دیقین په مرتبوکي فرق

که دعلم الیقین اوعین الیقین ترمینځ دفرق په اړه پوشتنه وشي نودهغه جواب دادی چي علم الیقین انبیاووته دخپل نبوت له اړخه حاصل اوعین الیقین ملائیکوته حاصل دی چي جنت،دوږخ،لوح،قلم،عرش،اوکرسي په خپلوسترګوویني اوهمدي ته عین الیقین ویل کیږي داجواب یې هم دی چي علم الیقین هغه دی چي ژوندي خلق یې دمرګ اوقبرپه اړه لري ځکه چي هغوۍ پوهیږي چي مړه په قبرونوکي دي لیکن هغوۍ په دي نه پوهیږي چي له هغوسره څه قسم سلوک کیږي اوعین الیقین مړوته حاصل دی ځکه چي هغوۍ قبردیوباغ یادجهنم دکندې په توګه په خپلوسترګولیدلی دی .

داهم ویلای شو چي علم الیقین دقیامت علم اوعین الیقین قیامت اودهغه تکالیف لیدل دٍي الهي فرمان دی بیابه ستاسوڅخه په هغه ورځ دنعمتونوپه باره کي ضرورپوښتنه کیږي یعني دقیامت په ورځ له تاسوڅخه ددنیاوي نعمتونوپه باره کي لکه صحت،داوریدونعمت،دلیدلونعمت،اورزق دحصول طریقه،اودخوراک اوچښاک دشیانوپه اړه پوښتنه کیږي چي تاسوددغوشیانوپه بدل کي دالله تعالي شکراداکړی دی اوکه نه ؟دالله فرمانبرداري موکړي اوکه نافرماني ؟

دابن حاتم اوابن مردویه روایت دی چي زید ابن اسلم له خپل پلارڅخه روایت کړی دی چي محمدصلي الله علیه وسلم  داایت ولوست چي تاسي دمالونودزیاتولومقابلې هلاک کړاست یعني تاسي یې له عبادت څخه غافل کړاست تردي چي قبرونوته ورسیداست هرګزنه تاسي به پوسئ یعني کله چي قبرونه ته راسئ عنقریب ډیرژربه پوسئ کله چي تاسي له قبرونوڅخه ووزئ اودحشرمیدان ته راسئ هرګزنه که تاسي دعلم یقین په توګه پوشوي واي یعني تاسوهغه وخت پیژندلي وایې چي کله له خپلو عملوسره دالله تعالي په حضورکي حاضریږي اوپه خپلوسترګوجهنم ویني پل صراط به پرجهنم باندي کښیښودل شي ځیني مسلمانان به نجات ترلاسه کړي ځیني به پکي زخمي سې اوځیني به په جهنم کي ولویږې یبابه له تاسوڅخه ضروردنعمتونوپه باره کي پوښتنه وشي یعني خوراک، چښاک ،کورونه ،حیات ،اودخوب په شان اسانیواونعتونوپه باره کي پوښتنه کیږي .

دحضرت علي رضي الله عنه قول دی چي له نعمت څخه مرادتندرستې ده چاچي دغنموډوډۍ خوړلي وي دفرات دسیندیخې اوبه یې چښلي وې داوسیدوکورهم ولري اوداسي نورداټوله هغه نعمتونه دي چي ترینه دهغوپه اړه پوښتنه کیږي .

ماخذ: مکاشفت القلوب / امام غزالي (رح)

« سـرپـاڼـه »