غزل
غړپ د اوښکو له ډک جام کوم روان یم
زړه مې نه ځي خو ناکام کوم روان یـــم
ستا لټون پسې په ورکو لارو سر یـــــم
ستا پوښتنه ګام په ګام کوم روان یــــــم
ته که نه یې خو ستا یاد راسره شته دی
لکه سوی لاس پرې پام کوم روان یــم
تیندکونه به نو خود خورمه پـــــه لاره
چې څارنه ستا د بام کوم روان یـــــــم
څه کم عقل یم د خپلو ارمـــانـــــونــــو
زه په خپله قتل عام کوم روان یــــــــم
د الفت په لار مې ګام واخیست درمانه
هرکلی د هر الزام کوم روان یـــــــــم
قدرت الله درمان
1 نومبر 2010 کابل هوایی ډګر