ژوند


زندګي کله خاني کله ملنګــــــــه
بس تيريږي کله ښه کله بدرنګــــــه

پروا نشته که نن ته يې صبا زه يـــــم
دا خو ژوند دی کله څنګه کله څنګـــه

زما زړه هم اوس په دوؤ قيصو کې بنـد دی
رانه غواړي کله ټيټه کله دنګــــــه

يو خوا ژمی بل جونګړه کې اوسيـــږم
ياره دا هم کله جوړه کله ړنګـــــه

د ګوهر د زندګۍ پوښتنه مه کــــړه
ګزاره ده کله ښه وي کله تنګـــــه

نورالدين ګوهر خوست

noorudingawhar@yahoo.com