صفارپېژنى ؟ ليكوال الحاج محمد اسمعيل شريعت يار
صفاردهلمنديوه سيمه ده چي دګرمسېرپه ولسوالى پوري اړوندده
ډيرلوستونكي به دصفاردنوم سره نااشنا وي نه به پوهيږي چي صفارڅه معنى ددې توري ترشا څه ډول تاريخ پرت دى .بهتره به وي چي پدې هكله ګرانولوستونكوته معلومات وړاندي كړم
دغياث اللغت كتاب دمنتخب برخي په حواله صفار د(ص) په زورسره په لغت كي وچوواښوته ويل كيږي .صفارد(ص) په پيښ سره دمرغه اواز،دنس چنجيانواوژيړواوبوته ويل كيږي ،كه صفارد(ص) په زوراود(ف) په شرسره وويل سي ديوه پاچا نوم دى چي ابن ليث صفاري نوميږي چي دصفاري دورې لومړنى واكمن بلل كيږي ، كه (ص) په پيښ سره وويل سي داسلامي مذهب څخه دوتلوخارجي ډلوڅخه يوه ده چي مشرئې عبدالله بن صفارنوميدى ،دمعجم الوسيط په حواله صفار د(ص)په زوردژړواومشكوڅخه دشيانوجوړونكى ته وائي ،هرسړي چي به د لوښوجوړولوپوهه اومهارت درلودورته به صفارويل كيده
داهم اړينه خبره ده چي داسيمه څنګه دصفارپه نامه ياده سوه ؟
كه وګوروچي ديوې غيري مذهبي ډلي مشر عبدالله بن صفارنوميدى اودعبدالله دپلارصفارهستوګنه دڅه وخت لپاره پردغه سيمه سوې وه اودصفاريا عبدالله بن صفار په خاطرچي شهرت ئې درلودى نوداسيمي دصفارنوم ورڅخه خپل كړى وى شونې خبره ده كه وګورو چي معجم الوسيط دلغتوكتاب دصفارژباړه دژړواومسو څخه دلوښواويا ظرفونوجوړونكى ته وائې نوديعقوب پلارليث دمسواوژړوڅخه دظرفوپه جوړولوكي پوهه اومهارت درلودى ځكه ئې دصفارنوم خپل كړى وو كله
چي يعقوب دشهرت څښتن سونودصفپري ليث زوى يعقوب يا يعقوب بن ليث صفاري ئې باله اونوم ئې سيمي ورڅخه خپل كړ.يعقوب ليث صفاري كوم چي سيمي نوم ورڅخه خپل كړى دى هم بايدګرانولوستونكوته وروپيژنواوبايدګران لوستونكي ديعقوب ليث صفاري دكورنۍ په هكله هم خپل په معلوماتوكي زياتونه وكړي .
دافغانستان دلنډتاريخ په حواله دامويانواوعباسيانوپه وختونوكي سيستان تل دڅپڅپانده حالتونوپه مركزاوښتى و،په تيره بيا دخارجيانوډلوټپلوپه دغه سيمه كي ځاى نيولى وو،اوددغه ولايت خلګوورڅخه كړاونه زغمل .عياران هم په سيستان كي واك ته ورسيدل.دعيارانودډلي څخه يوهم دليث زوى يعقوب وو دسيستان دقرنين په كلي كي چي په صفارپوري تړاولري زږيدلى دى اوس هم دخلګوپه منځ كي دقرنين نوم نسته شايد يا قرنين اوس نه وي ياپه بل نوم اوښتى وي
يعقوب بن صفاري دصفاري دورې دواكمنانوبنسټ ايښودونكى اولومړنى رهبرووچي صفاري دوره ورباندي پيل كيږي يعقوب بن ليث صفاري لومړى دګرم سيرسړى ووچي فوځونه اوفاتحانه لښكرورپسي ولاړل اوپراخي سيمي ئې ترخپل نفوز لاندي راوستې .
دصفاريانودواكمنيوځواكمنه اودشوره ډكه دوره د۲۴۷ هجري څخه تر۳۹۳ هجري پوري وه ،دصفاريانودواكمنۍ لومړى فاتح يعقوب دليث زوى صفاري ووچي دخپل ورور عمر ليث سره دسيستان دحكمران دعسكروپه ليكوكي شامل سو، يعقوب صفاري زړه ور،يوالي ته ليوال ،هوښياراودلاښووني وړزلمئ وو،په عسكري خدمت كي ريښتونۍ اووفاداره وو ځكه دسيستان حكمران اوصالح بن نضرت هم يعقمب صفاري په لږوخت كي دسپه سالارۍ ترمقامه ورساوه . داوخت طاهري دولت مخ په ځوړووكمزوتيا ئْي هرچا احساس ولاٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰى سوه،په ملت كي نااميدي وارپه وارپه ډيريدووه.په سپوږميزليږديز۲۴۷ كال يعقوب ليث صفاري دسيستان دخلګوڅخه بيعت واخيستى اوپه ډاګه ډګر ته راووت عيارانو هم بازووركړاويعقوب صفاري په ځاى نيونواوجګړوبوخت سو،رتبيل په دغه جګړه كي ووژل سواوبست ديعقوب صفاري لښكر ولاندي كړ.يعقوب ته په دغه جګړه كي دزياتوبرياليتوبونوترڅنګ زيات غنيمتونه هم پلاس ورغلل چي
دفوځ زياته اكمالاتي زخيره يې كيدله .خوديعقوب صفاري پرخلاف درتبيل شاه دوستان يوپه بل پسي ياغي كيدل اودجګړې ميدان ته بې راودانګل داسمه خبره ده چي ديعقوب صفاري لښكر دپرله پسې جګړوڅخه ستړى سوى و ه خوبيا ئې هم سخت جنګاو مقاومت كاوه درتبيل
ددوستانو هم ديعقوب دلښكروسره مقاومت نه درلودى يوپه بل پسي ماتيدل ځيني به يې دومره وځپل سول چي نور
لښكرخويې لاڅه چي خپله به هم دصفاري لښكرولخوادومره تنګ سوچي دتيښتي لاره به يې نه درلوده اوبيابه ووژل سو.رخج،زابل ،پنجوائي،غزنى ،اوكبل ئې يوپه بل پسې لاندي كړل اوباميان،تخارستان ئې هم ونيول.په سپوږميزليږديزكال ۲۵۹ كي ديعقوب صفاري لښكروروسته ترهغه چي عبدالرحمن واكمن ئې وځپۍ هرات ونيوى ډيرواكمنان لكه دملتان پاچا،درخج واكمن ،دطبشن ملك،دزابستان ملك اودسندملك ئې
دځان تابع اوپيرووګرځول
په اسلامي دوره كي يعقوب ليث صفاري لومړى عادل واكمن اوښونكى حكمران پدغه سيمه كي ووچي دافغانستان ټول هيواد ئې دآموسيندڅخه ترسيستانه ،دمكرانه تربادغيسه ،ترمروې اوهراته دګرديزاوزابلستانه څخه بياتركابله ئې تريوه حكمرانى لاندي راوستلې.
دده په لښكركي پنځه زره بختي اوښان اولس زره صفاري غاتري وې .يعقوب بن ليث صفاري ۱۷ كاله پاچهي وكړه په سپوږميزليږديز۲۶۵ اوزيږديز۸۷۸ كال دشوال دمياشتي په ۱۴ نيټه دقولنج په ناروغى مړسو.يعقوب ليث صفاري دمړيني پرمهال پنځوس ميلونه درهمه اواتياميلونه ديناره په خزانه كي موجودپراته وه،يعقمب ليث صفاري په خپل عجم توكمه خلګوافتخاركاوه دعباسيانوكاله ته ئې اخطاروركړچي دهيواده ووزي كه نه دتوري اوقلم په زوربه ئې وباسي.
ديعقوب صفاري ترمړيني وروسته دده ورورعمروليث صفاري واكمن سو.
ځيني هغه پاچاهان چي دصفاريانودكورنى غړي اويويه بل پسي واك ته رسيدلي دي په لاندي ډول دي
۱يعقوب دليث زوى د ۲۴۷ څخه ۲۶۵ ه پوري
۲عمرودليث زوى ۲۶۵ څخه ۲۸۷ ه پوري
۳طاهردمحمدزوى دعمروليث لمسى اوورورئې يعقوب د ۲۸۹ څخه ۲۹۶ ه پوري
۴ليث دعلي زوۍ دلومړي لمسۍ په بشرلبادمشهوره د۲۹۶ څخه ۲۹۸ پوري
۵ابوعلي معدل دعلي زوى دلومړي ليث لمسى ۲۹۹ ه
۶ابوحغص عمروديعقوب زوى دمحمد لمسى اودعمروليث كړوسى ۳۰۰ پوري
۷اميرابوجعفراحمددمحمدزوى دخلف لمسى دليث كړوسى د۳۱۱ څخه ۳۵۲ ه پوري
۸ ابواحمدخلف بن احمد ۳۴۴ ه