غزل
ما د ټول جهان واکمن ته لاس نيولــــــی
هميشه مې لوی څښتن ته لاس نيولــــــی
خدايه ما په دومره ښکلي زندګۍ کـــــې
د جانان د خت لمن ته لاس نيولــــــــــی
ګناهګار به وم چې سوال مې نه قبـــليږي
ما خو هر وخت خپل وطن ته لاس نيولی
چې مين وي د ديدن امکان يې نــــــه وي
پدې باب مې هر مين ته لاس نيولــــــــی
ستا غوښتنه مې په بار بار ترينه کــــړي
ستا د کور مې هر يو تن ته لاس نيولــی
د عشق تبه د طبيب په دارو نه ځــــــي
ګوهر ستا د بڼو ستن ته لاس نيولـــــــی
نورالدين ګوهر خوست