« تنده »

سپورپرنیلي یم روانېږم بیاارمان ونــــه کـــړې

سترګې راواړوه ستنیږم،بیاارمان ونــــه کــړې

زه لـــه تــوپانـــــه زېږېدلی،دموجونوغـــــریـــم

پــه رپ دسترګوکې ورانېږم،بیاارمان ونه کړې

اوس لاراغاړې وځـه پلنګ دګلاب زماوستادی

لکه شبنم درنـــــــــه ورکېږم،بیاارمان ونه کړې

یــــــم داوبودمــــــــخ هــــــنداره،وربل ژرسموه

په یوه پوه سره ورانیږم، بیاارمان ونــــــه کـړې

پـــــه بیړه ونڅېږه ښکلیه!مهال پاتې نــــــه دی

دمجلس شمعه یـم ویلیږم،بیاارمان ونــه کــړې

داتـــــورې څڼې دې پـــــــه مستوڅاڅکوولمبوه

دسپرلي اېښمه یم،تېرېږم،بیاارمان ونـه کــړې

یــــــــوه شېبه مې پرزنګون بانـــدې سروزنګوه

یوه سیلانی یم روانېږم،بیاارمان ونـــه کـــــړې

ژوند دخوبونوسلسله ده،په باورخــــــونـــه دی

لکه ویده هسې ویښېږم،بیاارمان ونـــه کــــړې

قلم راواخله یوانـــځورمې پـــــرکاغذولیــــکـه

خیال:دشاعریم ترې هېرېږم،بیاارمان ونه  کړې

کندهار

« ســرپـاڼـه »