غزل
نور نه ځمه له تا سره په لاره بې اعتبــــــــــــــاره
پریږدې مې بیا په نیمه کې نګاره بې اعتبـــــــــاره
زه ناست وم له ماښامه تر سهاره بې اعتبــــــــــاره
ته ټینګ نه شوې په خپله وعده یاره بې اعتبـــــاره
دا تا وې چې د وخت چړې به غبرګې په ټټر خورو
نو ولې اوس په شا شوې له یوه خاره بې اعتبــــاره
غمونه د بیلتون د راتــــــه نوره هـــم سیـــوا کــړل
ځه ورک شه د ساقي د لاس خماره بې اعتبــــــاره
یوه خو نه ده کومه بې رخـــي به د بیــــان کــــړم
دوکې د راسره کړي بې شماره بې اعتبـــــــــــاره
نور خوښه د راځې که نه راځې خو دومره واوره
مړ کیږم نور له دغه انتظاره بې اعتبـــــــــــــــاره
له څه چې یریدمـــه هــــم هغــــه وشـــــو درمانه
اخیر هم د رقیب شو طرفداره بې اعتبــــــــــــاره
قدرت الله درمان