غزل

 

لکه خوشبو لکه وږمه شي په زيړي ماذيـــــــــــــګر

په زړه او ذهن مې خوره شي په زيړي ماذيـــــــــــګر

 

تمامه ورځ د کړمه شيخه د مذهب پيـــــــــــــــــــروي

خو رانه هيره ستا توبه  شي په زيړي ماذيــــــــــــګر

لمر لا د غره په سر ولاړ وي خو چې ته لاړه شــــــــــې

په واړه چم توره تياره شي په زيړي ماذيــــــــــــــــګر

ناصحه بس دې نور د خداى لپاره وه مې بښـــــــــــه

د کار روزګار خبرې نه  شي په زيړي ماذيــــــــــــګر

د وجود هر اندام مې بيلا بيل راولـــــــــــــــــــــړزوي

چې په بلۍ کږه وږه شي په زيړي ماذيـــــــــــــــــــــګر

چاته له غمه تر سهاره پورې خوب نه ورځـــــــــــــــي

څوک د له غمه بيا اوده شي په زيړي ماذيـــــــــــــګر

 

دا يو اخسان په درمان وکړه د رقيب له ضــــــــــــــده

راشه چې غبرګ زامن يې مړه شي په زيړي ماذيګـــر

قدرت الله درمان

خوست