غزل

 

ته که نه یې خو ستا یاد دی ماذیګــــــر دی

د زړګي کور مې پرې ښاد دی ماذیګر دی

 

غواړه غواړه سوال قبلیږي دا یې وخت دی

په زړګي د څه مراد دی ماذیګــــــــــر دی

 

ستا رخسار زلفو کې پټ کله ښکاره کړي

غماز ګر راته نن باد دی ماذیګــــــــر دی

 

زه خو مینه کول غواړم په هر حــــال کې

زما دغه پشنهاد دی ماذیګـــــــــــــــر دی

 

په ګودر کې د درمان د غزل شـــــور دی

له هر خوا ارشاد ارشاد دی ماذیګـــر دی

 

 

قدرت  الله درمان  سعودي عرب الریاض

۲۰۱۰ /۱۱/۲۲