غـــــزل : عبدالرحمان عضري
ستوریو اغوستي وه تیاروزما څـــرمن واغـوسته
دلـته لــــــه ماسره شېــــــــبو زما څـــــرمن واغوسته
پـــــــه تامیني وې نو ځکه پـــــــه ما ښــــې لګـــېدې
زما په څېرشوې اوس ایـــــنو زما څرمن واغوسته
چې دښکلا پــــــــه انتخاب کې تل ناکام پاتـــــــه و
هغو اوس ټولـو پـــــه لېمو زما څـــــرمن واغو سته
زما دسوي ژوند تصویرپه دوی هم روب شیندلی
مسکا ترې مه غواړئ ډېــــوو زماڅرمن واغوسته
دومره پوهـــېږه مه جانانـــــه چې داســــتا خوښه وه
چاچـــې وژلــــــم زه هـــغو زمـــــا څــــرمـن واغوسته
شیخه نـــــور څــــه دي انتها دجــــهدوجــــد یې ګڼه
داستا پـــــه شونډو کې توبـو زما څرمن واغوسته
ساقي اغوستې غضري مینوشـــــو هم واغوســـته
زه چې تـــرې ولاړم میکدو زما څرمن واغـــــوسته
۲۰۰۹/۱۱/۴ساجر