غـــــــــــزل مجروح اسحاقزى هلمند
ځکه نه مري ځکه پايي زماغزلي
جانان مړمسه چي وايي زما غزلي
خپل انځورته چي زماپه سترګه ګوري
خامخابه جانان ستايي زما غزلي
مدام کيف دخوږې ميني ځني اخلم
راته قندسي راته چايي زماغزلي
چي سم ليري دخپل کوراودخپل کلي
بس يويادلره مي بيايي زماغزلي
وي دي نوم لمرين جانانه پکښي ذکر
اينې غوندي صفاوي زماغزلي
16.01.2012
- لښکرګاه
شا عر: عصمت الله ( سمسور )
پري به دي نږدمه تل وايم دا وعده كومه
رقيبه ستا سره به سمه محكمه كومه
زه چي ديار كوڅي ته ځم ته مي ومخته را سې
قا ضي صا حب ته به دټول عمر كيسه كومه
چي ګرځوم داوښكو ډكي ستر...
16.01.2012
- لښکرګاه
هلمنده
هرګودردي تاريخي دى هره څاڅكه دي څپه سوه
ستا دميني په درشل كي دغيرت كاسه چپه سوه
اى زموږ ګرانه هلمنده ئې وموږ ته قدرمنده
___
ستادسترتاريخ كيسې وې ازموينه وه خوزوروو
شان دي لوړسوتراسمانه ستادغېږي شروشوروو
غوړېدلي دي ګلان وه ستاپه وينوكي مېوې وې
دبدبه دسترتاريخ وه ستادښكلي سيندڅپې وې...