غزل
هر څه بدل شوي دي خو تا کې بدلون نه راځـي
لږ د هم جانانه په جفا کې کې بدلون نه راځــــي
پخوا یې هم وژل کول اوس هم قتلوي زړونـــــه
ستا د نرمو شنډو په خندا کې بدلون نه راځـــــي
یو قسم خو څه کړې یاره سل قسمه واخله تـــــه
تر مرګه به مې ښکیه په وفا کې بدلون نه راځي
ته چې ناڅاپي د زلفو غر په بلــــــــــــه واړوې
څنګ به د دې چم اب هوا کې بدلون نه راځــي
اوس مې چې هم وویني درمانه شنډې وچیــچي
اوس یې هم په دغه یوه ادا کې بدلون نه راځـي
قدرت الله درمان سعودي عرب
darman_af@yahoo.com
14.11.2010
- فضل الربي رستم
ژوند
زندګي کله خاني کله ملنګــــــــهبس تيريږي کله ښه کله بدرنګــــــهپروا نشته که نن ته يې صبا زه يـــــمدا خو ژوند دی کله څنګه کله څنګـــهزما زړه هم اوس په دوؤ قيصو کې بنـد دیرانه غواړي کله ټيټه کله دنګــــــهيو خوا ژمی بل جونګړه کې اوسيـــږمياره دا هم کله جوړه کله ړنګـــــهد ګوهر د زندګۍ پوښتنه مه کــــړهګزاره ده کله ښه وي کله تنګـــــه
نورالدين ګوه...
19.11.2010
- فضل الربي رستم
غزل
غړپ د اوښکو له ډک جام کوم روان یم
زړه مې نه ځي خو ناکام کوم روان یـــم
ستا لټون پسې په ورکو لار...