غزل

جوړ زما دا زړه پرهر به شي پخپله
درد له مانه لاس په سر به شي پخپله

زه به څه ورته داغونه دا زړه شمارم
يار زما په حال خبر به شي پخپله

هره اوښکه څاڅکي څاڅکي چي توييږي
تا به غرق کړي سمندر به شي پخپله

غمازانو راته فرش دا ازغو جوړ کړ
زه به څه وايم پرې ور به شي پخپله

پام د نه کوي زمونږه په زړګيو
له ډیر وخت دی مسافر به شي پخپله

که سپوږمۍ پر ځای په شپه کې را ظاهر شو
شپه به نه وي سپين سحر به شي پخپله

ګلالۍ که ګلابي جامې په تن کړم
پسرلۍ دا ځان په شربه شي پخپله

ګلالۍ خوستۍ