غزل
د بیلتانه سیلۍ مې وړي جانانه لاس راکـــــــــــــــوه
د ژوند په برید مې اړوي جانانه لاس راکــــــــــــــوه
باور دې وشه یوه شیبه مې په ارام نه پـــــــــــــــــریږدي
دا ستا یادونه لیوني جانانه لاس راکـــــــــوه
ستا د ښایست په دلدل ګډ دی خدای د خیر پیښـــــــــــــــــوی
باور مې نشته په زړګي جانانه لاس راکــــــــــوه
پی مخیه یاره د وصال څاڅکــــــــي راووروه
را پورې اور شوه زندګي جانانه لاس راکـــــــــوه
که تږی یمه د دیدن یم د اوبه نه یمه
لاسونه مه ږده په منګي جانانه لا س راکـــــوه
09.11.2010
- فضل الربي رستم
غزل
ما د ټول جهان واکمن ته لاس نيولــــــیهميشه مې لوی څښتن ته لاس نيولــــــیخدايه ما په دومره ښکلي زندګۍ کـــــېد جانان د خت لمن ته لاس نيولــــــــــیګناهګار به وم چې سوال مې نه قبـــليږيما خو هر وخت خپل وطن ته لاس نيولیچې مين وي د ديدن امکان يې نــــــه ويپدې باب مې هر مين ته لاس نيولـــــــ...
14.11.2010
- فضل الربي رستم
ژوند
زندګي کله خاني کله ملنګــــــــهبس تيريږي کله ښه کله بدرنګــــــهپروا نشته که نن ته يې صبا زه يـــــمدا خو ژوند دی کله څنګه کله څنګـــهزما زړه هم اوس په دوؤ قيصو کې بنـد دیرانه غواړي کله ټيټه کله دنګــــــهيو خوا ژمی بل جونګړه کې اوسيـــږمياره دا هم کله جوړه کله ړنګـــــهد ګوهر د زندګۍ پوښتنه مه کــــړهګزاره ده کله ښه وي کله تنګـــــه
نورالدين ګوه...