
شعر٫ محمدعلی عمری
غزل
قـــلم درواخلـــه نوم دځان ولیکه
ماشومــه ستا دژوند داستان ولیکه
ته نوئ ګل یې دژوندون دسپرلي
شوي ظـــلمونـــه دخزان ولیـــکه
دموردعا دې توري شپي غوڅوي
دالوی نعمت دســتر سبحان ولیکه
پلار وي دزوي دپاره سیورئ دسر
ته دغــــه سیورئ قدردان ولیــکه
هرچاته خپل وطن کشمیردئ خوته
نـــوم دخـــواږه افغانستان ولیـــکه
عمــري تـــل درښيي خپـــله ژبـــه
پښتـــوپښتـــوپښتونستان ولیـــــکه
په درنښت
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.afghan@hotmail.com
27.06.2010
- لښکرګاه
مينه مجله چاپ او په ليکه شوه
د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ (( مينه )) مجلې د دريم کال دريمه او او څلورمه ګڼه يعنې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د غبرګولي او چنګاښ د مياشتو پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرون...
30.06.2010
- لښکرګاه
شکمن
چــــې دچـــا یمــه هـمــــراز د چـا شکمنیم د چـــا د ستــرګو خــار د چــا خوږمن
زمانې چـې خپلې لـوبې په مــا وکــــړېیم دچــــا ســره اوس دوست دچا دښمن
د ریـــا او صــــداقـــت تــوپــــیر لږ شو...