج وه اواوس هم په عربوکي رواج دي نوپردې باندي په قياس کولوسره دپزي سوري کول هم جائزدي که چيري داپه تغير خلق الله کي داخل واى نورسول الله صلى الله عليه وسلم ضروري منعه کول
احسن الفتاوى ج٨ص١٩٢
دنوکانورنګول داودس اوغسل مانع دي
پوښتنه: څه فرمائي علماء ددين به دې مسله کي چي په اوس زمانه کي ښځي پرنوکانوباندي رنګ لګوي که چيري ښځوته وويل سي چي دنوکانورنګ ناجائزدى ځکه دنوکانودرنګ سره اودس نه کيږي چي اودس دلمانځه دپاره شرط دى اولمونځ داسلام دارکانوڅخه دى کله چي اودس ونه سونولمونځ به څنګه صحي سي دوۍ په جواب کي وائي چي دازينت دى اوزينت دښځودپاره ضروري دى اوفقهاء هم وائي چي ښځه دخاونددپاره هرقسم زينت کولاى سي نوبيا ولي موږدارنګ نه استعمالوو
اوس پوښتنه داده چي دارنګ جائزدى اوکه يا
ځواب:داسي زينت حرام دى چي دشرعي فرائضودصحت مانع وي کوم شى چي بدن ته داوبورسېدولوڅخه مانع وي دداسي شي په موجودوالي کي اودس اوغسل نه صحي کيږي حضرات فقهاء کرام وائي وچ اوړه چي پرنوکانوپاته وي دغسل اواودس کولوڅخه مانع دي حالانکي اوړه دنوکانودرنګ غوندي سخت هم ندي اوداوړوضرورت هم سته نودنوکانودرنګ اجازه به څنګه ورکول کيږي چي لمونځونه ئې دنوکانودرنګ سره کړي وي دهغوراګرځول واجب دي اوهمدارنګه دي توبه اواستغفارهم وکړي
احسن الفتاواى ج٢ص٢٧
(٢)دحاجت اصلي څخه پرزياته مځکه باندي دحج دفرضيت مسله
سوا ل: څه فرمائي علماء ددين ددې مسلې په باره کي چي مځکه په حاجت اصلي کي داخله ده که يااوپرمځکه باندي کله حج فرضيږي ؟
ځواب:چي څومره اندازه دمځکي څخه کلني ضرورتونه پوره کيږي هغه مځکه په حاجت اصلي کي داخله ده اوکه ترکلني ضرورتونوزياته وه نودحج لپاره به ئې خرڅوي
فتاوى فريديه ج٤صفــــــــ٢١٥ـــــ