غزل : طالب منګل
چـــا پـــــه غـــم دی اړولی مـــــــزدور زړه
وینې،وینې راســــــره دی رنـــــځور زړه

له وجود ســـــــره ملنډې لـه ما نـــــه شي
لـــــه خپل تن مې رایستلی قصـور زړه

ټوله شپه چې د سینې لــــه بریښه ژاړم
وي لــــه تــا سره به پاتې ضــــــــرور زړه

سا مې باسه عزراییله تن مې ګــونځې
شو دوینو پــــه کار ستړی مجبـــور زړه

اوس یې نغاړ په کفن کې دکار نـــه دی
بې اوازه شــو ځګروی د ســـــــــرور زړه

۲۰۱۰/۰۶/۳۰