غزل

ژوندی مړی ، مړ ژوندی کړې محبته !
څه کارونه ته د خدای کړې محبته !

ته په خپله نه سړی وې ، نه سړی يې
ته به څه سړی ، سړی کړې محبته !

څوک د چا د پښو په خاورو کې ګمنام کړې
څوک د چا د لاس بنګړی کړې محبته !

کږو وروځو ته کږې شملې کړې ښکته
لوپټې نه ځار پټکی کړې محبته !

ښه پوهېږم ، ښه پوهېږم ، ښه پوهېږم
چې جلال به لېونی کړې محبته !

جلال امرخېل