دهدف ملګرو

راسـه راســـه پـــروږومي جـــنازه راواخـلـــــه

داجنډه مي دغیرت پــــه وينوسره راواخـلـــه

نــــه پردی یم نــه دبل پرکام خرڅ سوی یم ځــــه

هــــله هـــــله تــــه ولچک اوزولانه راواخـلـــــه

بس دامینه ده کــوګل کي ځي ټـــوپونــــه وهي

سمندرکي چي تـوپان سي تې څفه راواخلــــه

پـــه کاروان پوسي بـــه ځیرسودهدف ملګرو

لــــه سفین لمرنه یوه وړانګه تجله راواخلــه

دغه سوی ګلشن خدایــه !بیاسمسورغواړمــه

دمیرویس بګړۍ پرځمکه تې شمله راواخلـــه

آزادي ډولې روانــــه دسفین غــــرپــــه لوري

زلموسفیني توري لاس کي ته ډېوه راواخلــه

واثق سنګریار

« ســرپـاڼـه »