شکمن

چــــې دچـــا یمــه هـمــــراز د چـا شکمن
یم د چـــا د ستــرګو خــار د چــا خوږمن

زمانې چـې خپلې لـوبې په مــا وکــــړې
یم دچــــا ســره اوس دوست دچا دښمن

د ریـــا او صــــداقـــت تــوپــــیر لږ شوی
یــــم د ځينې اشنـــــــایــــانو ګیــــله من

هرسړی چې تــــرمطــلبه پــــورې یار شو
اعتبــــار پــــه ځيــنو نشــــته عزت من

څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یې خلک
څوک د چــــا په ښو کــــې نـــدي رضامن

افغاني پـــام چې د زړه راز افشا نه کړي
پـــه ظــــاهــرو او بــــاطــــنو یــــم شکمن

------------------------------------
سمیع الدین افغاني