هلمندد تاريخ په اوږدو کي
الحاج محمد اسمعيل شريعتياردرېيمه برخه
د دريم څپرکي په لړ کي به د هلمند په ولايت کي نوري تيري سوي پيښي هم ووايو چي د کومو واکمنانو په واکمنۍ کي کومي پيښي ورباندي راغلي دي
1. امير کروړ سوري د زمينداور د زاړه ښار په ناوه کي ډير وخت اوسېدلي دي. په (١٦٠) هجري قمري کي مړ سو، وروسته يې زوي اميرناصر په نوموړي کال کي د چارو واگي په لاس کي ونيولې، په دې وخت کي بُست او زمينداور د غوري واکمن امير ناصر له خوا اداره کېده. تاريخ ليکونکي ليکي : د غوري واکمن امير ناصر پلار د اوسني هرات او پخواني غور په زنده جان نومې سيمه کي د پوشنگ په جنگونو کي ووژل سو. بُـست او زمينداور اوس دهلمند ولايت پرنفوذه سيمي دي.
2. د امير سوري بن محمد د حکمرانۍ وخت په (٢٥٣) هجري قمري کښي وو، په دې وخت کي يعقوب ليث صفاري د دې زمان د جگړه ايز خط مخور قوماندان وو، هره سيمه چي به يې نيوله هغه به يې د غور په واکمنۍ پوري وتړل ، په دې وخت کي د غور د واکمنۍ اوږده مرانده د اوسني هلمند د بُست او زمينداور پر سيمو هم را تاو سوى وه.
3. د زمينداور سيمه ډير وخت د جنگ ډگر وو او دا جنگ به د خپلواکۍ لپاره وو، په دې هکله ابن حوقل د غور د واکمنۍ سرحدونه په (٣٦٧) هجري قمري کي داسي تشريح کوي چي غور د هرات څخه تر فراه او د فراه څخه د داور تر ښار پوري دي . معلوميږي چي د اوسني هلمند د زمينداور سيمه يا د کجکي ولسوالي په دې وخت کي د غور د واکمنۍ برخه نه وه.
4. د څو مياشتو جنگ جگړو وروسته زمينداور د غور د واکمنۍ لخوا بيا په زوره نيول سوى دي او بيا د غور د واکمنۍ يوه برخه گرځېدلې ده. د(حدودالعالم) په حواله په (٣٧٢) هجري قمري کي د غور حدود او سرحدونه داسي ښودل سوي دي چي غور د غرونو تر منځ يوه را ايساره سوي سيمه ده ، يوې خواته يې د بُـست سيمه او بل طرف ته يې غرجستان دي، د اوسني هلمند د کجکي ولسوالۍ پوري تړلې سيمه ( زمينداور) په دغه وخت کي د غور د واکمنۍ يوه برخه وه .
5. کله چي سلطان بهاوالدين د غور واکمن د دنيا څخه سترگي پټي کړې ورور يې سلطان علاوالدين حسين (جهانسوز) په (٥٤٤) هجري قمري کال کي واکمنۍ ته ورسېد په دې وخت کي سلطان بهرام شاه د يوه لوي لښکر سره د غزني څخه د جنوب لويديځ پر لوري و خوځېده د هلمند تر گرمسير پوري پر مخ ولاړ لايې د خپلو سوبو لمنه نوره هم پراخه کوله او د زمينداور پر لوري يې مخه وکړه کله چي زمينداور ته ورسېد نو د سلطان علاوالدين د سرتيرو له خوا ورسره سختي نښتي وسوې، سلطان بهرام شاه ماته وميندله او سوبه د سلطان علاوالدين په برخه سوله. ټولي هغه سيمي چي سلطان بهرام شاه نيولې وې ، سلطان علاوالدين ته وفادارو ټوليو بيرته ورڅخه ونيولې آن تر دې چي غزنۍ يې هم ورڅخه ونيوه. د (٥٤٥) څخه بيا تر (٥٤٦) هجري قمري کال پوري يې د غزني ښايسته ښار له خاورو سره خاوي کړ، ٨ ورځي يي د غزني په ښار کي عامه وژنه وکړه، وروسته يې د بُست او زمينداور پر لوري مخه وکړه د بُست ښار بې مثاله ښايسته ودانۍ درلودې ، ټولي يې وتړولې ځکه په جهانسوز سره وپيژندل سو.
6. د غرني غور په اړخ کي جنوب پلو ته زمينداور موقعيت لري ، په پخوانيو وختونو کي په زمينداور کي يو ښکلي او نامداره باغ جوړ سوئ وو چي د (باغ ارم ) په نامه يادېدي. باغ ارم د غوري واکمنانو ژمنۍ پلازمېنه وه. قاضي منهاج السراج د سلطان غياث الدين غوري د واکمنۍ په لړ کي ورڅخه يادونه کوي. ډير تاريخ ليکونکي ليکي چي غوري واکنيو په وخت کي په زمينداور کي يو باغ جوړ سوئ وو چي د باغ ارم په نوم نامداره وو، په دې باغ کي د صنوبر، ابهل او نوري خوشبويه وني ايښودل سوي وې او يوه اړخ ته يې يوه لويه ميداني (اواري) جوړه سوې وه چي اوږده او پسور يې د باغ ارم د اوږده او پسور په اندازه وه، هر کال به په دغه ميدانۍ کي د بُزکشۍ لوي لوي لوبي کېدلې او ډير ښکارسوي څاروي به دغه اوارۍ ته راوړل کېدل. عزيز احمد پنجشيري ليکي : اوس په زمينداور کي د باغ ارم نوم څوک نه يادوي او دغه سيمه د زمينداور څخه بېله سوې ده ، د باغ ارم تورۍ په باغران اوښتئ دي اوس زمينداور د کجکي په ولسوالي پوري تړلي دي او دباغران په نامه ځانته ولسوالي وجود لري چي د هلمند ولايت د يوې ستراتيژيکي ولسوالي بڼه لري.
7. سلطان غياث الدين غوري په (٥٦٩) هجري قمري کي گرمــــسير، زميـــنداور، غـــــرجـــســــتان، تالقان او سيف رود د غـــــور د واکــــمــــنۍ برخـــــه وگـــرځول د کابل، غزني او زابـــل د نيولو جــــگړه ايز او عسکري تشکيل يې د هلـــــمــــند ولايت د گرمسېر دسيمي څخه کـــــاوه. د دې تشکــــــيـــلاتو مـــــشر يــــي خپل ورور شهاب الدين ټاکلئ وو، د سلطان غياث الدين غوري دوبــــــــنـــۍ پلازمينه فيـــروزکوه او ژمينۍ پلازمېنه يې د باغـــــــــــران ولــــــــســــوالي وه.
8. د سلطان غياث الدين غوري تر مړيني وروسته د هغه زوي غياث الدين محمود د خپل اکا معزالدين له خوا د فراه او بُست د اداره کولو لپاره په کار او واکمنۍ و گمارل سو، کله چي معزالدين ووژل سو، غياث الدين محمود په زمينداور کي سرتيري تيار کړل او پر غور يې يرغل وکړ په دې يرغل کي يې چي په (٦٠٢) هجري قمري کي يي پيل کړ ډيري سيمي ونيولې او بې شماره سوبي يې لاسته راوړې.
9. محمد بن عوفي (لباب الالباب) نيکه يې امام ابوطاهر يحي د طاهر زوي د عثمان لمسى وو د حديثو او معرفت لوي عالم وو ، په شپږم قرن کي په بخارا کي وزېږيده ، زده کړه او پوهه يې په بخارا کي تر سره کړه وروسته د ويالې پر بله غاړه (ماوراءالنهر) سيستان او په خراسان کي د سياحت په لړ کي د عالمانو سره په ليدنه کتنه بوخت سو د دې څخه وروسته څه وخت يې خلکو ته په ښوونه تير کړ وروسته يې په هلمند کي د خلج د دېوان د ليکونکي ارسلان خاقان نصرت الدين عثمان بن ابراهيم سره د سلوک او تصوف لپاره تير کړ په (٦٢٥) هجري قمري کي د مغولو د يرغل په وخت کي سيند ته ولاړئ .
نور بيا.....
مآخذ: تاريخ مختصر غور(فارسي) .