هلمنده      حمدالله مصلح لښکرګاه

خداى دي پوره كه دزړګي هريوارمان هلمنده
زمازړګيه زماروحه اوزماځان هلمنده

غوټۍ دسولي دي دزړه په كوركي وسپړيږه
پرهره دښته دي راشنه سه سره ګلان هلمنده
ستاپه خزان وهلي بڼ كي بلبلان خپه دي
ژردي رب راولي ستاغيږي ته بوستان هلمنده
ستانه لوګى ستادغيرت اوستادميني نه ځار
سيند دي مست مست دي په څپوڅپوروان هلمنده
ستاابادى ته به موږ واړه سره يوسوهروخت
ستانوم اوپت به هروخت ساتوقدردان هلمنده

په خپل زخمي غيږه كي تاموږ راټول كړي يوټول
ته زموږشمع يي  موږ ستايو پتنګان هلمنده
هريوبچي دي دغليم څخه سنګر نيولى
دغيرت ډك لري هركلى هرميدان هلمنده
كه دي دشوراودهمت نه ډك بچي خبرسي
سره يويوبه كړي ستاټوله دوښمنان هلمنده
زمادزړه دميني كوره خداى دي جوړكه راته
 زمادسردسترګو توردزړه درمان هلمنده
زخمي وجودته به دي بياموږ پټى ولګوو
تابه ساتوستابه خدمت كووهرځوان هلمنده
ستاهرزلمى به ستاعزت اوحفاظت كوي تل
تابه سياليوكي اوچت كړوترجهان هلمنده

( مصلح )يم ستادخادمانوبه خدمت كومه
ستا په خدمت كي به كم سراومال قربان هلمنده