غزل
زړګيه غلی د دلبر مخه څوک نشي نيوی
ګوره د هغې زورور مخه څوک نشي نيوی
ستا د تيرو تيرو بڼو نه په خدای سخت ويريږم
يو د ټوپک بل د خنجر مخه څوک نشي نيوی
مينه درياب دی پدې مه وردرومه غرق به دې کړي
زړګيه بيا د سمندر مخه څوک نشي نيوی
په مخ د غبرګ لاسونه مه ږده پدې نه پټيږي
جانانه هيڅکله د لمر مخه څوک نشي نيوی
ته چې اوبه وړې په تياره ماښام راځه له کوره
په سپينه ورځ خو د ګودر مخه څوک نشي نيوی
رقيبه صبر شه په ما پسې خواري مه کوه
ماته معلوم دی د ګوهر مخه څوک نشي نيوی
نورالدين ګوهر خوست
شعرونه