هلمنده

هرګودردي تاريخي دى هره څاڅكه دي څپه سوه

ستا دميني په درشل كي دغيرت كاسه چپه سوه

اى زموږ ګرانه هلمنده ئې وموږ ته قدرمنده

___

 ستادسترتاريخ كيسې وې ازموينه وه خوزوروو

شان دي لوړسوتراسمانه ستادغېږي شروشوروو

غوړېدلي دي ګلان وه ستاپه وينوكي مېوې وې

دبدبه دسترتاريخ وه ستادښكلي سيندڅپې وې

اقاصد دشپوپه لمركي هغه سپينووړانګووسو

ارقيب ستاپه كوڅوكي ته خبرنه ئې چي څه سوو

اى زموږ ګرانه هلمنده په درنوقوموپيونده

هرګودردي تاريخي دي

_________

ستااسمان خويوځل سپين سوستاپه ځمكه كي لعلونه

ستازرغون چمن راوړي وه ګېډۍ ګېډۍ ګلونه

ازرغون دعزت شال چي ستاپرسرباندي هوارسو

اشيطان لعين له وهمه ستاله كلي نه فرارسو

ستاوږوږداناالحق ووچي په دارسوله سرونه

ستاله غېږي په مړوسترګوتښتېدل مغرور ځواكونه

اى زموږ ګرانه هلمنده پرجهان ئې عزتمنده

هرګودردي تاريخي دى

____________

يوعجبه ده دازورووولولې كه دايمان وې

نصرتونه الهي وه فرشتي هم داسمان وې

په غازيانوډك هلمنده زمزمې دي درباب وې

دااوس تندراسماني وه كه څپې دانقلاب وې

ستاپه غېږ كي ښاماران وه پاړوګرورته پيداسوه

اسپېره مېره بګړۍ وه خړبوټونه خړافغان وو

دنيكه دننګ شمله ئې كړل اوچته په جهان كي

له قبرونه بريتوروپه ځيرځيرورته كتله

ددوږخ داورلمبې وې ستادزوى سينه ئې ډال وه

اى زموږ ګرانه هلمنده ماتول دي خپله تنده

هرګودردي تاريخي دى

________

ستادبست دتاريخ پاڼي لكه كرښي دي پركاڼي

ستازلمي په مينه مست دي پراسمان ځي لكه ځاڼي

العسكردي زموږ وياړدى ښكلى نوم لښكربازاردى

همدغه موږ ته كشميردى زمادپلارنيكه دياردى

خانشين دي تاريخي دى ستاديشولري مړونه

ګرمسېرپه غيرت ګرم په ګوا دي تاريخونه

زرغونه ناوه دي جارسم خيركه نن په وينوسره ده

هره سيمه دي ګلزارسه نادعلى دى كه مارجه ده

داستاګرشك دغيرت كوردى نن كه سوى په سره اوردى

دواشيرغيرتي غرونه پرغليم ئې بل سوراوردى

ستاسنګين سنګين وطن دى ستاباغران باغ حرم دى

په شملوښايسته نوزاددى كجكى دي محترم دى

ښايسته موساكلا ده په شملو باندي زېباده

هره سيمه دي خپل ځان ته يوستروياړ داريانا ده

اي زموږ ګرانه هلمنده ترشكري خوږ ئې قنده

هرګودردي تاريخي دى

_________
ستابه هيركه دي پيادوي چي شملې سوې درته ټيټي

هغه سترځواك دي بياهيرسوچي ناهيلي ئې سوې ګټي

چي تنكۍ ځوانۍ لوګى سوې ستاپه مينه كي هلمنده

په غيرت كي جهانيانوپېژندلې ارجمنده

نااميده نسې ګرانه خيركه نن په غم اخته ئې

داخوستادپاره وياړدى دپخوانه اموخته ئې

داسورې سورې سينه دي په ګلونورنګينه سه

داپه وينوسره سينه دي يوځل شنه سه زرغونه سه

سه برباددي اهريمنده اى زموږ ګرانه هلمنده

هرګودردي تاريخ دى

_________

ستاپه غېږ كي چي اوسيږي ستادرانه درانه قومونه

ستادښمن لره طوفان دي ستادخاوري اولسونه

مېړني الكوزي دي سپين سپېڅلي اڅكزي دي

ستاحريم په ښايسته دى شملوردي باركزي دي

ستانورزۍ نوراني قوم دي عليزي دي بريتوردي

پوپلزي ډك له ننګونواسحق زي مي دزړه سردي

ستاكاكړټوله زمري دي ستاپردښتوبلوڅان دي

كه خروټي دفتاڼي دي ډك له ننګه ستابچيان دي

ستاوردګ پياوړى قوم دي هزاره كه اوزبكان دي

ستابړېڅ دي كه تركي كه اندړدي كه سيدان دي

ددښمن ځاى دي سه كنده اى وموږ ګرانه هلمنده

هرګودردي تاريخي دى

_______

بياژونديودى جوړكړى ستاپه غېږه كي طوفان دى

ستادشنودښتوباغوڅه دودختلى تراسمان دى

ستالازوړزخم جوړندى بيادي غيږزخمي زخمي سول

دادبل ظالم لمسون دى وكه خپل درته ياغي سول

مازديګردي لمرځلان سوولمرغوټه سو بيا تياره سوه

ستابچولاره كړه وركه هري خواته بيا جګړه سوه

اى زموږ ګرانه هلمنده په زمريوبهرمنده

هرګودردي تاريخي دى

_________

هغه شين اسمان دي توروسودباروتوسرې لمبې دي

هري خواته فريادونه يتيمان دي اونعرې دي

تورتمونه دي ټول ورك دي آهوښيارسرونه څه سوه

بې ملاح كښتۍ ولاړه ستادكارسرونه څه سوه

بې منزله قافله ده كاروانيان دي ټول جلا سوه

ستا ديوسترخان اولس وواوس پريواوبله خواسوه

اى زموږ ګرانه هلمنده لوه شمله دي ترارغنده

هرګودردي تاريخي دي

________

خداى دي ټوله بچيان يوكه دادښتونه دي خداى شنه كه

دابېلتون دي خداى كه ليري دښمنان دي خداى ټول مړه كه

دتاريخ پرمخ ځلان سې هريودښت دي شين زرغون سه

سه دي ويښ بيده خيالونه چي په مينه باندي وكړو

ستا په غيږه كي خوبونه عمري ته قدرمنده اى زموږ ګرانه هلمنده

هرګودردي تاريخي دى هره څاڅكه دي څپه سوه

ستادميني په درشل كي دغيرت كاسه چپه سوه