غزل
کلال ورته حيران وو دوي منګي نه خوښيــــــــدل
اختر کې جينکو ځان ته بنګړي نه خوښيــــــــــدل
بې وروره خور وه نا سته ديواله ته ژړيــــــــده
دې شپږو وروڼو خور خت ته پولي نه خوښيـــدل
خيرانه وه ولاړه دې ټټرنه يې شکـــــــــــــــــــول
دې ورور د قبر شال ته يې ځونډي نه خوښيــــدل
بچيان دشهيدانو يې په تور او سپين کې نــــــه وو
لورګانو د مالک بابا کالي نه خوښيـــــــــــــــــــدل
کوڅه کې بنجاره ته يې شور جوړ لکه حارو وو
دې دنګې غاړې هار ته يې غمي نه خوښيدل
چې يار ته يې وروليږي,اختر کې چې په خلا شي
فريد ورته په کلي کې سړي نه خوښيـــــــــــــدل
فريدالله حسن زی خوست