درې سوه(۳۰۰) کرښې :لیکوال/طالب منګل
اوله کرښه :د الله (ج) په نوم یې پیل کوم چې غفور او رحم کونکی دی.
دوهمه کرښه:په هغه ورځ چې ته زما دلیدو له پاره راغلې وې ،ما ځکه له تاسره ونه لیدل چې نور مې په مخ کې دژوند رازونه مړاوي وو،او د ورستۍ سا ، له پاره مې خوله وازه نیولي وه.
دریمه کرښه:ما ځکه داستا له سترګو لرې دژړا په توره خونه کې په چیغو،چیغو وژړل چې بې له خدایه بل چاته زما ژړا دومره ارزښت نه درلود.
څلورمه کرښه: په هغه ماښام چې ته په توره لوپټه کې زموږ له کوره تېرېدې،ما په زړه لاس کېښود او دماتم تماشه مې په ډاډه زړه ونه شوه کړای.
پنځمه کرښه:زه د خپلو اوښکو سره دا ستا کوڅې ته درغلم او تا رانه دکور دروازه پورې کړه،شاید چې دپښتنو له راوجه وډاره شوې اود ماتې دروازې په پیوند کې دې مخ ځلانده زما په خاطر پرېښود.
شپږمه کرښه: تیره شپه باران ورېده او دخاورو وګمې مې په ډېر خوند سره زړه ته تیرېدې،ته مې ځکه سترګو ته موسکۍ ،موسکۍ شوې چې دباران په شپه دې زما تصویر دهمدې په خاطر ښکل کړی و چې له یو کال ورسته زموږ پر کلي باران وریده.
اوومه کرښه: دا یو څو شیبې دمخه مې ستا تصویرونو ته په دې نیت وکتل چې دژوند له تیرېدو ورسته په داسې حال کې چې له کفن پرته به نور څه راسره نه وي او ستا د تصویرو دکتلو پر ځای خپل زړه ته وګورم.
اتمه کرښه:کله،کله چې زه داوښکو په بدرګه ستا تصویرونو ته ګورم په دې نه چې زه دې په دنېا یواځې پرېښودم،او ته دجنتونو په باغیچو کې له ملایکو سره بې غمه قدم لګوې.
نهمه کرښه:دمازدیګر له لمانځه ورسته مې د ځان د ارام کولو له پاره د الله (ج)دربار ته لاسونه پورته کړل او دزړه له تله مې دعا وکړه چې یا الله (ج) نور مې دژوند رنګینه څپه دهغې په څنګ کې تېره کړه.
لسمه کرښه:زه دستا په مینه ویاړم خو یوه ګیله مې اوس هم په زړه پاتې ده دهغې داورېدو له پاره، بیا کله راځې؟.
۱۱ کرښه :زه له مرګه نه نه ویرېږم ،او په دې تمه ژوند کوم چې ثوابونه مې زیات شي، نو ته ولې دمرګ ارزو لرې؟.
۱۲ کرښه :دستا له مینې مې ډېر څه زده کړل، خو تا ولې زما له مینې تماشه جوړه کړه؟.
۱۳ کرښه : کله چې تا په خوب کې ووینم نو سهار دتعبیر په نیت ملا ، ته ورشم او له تاسره دژوند زیری راکړي.
۱۴ کرښه :زما دمینې اول ماښام و ، تا په خندا،خندا زما دسترګو څخه داوښکو څاڅکي په رنګینه لوپټه پاک کړل او ودې ویل چې زما د جدایۍ له پاره هم څه اوښکې وساته.
۱۵کرښه :هغه ورځ مې اوس هم سترګو ته غړېږيٍ چې دکوڅې په سر کې دې لوپټه له سره لرې کړه او په احتیاط سره دې وویل :یا الله(ج) دا زما مینه پټه وساته ،زه یې دشهرت له پاره نه کوم.
۱۶ کرښه : زما له خندا سره جوړه نه ده خو کله چې ته په کړس،کړس وخاندې نو دژوند تمه مې زړه ته ولویږي.
۱۷ کرښه :تا به چې له ما نه رخصت اخیست ،نو خندا به دې په شونډو ښکاره شوه او مابه الله ته لاسونه پورته کړل چې یا الله(ج) داستا بنداګان همداسې خوشاله ساته.
۱۸ کرښه : زه په خپله مینه پښمانه نه یم خو په دې پښمانه یم چې په مینه کې مې رقیبان و پېژندل.
۱۹ کرښه :زه ستا دلیدو له پاره له دومره لرې ځای څخه راغلم چې بیرته تګ ورته په عبادت سره دی خو ته له یوې دروازې نه شې راتیریدای.
۲۰ کرښه :زه له تاسره ولاړ وم،نري شمال دې زلفې لوبولې او په پستو ګوتو دې له مخه پاسته ویښتان لرې کړل او ودې ویل:زلفو مخ ته ښکلا ورکړي خو ما ته عبادت.
۲۱ کرښه : زه د دیدن دومره تږی نه یم خو د دیدن تمه مې ځکه په زړه راوریږي چې دیدن مینې ته ښکلا ورکړي.
۲۲ کرښه : ته زما په لیدو پسې دومره لټون مه کوه او چې زه دې کله یادېږم نو سترګې پټه کړه او دزړه کړکۍ خلاصه کړه.
۲۳ کرښه : د اوړي ګرمي وه زه دسینځلو له ونو راتیرېدم او ته د ولې سیوري ته ناسته وې او په ډاډه زړه دې ویښتان څیټي کول.
۲۴ کرښه :تا څه فکر کو چې ما درته په ځیر،ځیر وکتل او درته مې وویل چې زه ستا دلیدو له پاره نور نه راځم ولې چې درواج دیوالونه نور هم لوړشوي دي.
۲۵ کرښه :ما له تا سره مینه وکړه او په مینه کې مې دومره څه هیر کړل چې اوس دخپل زړه په ګنډلو نه پوهیږم.
۲۶ کرښه : هغه ورځ مې اوس هم په یاد ده چې په تلو،تلو کې دې مخ راواړه و،اودې ویل چې زما جنت ته زړه کیږي زه نوره له ژوندنه ستړي یم، خو له تا هیره وه چې د ژوند له تیره ولو به ورسته الله (ج) تا ته جنت در کړي.
۲۷ کرښه :د کوڅې په سر کې ولاړه وې او لوپټه دې په غاښونو وچېیچله،او زما په لیدو دې سترګې برګې کړي او ما سر کښته کړ او غلی ودریدم.
۲۸ کرښه :زما ژړا تا ته ګټه نه شي راسولی خو ماته یې ګټه داستا له خندا زیاته ده.
۲۹ کرښه :هغې ماته دا ونه ویل چې څومره مینه راسره کوي خو ما ورته ضرور ویلي و چې ستا مینې زما له پاره کمه نه ده.
۳۰ کرښه : دباندې ږلۍ وریده او زه په خپله کوټه کې ودریدم او اذان مې وکړ چې ستا دکور بېره له ږلۍ وژغورم خو الله (ج) په موږ رحم وکړ او ږلۍ ودریده، خو سهار خبرشوم چې ستا دکور د بېرې څانګې باد ماتې کړې دي.
۳۱ کرښه : تا ماته په پنځم لیک کې لیکلي و چې زه د دیوالونو تر شا دیو بندي په څیر ژوند کوم او سزا مې ژوند ته رسیږي ،خو که ته غواړې چې له دوزخ څخه نجات واخلې نو دنېا یو زندان دی او دالله (ج) په عبادت یې تیره کړه،اوبنده له بدو کارونو څخه تړل شوی دی موږ به په هغه دنېا له څه راونه کرځول شو که عملونه مو ښه وي.
۳۲ کرښه :هغې خپلې سترګې ځمکې ته واچولې په مسکا سره یې وویل چې زما مخ ته دومره مه ګوره هسې نه چې له نظره مې کړې،خوما بې له ځنډه وویل :زه ستا په مخ کې دژوند زیری لټوم.
۳۳ کرښه :ته ماته دا مه وایه چې ارمان به مې نیمکړی پاتې شي،خو دا راته ووایه چې ارمان ولې نیمګړی شي؟.
۳۴ کرښه :ته دبلۍ څنګ ته غلي ولاړه وې او په زړه دې راته ګېلې جوړه ولې،زه له ډېرې مسافرۍ ورسته کلي ته راغلم ما دبلۍ سرته وکتل خو ته ښکاره نه شوې ماته دګېلو غر په مخ کې ودریده، تا په اوله ګیله سوچ کو او زه پر تا راتېر شوم.
۳۵ کرښه :تا پسې ژړا کول دومره ګران نه دي خو ما لږې اوښکې د اخیرت ورځې ته کېښودې.
۳۶ کرښه : هو زه همداسې خو يواځې دومره چې زه ټوله شپه ویښ نه یم دا په دې نه چې زما دخوب بالښت له وریښمو ډک دی ، زه اوس دپخوا په څیر نه یم چې ټوله شپه ستا له یاد سره يوځای تېره کړم؟.
۳۷ کرښه :شپه دمینې سندرې وایي او سپوږمۍ له ستوروسره دهغوغرونو په سر پټ پاټنی کوي چې سرونه یې له اسمان سره لګیدلي دي، څوځله مې غلي غلي دشمعې تتې رڼا ته دژوبل پتنګ وزرونه وکتل ، ته ریاد شوې ،دخیالونو تازګي مې په رګونو کې وخوځېده او لکه دژمي دسړې هوا په څیر مې اسویلی له خولې وواوت.
۳۸ کرښه :ګرانه !راځه نور مې له دې ماتمه وباسه راشه ترڅو به داسې مرور یې نور دبېلتون په سپېره ټنډه دهندوانو غوندې خالونه مه واهه، راشه دمینې لمونځ وکړه له نفرت او کرکې روژه ونیسه او دقدر شپه په خپلولوڅو سترګو وګوره.
۳۹ کرښه :زه پوهیږم چې زه به دې له یاده غورځولی یم خو زما دزړه په دنیا داستا دیاد سیوره پرته ده، تا به دچا په غیږ کې لاش کړی وي خو زه داستا یادونه دمینې په پستو ګوتو رانیسم غیږه ورکړم خوله ترې واخلم په مخ او لاسونو یې کلک ښکل کړم.
۴۰ کرښه :ستا یادونه لکه واړه ماشومان مرور شي او وژاړي دومره وژاړي چې د چا په الالو ورته هم خوب نه ورځي، تمامه شپه له ما سره په شوګیر تیره کړي.
۴۱ کرښه :ترڅو به مې داسې سرګردانه ګرځوې هره شپه او هره ورځ درپسې ژاړم
اه!څومره ډیر وژاړمه څومره بې وسه یم څومره ناتوانه په خپل درد اوښکې تویوم، ولې زما د درد چیغه نه اورې؟ راځه چې بیا دمینې په ټال وزانګو نور به نفرت دزړونو له رنګینې ماڼۍ څخه لرې کړو اود تل پاتې مینې ژمنه به وکړو..
۴۲ کرښه : دماښام تیاره خواره وه زه خپل کلي ته ورسیدم، او پر کلي خاموشي خپره وه او کاینات ټول غلي و،ستاسو کوڅې ته برابر شوم ، او ستاسو په کوڅه کې له یو کور څخه دماشوم ژړا واوریدل شوه ،دمور له سپیڅلی غږ داله للو ازنګه خپره شوه او دماشوم ژړا ورو،ورو له کوڅو تېره ده.
۴۳ کرښه : زه پوهیږم چې دقیامت په ورځ به ټول دځان په غم اخته وي خو یوازې ته یې چې ما د دوزخ له اوره وساتې.
۴۴ کرښه : داستاله دانګې سپنې غاړې لاسونه تاوول کومه ګرانه خبره نه ده،خو ویریږم چې دچا ګرېوان ته مې لاسونه پورته نه شي کنه بیا به الله (ج) دحساب په ورځ ما ملامت کړي.
۴۵ کرښه : زه به په رقیبانو برلاسی وم که له صبر څخه کار واخلم،بېشکه چې الله له صبر کوونکو سره دی.
۴۶ کرښه : په مینې سره به هر څه زما لاس ته راشي که ما دزړه له تله دچاسره مینه وکړه.
۴۷ کرښه : تا څومره په سړه سینه راته وویل چې زه به له دې دنېا سترګې پټې کړم او ته به خپل ژوند څنګه تیره وې،خو له تاهیره وه چې الله له موږ سره دی.
۴۸ کرښه : د میخانې دروازه مې وټکوله ددې له پاره نه چې دشرابو تږی وم ،یوازې ددې له پاره چې دساقي ګاونډي پوښتنه وکړم.
۴۹ کرښه : په ښار کې روان وم خلکو سودا کوله خو زه له خپل پلار سره دجمعې دلمونځ له پاره لاړ وم او پلار مې په اوږو لوی څادر اچولی و ،له ما څو قدمه وړاندې و،زما شونډې ښورېدې او الله،الله مې ویل ،دښار په شور کې مې دپلار دتسپو کړس اوریده،ماته، ته را یاد شوې او ستا له پاره مې له پلاره دعا واخیسته.
۵۰ کرښه : دکلي هدیره له خلکو ډکه وه او تابوت یې د ونې دسیوري لاندې ېښودی و،ځوانان لرې ناست و کله ،کله بې د تتې خندا غږ تر ما راورسید ،شاید دوی به دا فکر کو چې موږ لا ځوانان یو او دثواب له پاره ډېر وخت دی،خو دوی نه پوهېدل چې مرګ یو ګام هغې خواته ولاړ دی.
۵۱ کرښه : ستا لیک راورسېده ،زما دروغتیا پوښتنه دې کړي وه،زه پرې ډېر خوشاله شوم، خو تا دا نه وو لیکلي چې ته ځنګه یې؟
۵۲ . ما تاته له بسم الله ورسته لیکلي وو چې زه روغ یم ته څنګه یې؟خو یو خبره رانه پاتې ده چې زه یې په دغه لیک کې درته لیکم،هغه دا چې ز ما له ژوند سره مینه پیدا شوي، او یوازې ته کولی شې چې زما مینه نوره هم پسې ډېره کړې،اوس به زه داستا دلیک ځواب ته په انتظار یم.
۵۳ کرښه : د مازدیګر لمونځ مې دا یو څو شېبې د واړندې وکړ،او اوس تاته دعا کوم چې له سره دې لوپټه لرې مه شه ،خو زما دعا ستا له پاره بس نه ده ،ته هم لاسونه پورته کړه،او دعا وکړه ،چې یا الله(ج)نوره زما پر سره لوپټه د خلکو زړونه مه ځور وه.
۵۴ کرښه : مین له معشوقي شکایت کوي خو سوچ نه کوي چې له معشوقې یې د شکایت ګټه څه ده؟
۵۵ کرښه : تا چې زموږ له کلي څخه کډه وکړه کومه خبره نه وه خو ما چې داستا له زړه کډه وکړه ،نو ټوله زندګي مې پسې له غمه تیره شوه.
۵۶ کرښه : زه چې په تا پسې څومره ژړا وکړم کمه ده،خو که ته راته یو ځل وخاندې نو زه به یې د ګټې حساب و نه شم کړی.
۵۷ کرښه : ځان به له دنېا پټ وساتم خو خپل یار له دنېا پټ نه شم ساتلی.
۵۸ کرښه : دا زړه مې له تا ډېر خپه دی خو د دې خپګان شېبه رالنډیدونکي ده ،زه په تا باور لرم، که ژوند درسره پاتې شو نو بیا به مې په سرو زرو واخلې.
۵۹ کرښه : بېګاه دې ټوله شپه په واده کې دریا وهلي وه،او سهار زما دیدن درنه ځکه پاتې شو چې پستو ګوتو دې درد کو.
۶۰ کرښه : زه دا نه وایم چې مینه مه کوه خو دا ضرور درته وایم چې مینه کول د کومې ژرندې تاو ول نه دي.
۶۱ کرښه : زما یادونه به تا تر ډېره ځوره وي خو زه چې دمینې اظهار ونه کړم داستا اظهار خو تر کوه قف تلل دي.
۶۲ کرښه : ستا له مینې سره به دا دنېا څه انصاف وکړي،خو انصاف ورکول کیږي نه اخستل کیږي،نو الله(ج) ته مخ واړوه ،او الله (ج)له موږ سره دی.
۶۳ کرښه : ستا هغه سره جوړه چې په اول ملاقات کې دې اخوستي وه، په ما دومره تاثر وکړ چې اوس دګلابونو په رنګ پسې ،هر سهار دباغچې دیدن کوم.
۶۴ کرښه : د استا دجنازې ګټ نه پېغلې تاوې وې،او په چیغو ،چیغو یې ژړاکوله ،خو ته به په سپین کفن کې حیرانه وې چې ما ولې ونه ژړل، ما ځکه ژړا نه کوله چې زه خبر نه وم چې تا له دې دنېا سترګې پټې کړلې.
۶۵ کرښه : ستا په مټ ناستو ملایکو درپسې ټول کړه وړه لیکلي دي ،نو دقیامت په ورځ ته زما له مینې اینکار نه شې کولی.
۶۶ کرښه : زه به ولې له ژوند شکایت کوم ،زه خو الله(ج) دعبادت له پاره رالیږلی یم او که زه همداسې وکړم نو دشکایت سوال نه شي پیدا کیدلی.
۶۷ کرښه : تا په پنځم ماښام ماته وویل چې بې وفایي مې عادت نه دی او پښتنې پېغلې خو په وفا ځان قربانه وي ،نو ستا وعده خو پوره شوه خو یوه وعده اوس هم نیمګړي ده دهغې د پوره کولو له پاره بیا نه شې راتلی.
۶۸ کرښه : له تا مې ګیله نه شته چې دنېا دې پرېښوده ، ولې چې موږ به هم داستا خوا ته درځو ،خو په دې اندېښمن یم چې ثوابونه دې ډېر کم و،افوسوس داستا په خال دی.
۶۹ کرښه : اوس به تاته دا پوښتنه پیدا وي چې زه په چا مین یم ، خو ته دا پوښتنه مه کوه او زه له تا پوښتنه کوم چې چیرته تاهم مینه کړي ده؟.
۷۰ کرښه : زما ټوله مینه له جنت او دالله (ج)له رسول سره ده نو ځکه دثوابونو په کار کې ډېر بېړه کوم.
۷۱ کرښه : زموږ په کلي کې واده دی او کوڅې له رنګینیو ډکې دي ،یا الله (ج)تا انسان ته څومره لویه خوشالي او نعمت ورکړل .
۷۲ کرښه :تا ماته خپل لیک په خپله راکړ،اوخپل لیک دې په ګوتو کې راته ونیو،خو مخکې له دې چې زه ستا لیک ولولم،نو تا زما له ګوتو کش کړ او بېرته پرې پښمانه شوې.
۷۳ کرښه : تا ماته په هغه لیک کې څه لیکلي و چې تر ما ونه راسیده، په الله باور وکړه چې دوه کاله ورسته دې اوس هم دهغه لیک په انتظار یم.
۷۴ کرښه : زه له تاسره په کرګڼو پسې نه یم تللی،هغه وخت چې زما له تاسره مینه پیدا شوه نو ته له بهر کرځېدو رامنه شوې،خو دا ځل به په ګډه د جنت میو له پاره ځو چې له دې کرګڼو په سل وارې، او له دې هم زیاتې خوندورې دي ،نو ګرانه !عبادت به کو او الله(ج) به یادوو چې الله(ج) پر موږ رحم وکړي.
۷۵ کرښه : هر څوک له تقدیر څخه شکایت کوي خو دوی نه پوهیږي چې هر څه راته راسي هغه زما د عمل له وجې دي، نو زه تاته وایم چې له تقدیرنه شکایت مه کوه له خپله ځان څخه شکایت وکړه ،ولې چې تا په خپله په ځان کړي دي.
۷۶ کرښه : زه خپه نه یم چې ستا له خوا څخه لرې یم خو په دې خپه یم چې دا فصله تا په خپله پیدا کړه.
۷۷ کرښه : که نن زه او ته بیا دتیر ماښام په څیر وژاړو نودستا څه فکر دی چې مینه به مو لا زیاته نه شي؟.
۷۸ کرښه : ستاسو دکور په دیوال کې ستا مور تعویذونه ددې په خاطر کېښودل چې ته لیونۍ نه شې او پیریان له کوره لرې لاړ شي،خو ته لیونۍ نه شوې خو ګرانې هغه تعویذ اوس ماته راولیږه چې زه زه نور لیونی کیږم.
۷۹ کرښه : تاسره ما مینه وکړه او تاته مې په زړه کې ځای در کړ،خو نن باران وریږي ته دکوټې له کړکۍ څخه په خوند ماته ګورې ،خو دومره بېوزله یې چې ما دننه نه شې درغوښتی ،ستا له معصومو سترګو باران ټول رازونه ټول کړل، ته اندېښنه مه کوه ،زه دباران په څاڅکو کې خوشاله یم ،دا دالله (ج) نعمت دی.
۸۰ کرښه : په دې کرښه کې زه څه نه لیکم خو ته په کې ضرور یو څه ولیکه.
....................................................................................................... .!؟
۸۱ کرښه: هغه ورځ مې اوس هم په یاد ده چې داستا په سترګو کې، د اوښکو زرین څاڅکي ښکاریدل او ماته دې په پوره معصومه لهجه وویل چې زه له تاسره مینه کوم ،او بیا دې دواړه لاسونه په دې نیت سترګو ته پورته کړل چې زه داستا اوښکې، ونه ګورم.
نورې کرښې بیا...