غزل
خيردى که رنګ مې لږتغيرکړيدى
تاهم له مخکې نه توپير کړيــــــدى
فقط يوه شيبه مې سترګــــــــه لاړه
نوره مې ټوله شپه شوګير کړيــدى
چې مخامخ د خولګى نه راکـــــــوې
ما هم قسم ستا له تصوير کړيـــــــدى
لکه ماشوم چې د مورغيږې نه ځــي
ستاپه بيلتون مې دومره وير کړيـــدى
دا ځل به ته راپسې خپله راځـــــــــــې
داسې تعويض مې په يو پير کړيـــــدى
ستاجدايى د ګوهرکور وران کـــــــــړى
په مايې دومره بد تاثير کړيـــــــــــــــدي