غزل

 

دا اوس خو راغلې بیا د تلو خبرې څله کــــوې

جانانه مه کړه بې پښتو خبرې څله کـــــــــــوې

 

ستا په لیدو یاره نیږدې وه چې مې ساه ووځــي

ته مې د زړه د درزیدو خبرې څله کـــــــــــوې

 

د یارانې په تناره چې ګډیدې زړګیــــــــــــــــه

اوس نو د اور د لږیدو خبرې څله کـــــــــــوې

 

دغه ادا خو به ما ووژني قربان د شمـــــــــــــه

 د پستو شنډو په سرو خبرې څله کـــــــــــــوې

 

زه د هجران له زوره اه له خولې نه نشم ایستی

مسته اشنا د خندیدو  خبرې څله کــــــــــــــوې

 

درمانه زه د تش نامه له ډاره نه اخلمـــــــــــــه

ته لا په بام د اودریدو خبرې څله کــــــــــــوې

 

 

قدرت الله درمان سعودي عرب الریاض