سپينه ادې ليكوال استادشامحمودحسرت هلمند
وګورئ څومره پښتونوم لري ،پښتونولي ئې پاللې ده ،پښتوژبي ته ئې چوپړوهلى دى ، په رشتياپـښتنه مېرمن وه روح دې ښادوي.
موږ ديري پښتنې مېرمني لروچي دتاريخ په اوږدوکي ئې دخپل هيواداوولس لپاره نه هېرېدونکي دوياړه ډکي خاطرې پريښي دي ، چي دهغوڅخه يوه هم په لرغوني هرات کي پروطن مينه سپينه شاعره ده ،چي ايرانيانوسره دخپلوخلګودمېړاني اوددښمن دماتي صحنه په څومره زړه زړونکي روانو،خوږواشعاروسره انځوروي
همدارنګه ددې اشعارحماسي،ملي،اوتاريخي اشعاردي چي په حقيقت کي دسپيني دغه اشعاردهغې دلوړي پوهي ،پوره علميت اوقوي ملي احساس استازيتوب کوي چي واقعاپه وينا کي ښکاره تآثر اواغېزه سته.
سپيني دوطن څخه ددفاع په لاکي دوخت دواکمنانوڅخه دزړه داخلاصه ستاينه کړې ده ،چي هغوۍ دپرديوپه وړاندي دهرات په ساتنه کي دايران يرغلګروسره په مېړانه مقابله وکړه اودښمن ئې بېرته مختورى دخپل هيوادڅخه وشاته مختورۍ وتښتي ته مجبورکي دنوموړي دغه ستاينه ددې څرګندونه کوي چي سپينه دفوق العاده ملي مفکورې خاونده وه وطن ورته ګران ؤ دهيواددشازلموپه سرښنده اودهيوادپه ازادي ئې خوشحالي کول اووياړئې باله
نودسپني دراپاته سوواشعاروڅخه دانتيجه اخيستل کيږي چي هغه په سياست،دولت،حکومت،ټولنه اودژوندانه په روانوچاروښه پوهېدل دازادۍ په خوندهم پوهيده خپل دولت اوملي حاکميت ارزښت ورته درلود اوددښمن ماته ئې افتخارګاڼه .
کشکي دسپيني دژوندانه پوره حالات ،داشعارودېوان اونورضروري معلومات ترموږ پوري رارسېدلى وي نه پوهيږم چي دهغې مزاربه چاته معلوم وي که نه ؟
که ئې چيري خپلوان ،دوستان يااولاده هلته په هرات کي کوم چاته معلوم وي کېداى سي چي دهغوۍ په واسطه دسپيني قبراومزاروپېژندل سي اوبيائې دسره په ښه ډول ورغوواودغه تاريخي مېرمن دهېرېدوڅخه وژغورواومزارئې دخلګولپاره دزيارت په ډول پاته وي البته داکارڅېړنه غواړي .
په هرصورت علامه پوهاندعبدالحي حبيبي په (١٣٢٠)ه دکابل مجلې په (٦) ګڼه په ٢٩-٣١مخونوکي دسپيني په هکله دسيدجماالدين دتتمة البيان په حواله يوه مقاله ليکلې ده هغه مقاله بياپه تکراري ډول دعلامه حبيبي دشلومقالوپه ديارلسمه برخه کي خپره سوې ده زه ليکونکي دغه مقاله چي دسپيني اشعارهم پکښي راغلي دي دلته رانقلوم هراتي متمدنوپرادب مينوورڼوته ورليږم کچير ي هغوۍ دامقاله درلوده ګټه به ځيني واخلي ،پدې هکله زه خپله ستړياپه وړياډول خپلووروڼوته وړاندي کوم .
خودسپيني په اړه دي زماليکنه په مربوطه ادبي ټولني کي وويل سي اوهم دي هلته په کومه مجله کي خپره سي
دعلامه پوهاندعبدالحي (حبيبي)مقاله په لاندي ډول کټ مټ رانقلوم
سپينه
سپينه يوه پښتنه شاعره ده ،دوزيريارمحمدخان دحکومت په وخت کي دهرات په شاوخواکي اوسېدله داپښتنه دنورمحمدخان الکوزي لوروه اوهغه وخت چي ايرانيانوپه (١٢٥٥)کال هرات کلابندکړاودهرات پښتنوددوۍ سره دذمېړاني مقابله وکړه زموږپښتنه شاعره ژوندې وه،دهرات محاصره خويوکال اواته مياشتي اوږده سوه مګرمګرپښتنوځان تسليم نکړ
اوهرات ئې نه پرېښود.پدې جګړواوملي مېړانوکي دپښتنوسرداران شاه کامران سدوزي اووزيريارمحمدخان الکوزى وه دوۍ دپښتونوالي ټينګاراوراسخ عزم په دې مقاومت کي څرګندکړ.
زموږ پښتنه شاعره (سپينه)هم پدې ملي جګړواودازادۍ ساتني په محارباتوکي ژوندي وه اوډېرخواږه اشعارئې په ملي لهجه دپښتونودتوري اوننګيالي توب په ستاينه کي ويلي دي .
چي دپښتنوښځوحماسي افکارښه ځيني څرګنديږي سپينه ددغي محاصرې اوجنګ په ټولوواقعاتوخبره ده اوداښکاريږي چي دااوخپلوان ددغي ننګي په لارکي ولاړوه اوټول وقائع ئې په سترګوليدلي دي .
که موږ تخمين اواټکل وکړوچي په دغه وخت کي داپخه ښځه وه ځکه چي افکاراواحساسات ئې هم پاخه دي نوبه په دغه محاصره کي ددې عمرله ٤٠تر٤٥تخمين کړواودتولدکال به ئې هم پسله (١٢٠٠)ه وبولو
دسپيني داشعاروله مضامينوداهم راايستل کيږي چي ددې کورنۍ دوزيريارمحمدخان خپلوي يانژدې تماس درلود.ځکه چي دمحاصرې اوجګړې ډېرخصوصي وقائع ئې راوړي اونظم کړي دي.
دپښتنې حماسيات
زموږ ملي شاعره په خپله ملي ژبه موږته يوه مفصله کيسه په څوسوه بيته کي پريښې ده چي دهرات دمحاصرې تاريخ ګاڼه سي . پدې کيسه کي پښتنه شاعره دخپلووروڼومېړانه ستائي اوپه خوراساده اوسپېڅلوالفاظوددې جګړې مختلف مناظرتصويرکوي !دکيسې په ابتدا کي په يوڅوبيته دکامران اووزيريارمحمدخان ترستايني وروسته بيانوي په کيسه شروع کوي.
دسپيني پښتنې شاعري حماسي احساسات ډېرپياوړي اوننګيالي دي چي په شعراوکلماتوکي يې تاثيراواغېزه سته ،وينائې دحماسې يوه ټوټه ده اودپښتونوالي اومېړاني نمايندګي کولاى سي .دسپيني پښتنې شاعري نورڅه اشعارموږ ته ندي رارسېدلي فقطددغي محاصرې منظوم تاريخ چي دمثنوي په ډول دي ځيني برخي ئې زموږ سره سته اوهغه هم بشپړندي ددې مثنوي په سرکي پښتنه شاعره چي په حمداونعت ابتداکوي وروسته نودشهزاده کامران اووزيريارمحمدخان ستاينه شروع کوي ددې له مضامينوداسي ښکاري چي سپينه يوه عالمه او فاضله په تاريخ اودپښتونوالۍ په حال خبره ښځه ده که څه هم اشعارئې ټوله تاريخي وقائع اوحوادث بيانوي مګردحماسته هم ډک دى ځکه چي دااشعارخوراسليس اوروان اوخواږه دي .نوموږلاندي ټوله هغه برخي چي لاس ته راغلي دي ليکوئې پښتنه سپينه په خپله کيسه داسي پيل کوي ز
لومړى څښتن دټول عالم ستايمه
بيامحمدرسول اکرم ستايمه
درودپرواړه اصحابانودي وي
دپاک نبي پرښويارانودي وي
دى ؤاستازى دکونينوبادار
په دوجهانودنبيانوسردار
دګنهګاروشفاعت کوينه
رحم پرخپل خسته امت کوينه
بيامنقبت دابوبکروايم
صديق ئې نوم په صداقت ئې ستايم
دى لومړى يارؤدخاونددرسول
په لوى دربارپه دوجهانومقبول
په يارغاردپاک نبي دى مشهور
توره تياره ئې په انواروده پور
دوهم فاروق عمرؤخداى ته نژدې
دعدالت ئې پرجهان نندارې
سورودنيل ئې له پرتمه کښته
مړه کافران دده له ډېرهيبته
دعدالت دره ئې هسي کاري
چي رپېدى به ځني زړه دزمري
دريم عثمان ؤذوالنورين ونمر
هم وحامي دپاک قرآن داکبر
حلم وحياکي ؤباداردامت
ابن عفان موسوسرداردامت
څلورم يارؤشېردخداى واکدار
علي حيدرؤتل په لاس ذوالفقار
دخيبرورئې ذوالفقارؤته مات
په بريښ دتوري ئې تل ورک ظلمات
بيان کومه په خوښۍ اوعزت
دپاک نبي داصحابانوصفت
چي دوه وستوري پراسمان ځلېده
تل وه خوشحاله پاک رسول ئې ليده
دخداى رحمت دي وي پردوۍ ترابد
خداى دي عفوکي په روۍ زموږ بد
دباچااووزيرپه ستاينه کي
اوس نوشروع کړم دباچاپه صفت
زموږ شهزاده دى ننګيالى په غيرت
دى دى ډېوه دسدوزو دټبر
په څړبنونه کي نن دى لکه لمر
داحمدشاه غازي پښتون له کوره
نن دى کامران شهزاده کښلې توره
غليم له ده پرحذردى جانه
دده له تور ي نه ابتردى جانه
په ننګياليوتوريالى شهزاده
په غيرتمنوبريالى شهزاده
ددرانوناموس په ده دى خوندي
دپښتنومټي په پده دي قوي
په درانه سيوري ئې هرات سوارام
له دښمنانوئې وکښى انتقام
دى په رښتيانعم الخلف دمحمود
خالق دې کاندي په دارينومسعود
چي پرپښتوپرننګ دي کلک دى ولاړ
ټول غليمان دده له توري لټار
بل ئې وزيريارمحمدخان توريالى
پرسپين ميدان ځني رپيږي زمرى
دى په تدبيراصف نظام دهرات
ښه سنبال کړانتظام دهرات
دى ننګيالى دالکودټبر
دشهزاده دى ميړنى برادر
پښتون پرده راټول دجنګ پرميدان
سټ ئې په توره کړغليم دښمنان
خالقه دادپښتنوتوريالى
وي دهرات پرسيمه تل دي ژوندى
څوچي شينکى اسمان ولاړپرمځکه
څوچي سپوږمۍ اولمرخاته لوېده کا
دپښتنوسردي په دوۍ وي بلند
هم په غيرت وي ټول جهان ته څرګند
وروسته ترمدح دکامران شهزاده
واوره چي کاندم دجنګوښه کيسه
له (سپيني)خواري څخه به نه وي اثار
دابه وي خاوري پاتي سي به يادګار
______
په هرات اوکندهارکي دسدوزوباچهي
راشه چي تاته حکايت کومه
دسدوزودسلطنت کومه
پخواتردې وه دهرات پادشاهان
دسدوزودزولفقارزمان خان
دوۍ سرداران دپښتنودهرات
غليم ئې تل له تېرې توري ؤ مات
دپښتنوتوره به تل ځلېدې
ددشمن سترګې له برېښنا ځلېدې
دوۍ وه مېړونه پښتانه توريالي
پرننګه ټينګ وه دوطن ننګيالي
په جنګ کي هريولکه غټ شين زمرى
دسدزوؤهرزلمى بريالى
چي به ئې توره له نيامه وکښه
غڅ اوکينه بې له ايامه وکښه
دهرات خووه له غليمه خالي
دلته خپره وه هوسائي خوشحالي
ټول پښتانه په اتفاق وه ولاړ
کارددښمن ددوۍ دلاسه ويجاړ
چي پښتون ځلمي په خوب کي دښمن
وليدله ويري به ئې رېږدبدن
متآسفانه تردې وروسته اشعارله دغي کيسې څخه زموږلاسته رانغله له دغوڅخه هم ويونکي زموږدپښتني افکارواودطبع رواني اونورعلمي اوتاريخي معلومات پرتله کولاى سي
+ + +
دغه بيتونه هم له دغي کيسې څخه لاس ته راغلي دي چي دمحاصرې ديوه جنګ حال ښيي
غليم پرښهربيا هجوم راوړى
مخ تې ولاړدى يارمحمدپياوړى
زموږ پښتانه لکه زمري جنګيږي
ولې دوينوپرحصاربهيږي
هرات په وينودپښتون سوګلرنګ
پښتون زخمي دى دغليم په خدنګ
ايارمحمدوائي پښتنوزمازمرو
ټوله راووزئ وسله دارله کورو
پرغليم وکړئ يوهجوم ګړندى
هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ
داخوزموږ کوردى زموږ وطن دى
دازموږ ټاټوبى زموږ مآمن دي
کفن په غاړه داوطن وساتئ
زموږ دپلروښکلى مدفن وساتئ
دلته پراته دي ننګيالي نيکه ګان
دلته بهيږي ويني تل دافغان
هرات زموږ دى زموږ کوردينه
زموږ نغرى دى زموږ ګوردينه
دښمن راغلى تردېواله دکور
ولاړسئ دادي دپښتون لوۍ پېغور
کامران نارې کړې چي پښتونه قامه
توره راباسه مره پرننګه ونامه
مه بايله ځان اوسه ولاړ پرحصار
دپښتانه پرننګه ځان کړه ايثار
بويه غيرت چي موناموس خوندي سي
نوم دپښتون نوم داولس خوندي سي
ځلموچي واورېدې نارې غلبلې
له يارمحمده له کامرانه دلې
له کلا وواته زمريانوپه څېر
پردښمنانوجوړکړلټه پېر
دښمن سومات راغى دوران دکامران
ديارمحمددبري ستورۍ ځلان (١)
مآخذونه
کابل مجله١٣٢٠ش کال ٦ ګڼه ٢٩-٣١مخونه
شل مقالې دېارلسمه برخه (دوهم ځل) ليکوال علامه حبيبي
ټولوونکى : مطيع الله (روهيال) علامه رشادخپرندويه ټولنه \کندهار١٣٨٦